د پاکستان پخوانۍ قبایلي سېمې د ۲۵ ايینی ترمیم لاندې په خېبر پښتونخوا کې ورګډې شوي. خو دغلته د عدالتي نظام او نورو حکومتي څانګو غځولو لپاره لا هم کوششونه روان دي.
د خېبر پښتونخوا تاجران د ډیر وخت راهسې د حکومت نه د مراعاتو غوښتنه کوي او وايي په صوبه کې د امنیت غیر یقیني صورتحال په وجه سرمایه دار په صوبه کې سرمایه کاري نه کوي، مقامي صنعتونو نه نقصان رسېدلی
د خېبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو محکمې د وروستۍ اعلامیې خپرولو سره به په قبایلي ضلعو کې د (زېلی) ښکته عدالتو پرځای کولو لپاره لاره هواره شي. د اعلامیې ترمخه نیمې قبایلي سیمې یا پخوانۍ د ایف ار علاقې به د نژدې قبایلي ضلعي عدالت د اختیار د لاندې راځي
د خېبرپښتونخوا حکومت صوبايي اسمبلۍ ته ويلي د کال ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۸ پورې ۱۷۱ قوانين منظور کړي خو يواځې ۷۶ يې عملي کړي او ضابطې يې جوړې دي.
د پښتنو د شناختي کارډونو قرارداد د عوامي نېشنل پارټۍ سردار حسین بابک وړاندې کړی و. د وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلي بابک شناختي کارډونه جاري کونکې ادارې نادره په کار ټکونه وکړل او وې ویل داسې ښکاري چې لکه پښتانه د پاکستان شهریان نه دي
وکیل قمر ندیم وویل د ساهېوال جیل ډیر سخت دی، ډاکټر شکیل افریدی په سختو حالاتو او په وړه کوټه کې بند دی او د زندان سختو حالاتو په نفسیاتي توگه په هغه منفي اثرات کړي دي
پېښور پوهنتون کې د "پېغام پاکستان" په نوم د ترهګرۍ ضد بيانيه باندې استازان، مختلف مکتبه فکر علما او امامان روزل کيږي تر څو دغه پېغام زده کوونکو ته ورسؤل شي.
د پي ټي ايي حکومت د خپلو ۱۰۰ ورځو په پلان کې د اېن اېف سي اېوارډ خبره نه ده شامله کړې او وايي دا مسله په ۱۰۰ ورځو کې نه کيږي.
د انتخاباتو خلاف احتجاجونه په داسې حال کې کیږي چې رپورټونه وايي د پاکستان موقتي وزیراعظم ناصرالملک صدر ته د خواست کړی چې د نوي منتخب شوي پارلېمنټ غونډه دې د اگست په ١٣ مه نېټه راوبلي
په جلسه کې رحمت الله محسود او د هغه مېرمن ډاکټر سلطانه رحمت هم موجود وو. په جلسه کې د وي او ای ډیوه خبریال حمیدالله سره خبرو کې رحمت الله وویل خپل کورنۍ سره په غونډه کې شرکت دپاره ځکه راغلی چې "دا د پښتون د ژوند" مسله ده
د ملگروملتونو ادارې ویاند قېصرافریدي وویل پاکستان کښې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده تر جون د میاشت پورې غځول شوې ده. هغه زیاته کړه د جون ورسته به پاکستان یوازې د هغه کډوالو د بیرته لیږلو لپاره کاروايی پېل کوي چې قانوي اسناد نه لري
دغه کورنۍ د پاکستان او افغانستان پر حکومتونو او سفارتونو غږ کوي، چې نیول شوي ځوانان یې نه د ترهګرۍ په کومه پېښه کې نیول شوي او نه سزا شوي دي او غوښتنه کوي چې هغوی دې ژر تر ژره را خوشي کړل شي
د اسلام اباد نه پېښور ته تلونکي موټروی باندې د کرنل شېرخان انترچېنج نه جدا شوې د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سیمې سوات موټروی به سږ کال پرانستی شي، د ياد موټر وی دپاره ټاکلې موده راتلونکی کال دی.
د اطلاعاتو د وفاقي وزارت د کال ٢٠١٥ یوه سروی یا نظر پوښتنه ښايي په پاکستان کې خلک په اجتماعي توگه ٥٥۴ ارب روپۍ په خېراتونو او زکات کې ورکوي خو زیاتره دغه پېسې داسې ادارو ته ورکړی کیږي چې په رسمي ډول یې د حکومت سره نوم لیکنه نه وي شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې (یو این اېچ سي ار) ویاند قیصر افریدي وايي، د استنبول د تړون له مخې افغان کډوالو ته باید د ۲۰۱۸ کال د دسمبر د میاشتې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.
نور کتل