په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد مقدمو کې د سزاګانو ورکولو شرح په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نور ملک نه ډېره ده، خو پوهان وايي په ملک کې د سائنسي شهادتونو نيمګړتياوې دي، د ګواهانو د ساتنې ښه نظام نشته ځکه د سزاګانو شرحه کمه ده.
د خېبرپښتونخوا د استعاثې د محکمې مشر وقارعلي خان وايي، دا وخت غټه ستونزه دا راپېښه ده چې څنګه د ترهګرۍ په مقدمو کې نیول شوي کسان د عدالتونو نه سزا کړی شي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړی وايي "د کرمنل جسټس سسټم او خاصکر د پوليس چې کومه استعاثه ده نو د دوي په مينځ کې د رابطې هغه سطح نه وي کومه چې پکار ده او دوېمه دا چې زمونږ په صوبه کې زياتې مقدمې د ترهګرۍ ضد دي او کله کله د هغې دپاره نظام او سائنسي ليبارټري پکار وي".
هغه وويل په خېبربښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ پرضد مقدمو کې ۲۲ فيصده تورن کسان سزا کیږي او تراوسه د ګواهانو د ساتنې قانون صوبايي اسمبلۍ نه دی پاس کړی.
"۲۲ فيصده به خلکو کم ښکاري خو دا په ټول پاکستان کې په انتظامي برخو کې که هغه صوبې دي، ګلګت بلتستان، ازاد کشمیر يا اسلام اباد دی، دا فيصدي د دغو ټولو نه سېوا ده او د دې سره د ترهګرۍ په مقدمو کې د ګواه د ساتنې قانون کابينې پاس کړی او اسمبلۍ ته وړاندې شوی دی".
خو بل لور ته په وروستيو کې د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر سلطان خان اسمبلۍ ته د ترهګرۍ په مقدمو کې د سزا کېدونکو مجرمانو شمېرې بدلې وړاندې کړي دي.
هغه ويلي په کال ۲۰۱۸م کې عدالتونو د ترهګرۍ ټولې ۱۳۹ مقدمې اورېدلي په دغو کې په ۱۲۲ کې تورن کسان بري شوي او يواځې په ۱۷ کې سزاګانې اورول شوي کومه شمېره چې د سزا شوؤ ۱۲ فيصده جوړيږي.
د روان کال په لمړو دوه میاشتو کې عدالتونو د ترهګرۍ په ۱۷ مقدمو کې فېصلې اورولې دي او په دغو کې هم يواځې په دوه مقدمو کې سزاګانې اورول شوي دي.
خو د خېبرپښتونخوا حکومت د امریکا او ملګرو ملتونو په مالي مرسته د استعاثې يوه تربيتي اکېډمي جوړوي.
په خېبرپښتونخوا کې د پنجاب صوبې په څېر د ګواهانو د ساتنې کوم ځانګړی قانون نشته دلته د ګواهانو د حفاظت دپاره د ترهګرۍ د مخنيوي د کال ۱۹۹۷ د قانون ۲۱ ماده کارول کیږي.
پوهان فارنزک رژيمز او د ډي اېن ای په ګډون د سائنسي شهادتونو د نيمګړتياؤ ترڅنګ د ترهګرۍ په مقدمو کې د ګواهانو ژوند ته خطر او د رياست لخوا د دوي د حفاظت دپاره د نظام نشتوالی د ترهګرۍ په مقدمو کې مجرمانو ته د کمې سزا غټ علتونه ښايي.