لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د "عزم استحکام" عملیاتو اعلان ته د اپوزېشن غبرګون


په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد نویو عملیاتو اعلان، په سیاست والو او څېړونکو کې تاوده بحثونه راپارولي دي.

پس د هغه چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل اېکشن پلان سنټرل اپېکس کمیټې د عملیاتو د پیلولو له لارې د ترهګرۍ ضد قامي کمپاین د بیا فعالولو او بیا ځواکمنولو منظوري ورکړه، او د "عزم استحکام" عملیاتو نوم یې ورکړ، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ په قامي اسمبلې کې په دې اړه تاوده بحثونه وشول.

حزب اختلاف غږ اوچت کړی چې د تندلارو په ضد د هرقسمه پوځي عملیاتو د پیل کېدو نه وړاندې، په کار ده چې پارلېمان هم په اعتماد کې راوستل شي.

خو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې نن په پارلېمان کې خبرې کولې، د اپوزېشن په دې دریځ یې سختې نیوکې وکړې.

د پي ټي آي له ګوند څخه په قامي اسمبلې کې غړی ګوهر خان د اسمبلې نه بهر خبریالانو ته وویل چې دوی غوښتل په دې خبرې وکړي چې پوځ دې د خپلو کاروایو رپوټ پارلېمان ته وړاندې کړي، مګر د پي ټي آی غړو ته د خبرو کولو موقع ورنکړی شوه او په همدې وجه یې بهر خبریالانو ته خپل دریځ روښانه کړ.

ګوهر خان زیاته کړه چې په کار ده د "عزم استحکام" عملیاتو دپاره منصوبې باید د وړاندې نه منظور کړی شي.

دفاع وزیر خواجه آصف تور لګولی چې اپوزېشن ګني "د تشدد سیاست" کول غواړي.

د څېړونکو نظر

څیړونکې واېې د حکومت او عسکري ادارو له اړخه د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم عملیاتو منظورِ ورکړی شوې، خو که چرې په نیشنل ایکشن پلان باندې عمل شوی وو او د ښه او بد طالبانو توپیر نه وای، نو نن به د دغه رنګه پوځې عملیاتو یو ځل بیا ضرورت نه کېدو.

د امنیتي چارو څېړونکی طاهر خان وایي، د ترهګرۍ ضد عملیات څه نوې خبره نده، خو نومونه یې بدلیږي رابدلېږي. طاهر خان وي او اې ډیوه ته وویل: "د ترهګرو ضد عملیات د وړاندې هم روان وو او اوس ممکن ده چې په پاکستان کې چې کوم امنیتي حالات پیدا شوي، د پاکستان سیاسې او پوځې مشرتابه به په یو نوي نوم باندې عملیات پیل کړې."

یو بل خبریال او څېړونکی، حق نواز خان د پاکستان د پوځ د پخوانیو عملیاتو یادونه کوي او وایي: "په پاکستان کې دغه رنګه پالیسیانې جوړې شي خو پر دې عمل هغه رنګه نه کیږې. که چرې پر نیشنل ایکشن پلان باندې عمل شوی و، او د ښه او بدو طالبانو تر منځ توپیر نه وو، نو به د دغه رنګه پوځې عملیاتو ضرورت نه وای."

یاده دې وي چې یوه ورځ وړاندې، په پلازمينه اسلام اباد کې د پاکستان او چين د مشورتي ميکانيزم په نوم يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ګاونډي هېواد چين د بهرنيو چارو وزير ليو جيان چاو ويلي وو چې په پاکستان کې د چين پانګونه په داخلي ثبات او ښه امنيت سره تړلې دې.

څیړونکې واېې د ترهګرې زیاتیدل د چین د سرمایه کارۍ په عمل اغیز لرلی شي. خو پاکستان دا وخت په کور کې دننه هم سیاسې غیر استحکام سره مخ دی.

طاهر خان وایي: "په پاکستان کې د چین یو فیکټر د دې پریکړې سبب کیدای شې ځکه چې د مارچ په ۲۶مه په خیبر پښتونخوا کې پر چینایانو برید د پاکستان د چین د سرمایه کارۍ، او اړیکو لپاره یو لوی زیان دی."

طاهر خان زیاتوي چې اوس به وکتلی شي مخالف ګوندونه به په پاکستان کې پر دغه معامله یو ځاېې شې او که نه؟

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG