د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف په پېښور کې د ايپکس کمېټې غونډې ته د وینا پر وخت د پوځي او حکومتي مشرانو په وړاندې دا پوښتنه بیا تکرار کړې چې پښتونخوا ته وسلوال بیا څنګه راغلي؟ او قوم ته د دې ځواب په کار دی. وزيراعظم نور څه ويلي، تفصيل یې د حميدالله او فريد شنواري په راپور کى
د نسل وژنې د مخنيوي دپاره د سايمن سکاچ مرکز او د نړيوالي پوهنې ډکي سنټر په خپل تازه رپورټ کې پاکستان د هغو هېوادو په نوملړ کې په اول نمبر شمار کړی کوم هيوادونه چې د ترهګرۍ، مذهبي تندروۍ او سياسي بې ثباتۍ له امله د تشدد د خطر لاندې دي.
په هېواد کې د پنجاب او پښتونخوا ايالاتونه او د ازاد جمو کشمېر او د ګلګت بلتستان انتظامي حکومتونه دا وخت د تحريک انصاف په لاس کې دي خو څېړونکي وايي چې که دومره ايالتي حکومتونه د نورو غټو ګوندونو په برخه رسیدلي وؤ نو هغوئ به دومره زړه بدي نه وؤ
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعو دپاره د اوبه خور پروژې چشمه رايټ بنک کنال منظوري 30 کاله وروسته ورکړی شوې، دغه منظوري د پروژې مرکزي کاري پرمختيايي پارټۍ [سي ډي ډبليو پي] ورکړې ده.
په پښتو ادب کې د ښځینه شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو د ونډې او برخې په اړه په پېښور کې د یوې جوړې شوې غونډې حال د حمید الله په راپور کې.
په پاکستان کې د شريکو ګټو کونسل په وروستيو کې يوه کميټي جوړه کړې چې د صوبو ترمنځ د اوبه خور د اوبو د وېش او د کال 1991م تړون ته بيا کتنه وکړي.
د چارواکو په وېنا په جنوبي وزیرستان او د پاکستان په نورو برخو کې د پولیو ضد کمپاین لږ تر لږه د څلورو میاشتو د ځنډ وروسته شروع شوی دی
ډاکټر بصیر وویل په پاکستان کې د اېچ ايي وي اېډز د ناروغۍ د زیاتېدو ګڼ شمېر عوامل دي چې پکې د مالي وسایلو کمی، د اېډز په اړه منفي سماجي رويي، د خلکو ټېسټونو نه ډډه کول، په علاج کې د ځنډ نه کار اخیستل او د صوبايي حکومتونو د مرض په مخنیوي کې عدم دلچسپي شامل دي
د پاکستان د مذھبي چارو مرکزي وزیر وایي سږ په روایتي توګه د حج کېدل ګران دي خو د دوی د سعودي عرب د چارواکو سرہ د حج په اړہ خبرې روانې دي او د ۱۵ جون پورې به دوی (پاکستان) پرېکړہ وکړي چې د حج دپارہ کومه پرېکړہ کوي، په دغه لړ کې دوی دسعودي عرب ځواب ته اوس هم په تمه دي.
په سملاسي ډول د اوړو په دغه مسله د خېبرپښتونخوا حکومت دریځ ترلاسه نشو او مطبوعاتي رپورټونه وايي پنجاب لومړی خپل ضرورت پوره کولو دپاره نورو صوبو ته د غنمو په لېږد پابندي لګولې ده
د پاکستان د مذهبي امورو مرکزي وزير نور الحق قادري وايي د سږني کال د حج د مراسمو کېدو يا نه کېدو په اړه پرېکړه به د اختر په لومړۍ اوونۍ کې وشي.
د وي او ای ډیوه سره خبرو کې عبدالباسط وویل په خېبرپښتونخوا کې د پولیو نوي کېسونه په هغه ضلعو کې رپورټ شوي دي چرته چې کروانا وایرس له امله ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکوولو مهمونه ځنډېدلي دي
ملګرو ملتونو ويلي د کرونا وايرس بحران او د دې وبا له امله لاک ډاؤن به د اووه ميلينه پورې غېر پلان شوؤ حملونو او ۳۱ ميلينه پورې صنفي تشدد سبب وګرځي.
"د کرونا د لاسه مې د زوی ډېری (قبر) هم په خپله خاوره نصيب نه شو" دغه خبره د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د کاټلنګ سيمې هغه ۶۵کلن مشرکوي چې ځملی ۲۲ کلن زوی يې په متحده عرب اماراتو کې د کرونا وايرس له امله مړ شوی او هم هلته خاورو ته سپارل شوی دی.
د مردان مېډیکل کامپلېکس ډاکټر متین الحق وايي داسې نه ښکاري چې صوبايي حکومت د وېنټیلېټرز کمی په سملاسي ډول پوره کولی او یا د دغه مشینانو د استعمال دپاره اړونده عمله تربیه کولی شي.
د ابادۍ دپاره د صحت نړيوالې ادارې (يو اېن اېف پي ای) اندېښنه څرګنده کړې چې د خېبرپښتونخوا د ابادۍ د مخنيوي، ښېګړې او صحت د ادارو سره د خانداني منصوبه بندۍ دپاره پکار دوايانې نشته او د ابادۍ د زياتوالي د مخنيوي په لړ کې ورته چېلنجونه دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د وزیراعظم نه يې غوښتي چې د افغانستان سره د تجارت دپاره دې د تورخم په څېر د نورو قبايلي ضلعو لارې هم د ۲۴ ساعتو دپاره فعاله کړی شي.
د خېبرپښتونخوا پوليس وايي پرېکړه يې کړې چې په صوبه کې د ترهګرو او ورانکارو جوړ نوملړ ته بيا کتنه وکړي.
نور کتل