د پاکستان مرکزي بینک وایي، د روان مالي کال په 11 میاشتو کی بهرنۍ پانګې 21% کمې شوي. اقتصاد پوهان وایي، د ملک د زرمبادله ذخیره کمه ده او حکومت د درامدي بېل د پوره کولو دپاره سرکاري اثاثو خرڅولو ته اړ شوی چې د کارپوهانو په وينا حکومت ځانته لنډه او اسانه لار کتلې. تفصيل د رياض حسين په رپوټ کې
په مردان کاټلنګ سیمه کې د تاریخي او کلتوري لوبې موخې( تیر اندازۍ) سیالۍ شوي. په دې سیالیو کې د خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبی 21 لوبډلو برخه اخېستې او د کاټلنګ شموزو لوبډلو پکې په لومړي او دویم نمبر راغلي او د صوابۍ لوبډلې پکې دریم ځای ترلاسه کړی. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.
پاکستان کې تنخادار او پنشن اخستونکي وايي، په بجټ کې په تنخاګانو او پنشن کې شوې اضافه ډېره کمه ده دا اضافه په ملک کې د ګرانۍ په حساب پکار وه.
په پاکستان کې سرکاري مرکزي ملازمینو حکومتی 35% اضافه رد کړې او ویلي یې دي چې ګرانی 200% زیاته شوې او حکومت د ګرانۍ په حساب تنخا ګانی نه دی زیاتې کړي. حکومت په قامی بجټ کی تنخا د 30 نه تر 35% او پېنشن کی 17% اضافه کړې. نور تفصیل د ریاض حسین او ارشد مهمند په رپوړټ کې
د پاکستان مرکزي حکومت قامي بجټ وړاندې کوي خو ځايي خلک اندېښنه څرګندوي چې ګراني به راکمه نه شي. دوی وايي، له دې وړاندې هم حکومتي بجټ کې ولس ته څه ګټه نه ده ترلاسه شوې او باید چی حکومت ګراني کمه کړي او د ولس ژوند اسان کړي. ریاض حسین
د پاکستان حکومت په نهم جون د راتلونکي مالي کال بجټ وړاندې کوي خو اقتصاد پوهان وایې راتلونکی کال پاکستان ته د قرضو واپس کولو او حکومتي خرچو لپاره ۳۵ ارب ډالره پکار دي. پاکستان دا وخت د سختو مالي چېلنجونو سره مخ دی او د آي اېم اېف سره یې د قرض پروګرام بحال شوی نه دی. نور حال د ریاض حسېن په رپورټ کې
په مردان کې په تحقيقاتي جرنلزم او بنيادي حقونو ورکشاپ شوی د تحقیقاتی صحافت په اړه په خبريالانو او ټولنه کې د پوهې راوستلو دپاره دوه ورځنی ورکشاپ په مردان ښار کې سر ته ورسېد چې ګڼ شمېر خبريالانو او په سوشل ميډيا کارنکو پکې برخه واخېستله.
سزاوار شوی تن د کال 2017 د فرورۍ په میاشت کې د توهين رسالت يا مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی وو، په هغه جوړه مقدمه کې ویل شوي وو، عرفان نومې تن په جومات کې په لاوډ سپيکر د نبوت يا پېغمبرۍ دعوه کړې وه.
په پاکستان کی روانې اقتصادي او سیاسي بی باورۍ سوداګر او اقتصاد پوهان اندیښمن کړي. دوی وایې، په ملک کی له وړاندی څخه د ګرانۍ او زیاتو ټيکسونو له امله کاروبار په تاوان کی روان دی او که سیاسی بی ثباتي او اقتصادي بې باوري دوام وکړي نو دا به کاروبارونه نور هم تاواني او بې روزګاري زیاته کړي.
د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې د ډالر بيه 306 روپو ته رسېدلې او د پاکستان مرکزي بېنک وايي، په انټربېنک مارکيټ د ډالر بیه 278 روپۍ ده، خو په پرانستي مارکيټ کې ډالر 306 روپو ته رسېدلی دی.
د پاکستان د مرکزي حکومت د ټېکسونو ادارې [اېف بي ار] د بهر څخه راغوښتونکو ګاډو باندې رېګولېټري ډيوټي يا ماليه ختمه کړې خو اخستونکي او د ګاډو کاروباريان وايي، د مارچ په اخره کې دغه اعلان شوی خو تراوسه ګاډي نه دي ارزان شوي.
د طارق علي په نامه یو لوستی ځوان وايي، پخوا به خلکو یوازې د شوق لپاره مرغان ساتل خو اوس یې کاروبار هم کوي. دی وايي، د کورونو دننه د مرغیو، طوطیانو او چرګانو ساتل یو ګټور کار دی. تفصیل د ریاض حسین په راپور کې.
سټېټ بنک اف پاکستان: د پاکستان قرضه نوره زیاته شوې د پاکستان مرکزي بېنک وايي، ملکي قرضه نوره په بره تلې او دا وخت د پور حجم د 57 ټريلين روپو نه زيات دی.
د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] ویلي، د تېر کال 2022م د مارچ راهسې د روان کال د مارچ د میاشتې پورې د پاکستان په قرضونو/ پورونو کې 32.8 فيصده اضافه شوې او په ملک ټولې قرضې د 43000 اربه روپو نه 57000 اربه روپو نه سېوا شوي دي. د ايي اېم اېف ترمخه د پاکستان په بهرنيو قرضو کې 30 فيصده يواځې د چين دي.
ديني پوهان عالمان وايي، پاکستانۍ ټولنه کې يواځې په مذهبي معاملاتو کې د تشدد پېښې نه کيږي دا يوه مجموعي مسله ده، پاکستان کې دا قومي مزاج جوړ شوی دی چې په واقعاتو تشدد کيږي. خو په داسې مسلو کې احتياط او قانون په لاس کې اخستل نه دي پکار.
د پاکستان د شماریاتو اداره وایي، په اپرېل کې ګراني 36.4% ته زیاته شوې. ځايي اوسېدونکي وایي، د ګرانۍ له امله مزدوري کمه شوې او نه شي کولی د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د پاکستان مرکزي سټېټ بینک وایي پاکستان ته د اوسپنې واردات [درامدات] د 50 فيصدو نه زیات کم شوي او په خېبر پښتونخوا کی سوداګر وايي د خام مال د درامداتو د نشتوالی له وجې یې د اوسپنې 95 فيصده نه زيات کاروبارونه بند شوي او د اوسپنې په کارخانوکې د 70 فيصدو نه زیات کارکوونکي بېروزګاره شوي دي.
د پاکستان اقتصادي رابطه کمېټۍ په ټول ملک کی د دوايانو بيې تر 20% زیاتولو منظوري ورکړې کاروباريان وایې، له وړاندی نه د دوایانو ګرانو بيو کاروبارونه اغیزمن کړي او د خلکو ژوند يې د مشکلاتو سره مخ کړی.
نور کتل