دپاکستان داسټیټ بینک ګورنر رضا باقر وایي چې دډالر مقابله کې د روپۍ په ارزښت کې د کمي څخه دبهرنیو هیوادونو نه هیواد ته پیسې رالیږونکو پاکستانیانو ته ګټه ترلاسه شوې ده-
د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ماسکو کې شوې غونډه کې دپاکستان او چین پشمول دلسو هیوادونو استازو ګډون کړی اؤ له دغې غونډې وروسته خپرې شوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د اوسنې مشرانو څخه غوښتنه شوې چې د حکومتدارۍ د ښېګړې د پاره دې نور کوټلې ګامونه پورته کړی شي.
په نړیواله کچه د پیسو دغیرقانونې لین دین او دترهګرې د مالې مرستو د مخنیوي دڅار د ادارې فنانشل ایکشن ټاسک فورس ایف ای ټي ایف درې ورځنۍ غونډه د اکتوبر د ۲۰مې نیټې څخه د فرانس پیرس ښار کې شورو کیدونکې ده.
د حکومت او پوځ تر منځ د پاکستان د استخباراتي ادارې ایي ایس ایي د مشر د ټاکنې پر معامله د اختلاف له ګنګوسو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي پر دغه معامله د وزیراعظم عمران خان او د پوځ د مشر جنرل قمر جاوید باجوه تر منځ د سلا عمل ترسره شوی اؤ د نوې ټاکنې عمل پیل شوی دی
دپاکستان دقامي سلامتیا د پاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف یو ځل بیا پر نړۍ دافغان بحران د مخ نیوي د پاره د افغانستان سره د رابطو غږ کړى او ویلي يې دي که چرې افغانستان یوازې پریښودل شو نو ترهګري به زیاته شي-
شاه محمود قرېشي وویل پکاره ده چې د افغان ولس مرسته وشي، داخبره پکار دې باورې کړی شې چې د افغانستان خاوره به د یو بل هیواد په ضد ونه کارول شي. هغه زیاته کړه د کډوالو راتګ او په پلو امنیت ساتل موجوده چیلنجونه دي
افغان طالبانو د چپن،پاکستان اقتصادي پروژې دبرخې جوړيدو خواهش په داسې وخت کې څرګند کړى چې پاکستان کې چينايي وګړو باندې حملو کې زياتوالى راغلى دى.
فرزانه باري وایي دلته په ښځو د زیاتي پرضد قوانین شته ، خو سزا چاته نه ورکول کیږي او د تورن پر ځائ د هر څه ذمه واره ښځه ګرځول کیږي-
په داسې حال کې چې افغان طالبانو د کابل واک ترلاسه کړی، په پاکستان کې مخالفو ګوندونو دافغانستان په اړه دحکومتي تګلارې دپارلیمان مخې ته د راوړلو غوښتنه کړې.
دپاکستان په ضد په تازه ورځو کې په ټولنیزو رسنیو یو هشګ ټيک ټرینډ شوی چې پکې په پاکستان دبندیزونو لګولو غوښتنه شوې خو فواد چوهدري وایي چې ددې ترشا هند،افغانستان اؤ پي ټي ایم لاس لري.
پاکستان ویلي افغانستان سره د ډيپلوماټیکي اړیکو دخرابولو هیڅ پلان نه لري،او دا چې په ګاونډي هیواد کې د ځینو عناصرو لخوا منفي څرګندونو ته اجازه نه شي ورکول کیدای چې مهمو اړیکو باندې اغېز وکړي.
د سعودې عرب د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود په داسې حال کې د پاکستان یو ورځنی سفر کړی چې دتیرې څه مودې راپدیخوا د دواړو هیوادونو په اړیکو کې سوړوالی لیدل کیږي.
په پاکستان کې دترکې سفیر احسان مصطفی یرداکل ویلي افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي ځواکونو له وتلو وروسته دکابل پر هوایي ډګر دامنیت ذمه واریو ته د دوام ورکولو په اړه د ترکې او امریکا خبرې اترې روانې دي او په دې اړه څه پریکړه تر اوسه نه ده شوې.
د کرونامرض دپاره د وزیراعظم د ټاسک فورس مشر ډاکټر عطاالرحمن وایي، په هېواد کې د کرونا نوي قسمونه – ډېلټا او ډېلټا پلس – په تندۍ سره د خورېدو وېره ده.
د قامې سلامتیا د پاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف تور لګولی چې لاهور کې تیره میاشت شوې چاودنې منصوبه بندي کوونکی یا ماسټر مائنډ، د هندوستان وگړی دی.
د ګلګت د غیزر ځایي عدالت د پنجشنبې په ورځ د مذهب د سپکاوې په تور کې د دوه نیمو کلونو راهسي دبندي یوې میرمنې دثبوت دنشتوالي له امله دبند څخه دخوشې کولو امر کړی دی.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت د وزیراعظم دپخواني سلاکار سید ذوالفقار بخاري چې ورته زلفې بخارې هم ویلې کیږې، اسرایل ته د سفر په اړه راپورونه بې اساسه او دحقیقت څخه لرې ګرځولي، او وایي اسرایل ته دغه رقم هیڅ سفرونه نه دي شوي.
نور کتل