که څه هم اخترونو ته هر کس نوې جامې او پیزار اخلي خو ګرانۍ د ډېرو کورنیو لپاره د نویو جامو د اخېستلو وس کم کړی له ګرانۍ سره سره د اختر په دې ورځو کې په ګڼ شمېر خلک پېښور صدر بازار ته د سودا اخېستلو لپاره ورځي. سعدیه قاسم شاه او هاشم علي پرې یو راپور تیار کړی.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ښځو او اقلیتونو لپاره په مخصوصو چوکو د نمایندګۍ نه بغیر د اسمبلۍ ایوان نیمګړی دی. بل پلو دا وخت حکومتي او د حکومت مخالف ګوندونه په مخصوصو سیټونو دعوې کوي. په صوبايي اسمبلۍ کې د ښځو د سیټونو په سر د شخړې به څه اثرات وي؟ په دې اړه تفصیل سعدیه قاسم شاه وړاندې کوي.
افراسیاب خټک د سپریم کورټ د دې پرېکړې په اړه چې ذوالفقار بټو ته یې د مرګ سزا ورکول منصفانه نه دي بللي ویلي، چې دوی هغه وخت هم دا نظر درلود په دې عدالتی پریکړې او د نني ارزښت په اړه یې پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د ډیوې له خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په مرکه کې خپل نظر داسې څرګند کړی.
د خیبرپښتونخوا د کلیوالو سیمو ښځې او پېغلې وايي، دوی د خپل تولیدي صحت پورې تړلو مسلو په اړه له خپلې کورنۍ سره هم خبرې نه شي کولای ځینې دغه مېرمنې وايي، دوی د خپل میاشتني عادت په اړه هم له کورنۍ سره خبرې نشي کولی ځکه دا شرم بلل کېږي.
په خیبر مېډېکل کالج پېښور کې د کتابونو میله جوړه شوې خو اکثره زده کونکي وايي، د کتاب لوستلو شوق یې بلکل ختم شوی، دلیل یې څه دی؟ د اسلامی جمعیت طلباء نومی د ځوانانو تنظیم هر کال د خیبر فیسټ په نوم د کتابونو میله کوی او خیبر میډیکل کالج پيښور کې په وروستیو کې دا ۵۰ پنځوسمه کتابی میله وه.
په پاکستان کې د انتخاباتو په رانېږدې کېدو سره کاندیدانو خپلو کمپاینونو ته زور ورکړی او کور په کور ګرځي خو ځوانان به چاته رایه ورکوي؟ د ډیوې خبریاله سعدیه قاسم شاه له یو شمېر ځوانانو پوښتلي.
د اتمې فرورۍ په عامو انتخاباتو کې ګډون کونکې ښځې امیدوارانې پیښور کې کور په کور کمپاین کوي له دوی څخه داسې امیدوارانې هم شته چې په لومړي ځل په انتخاباتو کې نېغ په نېغه په جنرل سیټ د مقابلې موقعه په لاس ورغلې ده.
په پېښور کې په تېرو شلو کالو کې په شپاړش سنېماګانو کې لس یا تړل شوي او يا په نورو تجارتونو بدلې شوې دي. مردان، سوات او کوټه کې هم یو شمېر سنېماګانې تړلې شوې دي
د شهید بینظیر بټو پوهنتون شرینګل څه زده کونکي د موسیقۍ، سندرو او ټپو ويلو شوق لري او اکثر چې کلاس يې ختم شی نو سندرې او ټپې یو بل ته اوروي
د خیبر پښتونخوا د کلیوالو سیمو ځوانان وايي نه یوازې جینکۍ بلکه هلکان هم د ټولنیزو صنفی رویو او بندیزونو ښکار دی دوي په خپله خوښه ژوند او فیصلې نه شی کولې تر دې چې که لوی ویښته یې خوښ وي یا څه جدید طرز کې ویښته کټ کړی نو په دې یې مشران هم پر صنفی، کلتوری او مذهبی بنیاد اعتراضات کوی.
پښتون شاعر او ادیب استاد بخت زاده دانش وايي، له پاکستانه په دې ډول د افغان کډوالو ویستلو دردولی او ورسره شوی ناسم چلند په کلکه غندي ښاغلي دانش د ډیوې له خبریالې سعدیه قاسم شاه سره په یوې مرکه کې خپل احساسات داسې شریک کړي.
د پاکستان حکومت له ملک نه د قانوني اسنادو نه لرونکو غیر ملکیانو پرضد د ګامونو له اخېستلو وروسته افغان کډوالو د ځورونو له وېرې افغانستان ته د ستنېدو لړۍ چټکه کړې په دغه بهیر کې ښځې او ماشومان له څومره ستونزو سره مخ دي؟ د ډیوې خبریالې سعدیه قاسم شاه له یو شمېر افغان کډوالو سره خبرې کړي.
نور کتل