پخواني صدر حامد کرزي په افغان ریاست او طالبانو دواړو غږ کړی چې د پردیو ملکونو پر ځای دې، دننه په افغانستان کې خبرو ته سره کیني.
د اختر په موقع د درې ورځو د ډز بندۍ وروسته افغان چارواکي وایي د افغانستان په یو سل و څلورو ولسوالیو کې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او طالبانو په وروستیو درېیو میاشتو کې قریب درې نیم زره حملې کړي دي
دا چې د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته به طالبان واک ته ورسیږي او یا به کابل ونیسي په دی اړه د سیاسي چارو کتونکی نجیب ازاد وایي طالبانو د جګړې سنګر تود ساتلی خو د کابل نیولو هڅه یې ناممکنه ده
د ملي دفاع وزارت مسولین وایي چې ځواکونو یې په ننګرهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، بلخ، هلمند او بغلان ولایتونو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو او مخامخ جګړو کې ۱۴۳ وسله وال طالبان وژلي او ۶۶ نور یې ټپيان کړي دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل چې "طالبانو په روژې مياشت کې ۷۵۰ ملکيان وژلي او ټپيان کړي دي."
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي چې پدې کتنه کې ټامپسن د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه پیغام هم دوی ته رسولی دی چې له افغانستان سره به په پراختیايي چارو کې خپلو مرستو او د سولې بهیر ملاتړ ته دوام ورکوي
د اشرف غني دغه پېغام ارګ په خپله وېب پاڼه خپور کړی او هغه پکې وویل: "پر طالبانو بیا غږ کوم چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنه چې دایمي اوربند دی لبیک ووايي او د ناروا جګړې پر ځای تلپاتې سولې ته، خپل نیت اراده او صداقت په عمل کې ثابت کړئ."
شنونکي وایي دواړه لوري په دې تمرکز کوي چې ډیرې سیمې په خپل اختیار کې ونیسي. د عملیاتو کچه زیاته وښایي چې وکولي شي هغه بدلونونه چې راځي نړیوالو ته دا وښایي چې دوی ګټونکي د جګړې دي
په افغانستان کې د سولې دپاره په ورستيو تجویزونو کې د موقتي حکومت جوړېدل هم شامل دي او څېړونکي وايي ځینې کسان په تېره بیا طالب استازي د ولسمشر غني له واکه لرې کېدل غواړي او ځینې نور د یو لنډمهال حکومت جوړېدل غواړي
غني د خبرو پر مهال وویل چې د افغانانو تر ټولو ستره هیله سوله ده او افغان حکومت په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې کوي. د ده په وینا د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې همکاري هم مهمه ده
د ښځو حقونو فعالې وایي د جګړې ښکېلې غاړې او په ځانګړي ډول وسله وال طالبان بايد د مېرمنو حقونو ته په درنه سترګه وګوري او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي. میرمنې زیاتوي هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي
ښاغلي سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي او ټینګار یې کړی چې سږني پسرلني عملیات اعلان نه کړي او همدا شان تاوتریخوالی کم کړي څو د سولې له بهیر سره مرسته وشي.
د سیاسي چارو کتونکي وایي د غه سفر ډیر زیات د ارزښت وړ دی څو د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د تاوتریخوالي د کموالي او د امریکا او ولسمشر غني ترمنځ د وروستیو جنجالونو د حل لپاره ښه ثابت کیدای شي څو هغه بدلون چې امریکا یې غواړي عملي او یوې پایلې ته ورسیږي
د ملي مصالحې عالي شورا د مطبوعاتو غړی اکمال ظاهر تره کی وایي "د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ او هلته به د افغان سولې په تړاوو په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون او خبرې وکړي
نور کتل