د چېرټیز اېکټ قانون غرض په صوبه کې د مدرسو، فلاحي ادارو او د غیر حکومتي تنظیمونو دپاره د راغونډېدونکو چندو او خیراتونو څارنه کول دي
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي چې په اوسنيو روانو حالاتو کې د خېبرپښتونخوا حکومت ته د بجلۍ د خالصې ګټې د پاتې پېسو ورکول ځکه امکان نه لري چې دې له به د بجلۍ نرخ نور سېوا کول وي.
نن په ۲۱م اګست د ترهګرۍ ځپلو خلکو په ياد کې دويمه نړيواله ورځ نمانځل کيږي او په دې ورځ د ترهګرۍ نه د اغېزمنو شوو کورنيو سره خواخوږۍ کيږي خو په پاکستان کې ترهګرۍ تر ټولو د زياتو ځپلو قبايلي علاقو اوسېدونکي وايي ترهګرۍ يتيمان کړي ماشومان او کونډې ښځې يې د بې و بې وسۍ ژوند تېروي.
د نظر پوښتنې ترمخه په قبايلي ضلعو کې د ۴٨ فیصد نه د زیاتو ماشومانو قدونه د خپلو عمرونو په حساب ټيټ دي، دغه شمېره په نوره پښتونخوا کې ۴٠ فیصد ده چې د پاکستان د نورو سيمو نه ډېره زياته ده
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د يو قانون منظوري ورکړې د کوم لاندې به چې په صوبه کې د خېرات او چندو راټولولو د عمل، او په هغې د چلېدونکو ادارو څارنه کولی شي.
د خېبرپښتونخوا حکومت د مرکزي حکومت نه د بجلۍ د ګټې په مد کې خپلې ۱۲۸ اربه روپۍ غوښتي چې زر تر زره دې ورته ورکړی شي.
د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي د خېبر کوريډور (د پېښور نه تر تورخم اېکسپرېس وی يا تېز سړک) جوړولو دپاره نړیوال بېنک ۴۰۰ ملينه ډالره منظور کړي او اوس به اقتصادي رابطه کونسل په خپله راروانه غونډه کې د دې پروژې د راتلونکې پرېکړه کوي.
د خېبرپښتونخوا حکومت د کال ۲۰۱۹م او ۲۰ دپاره کليزه بوديجه چې ټول حجم يې نهه سوه اربه روپۍ دی اسمبلۍ ته د منظورېدو دپاره وړاندې کړی دی.
د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی چې د کال ۲۰۱۹م ۲۰م په بجټ يا بوديجه کې به د نوو قبايلي ضلعو لپاره ۱۵۲ اربه روپۍ مختص شوي چې پکې به ۴۸ اربه روپۍ د لس کليز پلان له لارې مصرفيږي.
په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډو شوؤ قبايلي ضلعو کې به اوس هر ماشوم ته د ټيکې يا ويکسين په وخت په مرکزونو کې دوه، دوه سوه روپۍ ورکولی شي.
په پاکستان کې ژورنالسټان او د دوي د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، د پاکستان په تاريخ کې د ژورنالسټانو او رسنيو (ميډيا) د ازادۍ تاريخ کله هم ډېر ښه نه دی پاتې او موجوده وخت ښايي د پاکستان د ژورنالسټانو او رسنيو دپاره تر ټولو سخت وخت دی.
په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد مقدمو کې د سزاګانو ورکولو شرح په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نور ملک نه ډېره ده، خو پوهان وايي په ملک کې د سائنسي شهادتونو نيمګړتياوې او د ګواهانو د ساتنې دپاره ښه نظام نشتوالی لري او دا د کمو سزاګانو علتونه دي.
د پېښور هايکورټ رجسټرار وايي، د قبايلي ضلعو عدالتونو ته په لسو ورځو کې ۴۱۲ مقدمې راوړل شوي او په هغو کې زیاتره مقدمې حل کړی شوي دي.
په اتم مارچ د حقونو د پاره د ښځو مارچونو د پښتوخوا اسمبلۍ ځيني غړي راپارولي دي او په یو قرارداد کې یې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې چې په هغو مارچونو کې د نارو تر شا پټ قوتونه او سازشونه راڅرګند کړي چې په پاکستان کې د خانداني اقدارو په ماتولو پسې دي.
نور کتل