په کوټه کې دا میاشت د پي ټي ایم د جلسې په سر پولېس د تحریک د مشر منظور پشتین او د یو شمیر نورو کارکونکو او د نواب ایاز جوگېزۍ ترڅنگ د صوبايي اسمبلۍ د ځینې نورو غړو خلاف مقدمې درج کړې وې. په دغه مقدمو کې د نفرت راپارولو او د امن او امان خرابولو شقونه لگول شوې وو
تير کال د اپريل په مياشت کي د خاران يک مچه د لويئ لاري د پروژې د کارکونکو پر کيمپ بريد کي څلورکارکونکي وژل شوي وو چي مسوليت یې بلوڅ وسلوال سازمان په سر اخیستی
ه کوټه کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ د غورځنگ په انتظام د پښتنو د حقوقو دپاره شوي غونډې ته وینا کې ښاغلي پشتین وویل د بلوچستان پښتانه ځوانان تعلیم ترلاسه کولو دپاره پنجاب او نورو سیمو ته ځي ځکه چې په خپلو سیمو کې امن نشته
د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیې لسګونو غړو د نهې- سه شنبې په ورځ احتجاج کړی وو او د وزیراعلی د دفتر پر لور یې د تګ هڅه کوله، خو پو ليسو پرېنښول، چې بیا یې د کوټې د کمشنر د دفتر مخې ته احتجاج پیل کړ او سړک یې د موټرو پر مخ وتاړه.
د پاکستان د پوځ مشر په دوه ورځني سفر بلوچستان ته تللی او هلته یې د امنيتي وضعې جاج اخیستی، د ګوادر د څښلو د اوبو د پاکولو د پلانټ پرانیسته او د خوشحال بلوچستان پروګرام کتنه یې کړې ده.
د بلوڅو د بشري حقونو د سازمان مشره بي بي ګله بلوڅه وایي، د سازمان د اطلاعاتو د سيکرتر په شمول یې ۸ غړي څلور میاشتې مخکې له کراچۍ ښاره په مرموز ډول لادرکه کړل شوي، چې وایي تر اوسه ورک دي.
په بلوچستان کې د مېډیکل داخلې لپاره د فبرورۍ په ۴مه په لومړي ځل امتحان د پاکستان د تعلیم د اعلی کمیشن له خوا اخیستل شوی او هغه زده کوونکي- چې په دې امتحان کې یې برخه اخیستې- تور لګوي چې په پرچو کې درغلي شوې ده او دوی ته یې نتیجې د منلو وړ نه دي.
د سپریم کورټ په اورونه کې جسټس اعجاز افصل وویل که چرې د حکومت په ولکه کې کوم تن څه جرم کړی وي نو سزا دې ورته ورکړی شي او که چري څوک بې گناه وي نو بايد چي ازاد کړی شي.
د احتشام په وینا په پاکستان کې لږګۍ د مسلمانانو په شان په خپل ووټ د خپلو غړو انتخاب نه شي کولی او زیات تره د لږکیو په خصوصي سیټونو د سیاسي ګوندونو لخوا کسان ټاکل کیږي.
د بلوچستان صوبايي حکومت ویاند انوار الحق کاکړ د دغه مړو په اړه ناخبري ښودلی او وي او ای ډیوه ته وايي هغه ته د دغه مړه په اړه هیڅ معلومات نشته او کله چې ترې خبر شي نو بیا به پرې څه اويل شي.
په بلوچستان کې د بې درکه کسانو د حقونو تنظیم وایس فار بلوچ مسنگ پرسنز مشر ماما قدیر بلوچ وویل په صوبه کې دا وخت ٣٥٥۴٠ کسان بې درکه دي او د ٨٠٠٠ انه د زیاتو کسانو مړي موندل شوي دي
پوليس وايي د مجيد خان په ضد د قتل او پېسو لپاره د د تښتونې د قضيو اورونه هم پېل شوې خو د نومړي د مدافع وکيل وايي دغه قضيې پنځوېشت کاله زړې او د سياسي دښمنۍ په اساس جوړي شوي دي
د بلوچستان د کویلي په درنگونو کې وخت په وخت خونړۍ پیښې رامنځته کیږي. ماهرین وايي په درنگونو کې د کارکونکو د تحفظ دپاره په عمومي توگه څه انتظامات نه وي او په درنگونو کې د جدید اوزار او ټیکنالوجۍ پرځای په روایتي طریقه کار کیږي
د اگست په ١۴ مه نیټه د ایف عسکر هرنايي سره نژدې په شارگي سیمه کې د معمول په گزمه وو چې موټر سره نژدې يي بم خلاص شو. شپږ عسکر په موقع ووژل شو او دوه نور زخمیان شول چې کوټې هسپتال ته یو وړلی شوي وو
د پاکستان پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د کوټې د دورې په مهال وویل ریاستي ادارو ته پکار دي چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کې خپل منځ کې رابطې زیاتې کړي
بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو لویه او د قدرتي وسایلو په بنیاد تر ټولو شته منه صوبه ده. خو د بلوچستان ملت پاله سیاسي مشران وايي د صوبې د معدني دولت نه د سیمې ولس ته گټه نه ده ورکړی شوي او نه پرې دوي څه ډیر واک اختیار نه لري
د پاکستان په رسنیو کې په بلوچستان کې د کاغذ پر مخ د سکولونو په اړه د رپوټونو وروسته د یادې صوبې د تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال پخلی کړی چې صوبه کې داسې په سوونو سکولونه شته چې وجود نه لري.
نور کتل