د پاکستان سینیټ کې د حکومت مخالف پیپلز ګوند مشر او دسینیټ پخواني چئیرمین رضا ریانې دبهرنیو چارو وزیر څخه غوښتنه کړې چې د افغان طالبانو له اړخه ازغن تار لیرې کولو په اړه دې پارلیمان سره معلومات شریک کړي-
دپاکستان دسینیټ د منصوبه بندۍ یا پلان جوړؤنې کمیټې د پاک چین اقتصادي راهدارۍ د پروژو پر سست عمل اندیښنې څرګندې کړي او غوښتنه یې کړې ده چې د دغو پروژو د کار جاج اخیستو د پاره جوړو کړل شوؤ ګډو کاري ډلو کې دې سینیټران هم شامل کړی شي-
اسلام اباد هایي کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې د بې درکه کسانو معامله وفاقې کابینه ته وړاندې کړي او عدالت باید د بې درکه کسانو په اړه حکومتي تګ لارې څخه خبر کړي.
د پاکستان سپریم کورټ دسرکاري ملازمانو دبحالۍ اپیلونه رد کړي خو ورسره یې د خپله انده داخستل شوي نوټس په اساس د۱۶ؤ زرو دولتي مامورینو بیرته پخپلو دندو دبحالولو امر کړی دی.
پنجاب کې دصنفي برابرۍ په اړوند مخې ته د راغلي راپور تر مخه لاهور کې کال ۲۰۲۰ کې د جنسې تیریو او کورني تاوتریخوالي پیښو کې ډیر زیاتوالی راغلی او د راپور شوؤ پیښو شمیره د ۴۸۰۰ څخه زیاته ده.
د بشري حقونو دنړيوالې ورځې دنمانځلو په ترڅ کې پنجاب او سندهـ صوبو کې ميشت د پاکستان دوؤ سترو اقليتونو هندوانو او عیسایانو دخپلو حقونو لپاره مظاهرې کړي دي.
د پاکستان د دولتي بینک د شمیرو تر مخه د روان مالې کال په پینځوؤ میاشتو کې د بجټ خسارې پوره کولو د پاره حکومتي پورونه د ۱۰۸فیصدي زیاتیدو سره یو کهرب ۴ اربه ته رسیدلي دي-
د پیپلز ګوند سینیټر بهرامند خان تنګې وي او اې ډیوه سره خبرو کې وايي دا لومړی ځل نه دی چې د تحریک انصاف د حکومت د کرپشن او د دوې په واک کې د ادارو په اړه دغه رنګه راپورټونه مخې ته راځې
د ناصر زېدي ترمخه د قانون په شپزمه برخه کې ویل شوي جرنالسټانو ته پکار دې داسې مواد خپرولو څخه ډډه وکړې چې له سببه یې هیواد په مذهبې، فریعه ایزو، نسلې، کلتورې او صنفی بنیادونوکرکې ته وده ورکوې او تشدد ته خلک راپاروي
دپاکستان دقامي سلامتیا سلاکار ډاکټر معید یوسف د روس چارواکو سره د سیمه ییزو مسایلو په ځانګړي توګه د افغانستان پر روانو حالاتو د خبرو د پاره په دوه ورځنې سفر ماسکو ته رسیدلی دی.
روانه اوونۍ لاهور کې راجوړ شوي دغه کانفرنس کې وینا والو دجمهوریت پرضد دپوځ اؤ عدلیې په کرار سختې نیوکې کړې وې چې له هغې راپدیخوا په ټولنیزو رسنیو هم دپوځ اؤ عدلیې په کرادر دنیوکو لړۍ چټک شوې ده.
دپاکستان د وتلي قانون پوهه علي احمد کرد له اړخه د بې درکه کسانو د خوشي کولو د غوښتنو نه وروسته د ټول هیواد نه د بې درکه کسانو د خوشې کولو غوښتنې يوځل بیا زور نیولی دی-
نړیوال سازمان اېمنسټې انټرنیشنل غوښتنه کړې چې پاکستاني چارواکي باید د جبري بې درکه کولو ناوړه کارونه پای ته ورسوي او د بېدرکه کسانو کورنیو باندې د دغه عمل ویجاړونکې اغېزو په اړه تفصیل ورکړي.
شاه محمود قریشې د سینټ د بهرنیو چارو د کمیټۍ غونډې ته ویلي د افغانستان د ګاونډیانو راتلونکې غونډې ته به د افغانستان مواقتې حکومت هم رابلل کیږي
بلخوا مسلم لیګ (ن) غوښتنه کړې چې د ثاقب نثار څخه دې هم په دې اړه د وضاحت وغوښتل شي. پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) یو مرکزي مشر شاهد خاقان عباسې ویلې که چېرې چیف ثاقب نثار په هغه لګیدلی تور سفا نه کړی شو نو بیا به څوک په عدالتونو باور کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود یو ځل بیا په نړۍ غږ کړی چې د بشري ناورين څخه بچ کېدو دپاره دې د افغانستان اقتصادي مرستې وکړي.
پاکستان د کال ۱۹۵۰ راهسې د نړیوال اقتصادي فنډ غړی دی اؤ دخپل ګډوډ اقتصادي وضعیت او په وارداتو د زیاتې اډاڼې له امله کال ۲۰۱۹م پورې پاکستان ۲۲ ځله د ايي ایم ایف څخه پورونه اخستي دي-
نور کتل