حزب اختلاف غږ اوچت کړی چې د تندلارو په ضد د هرقسمه پوځي عملیاتو د پیل کېدو نه وړاندې، په کار ده چې پارلېمان هم په اعتماد کې راوستل شي.
د ملګرو ملتونو د ابادۍ د چارو ادارې په پاکستان کې د ځوانانو په بې روزګارۍ اندېښنې څرګندې کړي او وايي هر کال درې میلینه ځوانان د روزګار ترلاسه کولو عمر ته رسيږي، خو ملک یې دغه ځوانانو ته د روزګارونو ورکولو وس طاقت نه لري. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د پاکستان د 68 ارب ډالرو کلني بجټ یوه لویه برخه که د ملک دفاع ته ځانګړې شوې خو نیمایي برخه به یې د لویو قرضونو بېرته ورکولو باندې لګيږي چې د دې لپاره به ټیکسونه هم زیاتوي. څېړونکي وایي د پاکستان ټیکس نظام اصلاحاتو ته اړتیا لري. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د هندوستان د انتخاباتو د نتیجو وروسته په پاکستان کې دا احساس شتون لري چې د مودي د وزیراعظمۍ په دریم دور کې پاکستان سره د هندوستان په اړیکو کې د څه مثبت پرمختګ تمه نه شي کیدی
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین پینځه ورځنی سفر کوي چې پکې به دواړه اړخونه د پاک چین اقتصادي راهدارۍ د پراختیا، سوداګرۍ او پانګونو په اړه خبرې وکړي. څېړونکي وایي د مشرانو تر منځ د خبرو موضوع به د سیپېک پروژه وي چې دواړه هیوادونه يې ډېر مهم ګڼي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد هايي کورټ کې د فرهاد د لا درکۍ په ضد د مدقمې د اوریدنې په مهال د دفاع وزارت چارواکو عدالت ته وویل د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي وېنا ده چې احمد فرهاد ورسره نشته خو عدالت حکم وکړو چې د ایی ایس ایی دغه بیان دې عدالت ته په لیکل شوي شکل کې ورکړی شي
اسلام آباد هايې کورټ د شاعر احمد فرهاد په مقدمه کې په ذاتي توګه د دفاع او داخله سيکرټري طلب کړي دي د وتلی شاعر احمد فرهاد د لادرکۍ پر ضد تیره ورځ اسلام اباد پریس کلب مخې ته شوې مظاهره کې احتجاج کونکو د دوی د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړي.
د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د پاکستان پورونه ۱۲فیصد زیات شوي دي. دا په داسې حال کې چې نړیوال مالیاتې فنډ سره نور پور ترلاسه کولو په اړه خبرې دوام لري. څیړونګې وایي، دا شمېرې د پاکستان د اقتصاد لپاره یوه لویه ننګونه په ګوته کوي. نور تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندی کوي:
د پاکستان د شماریاتو اداره وايي، د هیواد د سوداګرۍ خساره په کلنۍ توګه 180.58 فیصده او د میاشتې په کچه 3.16 فیصده زیاته شوې. څیړونکې وایې پاکستان خپله پر وارداتو تکیه کونکي اقتصاد کې د خسارې کمولو لپاره د هیواد د پیداواري صلاحیت زیاتولو ته اړتیا لري. تفصیل د رابعه پیر په راپور کې.
د پاکستان په ګډون نن په ټوله نړۍ کې د ځمکې ورځ لمانځل کېږي د دې ورځې موخه د چاپېریال ساتنې د ارزښت په ګوته کول دي.
د پټروليم وفاقي وزير ډاکټر مصدق ملک ويلي پاکستان به د ايران د ګيس پائپ لائن منصوبې په اړه د امريکې له بنديزونو نه استثنا غواړي. څیړونکې وايي، پاکستان دا وخت د يادې پروژې د مالې مرستو لپاره د چین په تمه دی خو فکر نه کوي چې له امریکا څخه د دغې پروژې په اړه استثنا ممکنه شي.
نور کتل