په اسلام اباد کې د وي او ای خبریالې عایشه تنظیم سره مرکه کې د پاکستان صدر دا هم وویل چې افغانستان نه د امريکايي ځواکونو د انخلا وروسته که چېرې امریکې د پاکستان نه د ډرون جهازونو دپاره د اډو غوښتنه وکړه نو پاکستان به یې ور نکړي
د مارچ په شپږمه نېټه تعلیمي اداروه ته لیکل شوی د تعلیم وزارت دغه مکتوب د شورو، چهارشنبې، په ورځ پس له هغې مخې ته راغلو چې تصویر یې په سوشل میډیا خپور کړی شو
د ولایتي حکومت ترجمان نیک محمد ویلي د رېګستان ولسوالۍ زرنداب کلی د طالبانو د ولکې د لاندې دی چې له امله یې په امدادي کار کې خڼدان راولاړېږي
د سېنټ د یو شمېر غړو په قول د کال ۲۰۱۸ د اګست په میاشت کې د بې درکه کسانو د کمېشن مشر پخواني جج جاوېد اقبال د سېنټ د انساني حقونو کمېټۍ ته وویل چې د پوځ ۱۵۳ افسران د خلکو د بې درکه کېدو ذمه وار موندل شوي دي
د مذاکراتو د دغې کړنلارې له مخې، د افغانستان د دولت او د طالبانو مذاکراتي ټیمونه په دې سره سلا شوي دي چې که په شرعي مسایلو کې د دوی ترمنځ اختلاف راپیدا کیږي، هغه به د دواړو ټیمونو مشترک هېئت فیصله کوي.
هم د اتوار، يکشنبې، په ورځ د افغان صدر رابللي جرګې فیصله وکړه چې پاتې ۴۰۰ طالب قیدیان دې ازاد کړی شي
د ویډیو ګیمونو صنعت په نړۍ کې نژدې ۲.۵ بیلینه خلک کاروي او د کرونا وبا د لاسه د ویډیو ګیمونو اخستل او کارول نور هم لوړ شوي.
پنځو واړو ملکونو د اتوار، یکشنبې، په ورځ په یو مشترکه بیان کې وویل د ټولو فریقېنو حوصله افزايي کوي چې په راتلونکو ورځو او هفتو کې په افغانستان کې د مستقل امن ترلاسه کولو دپاره بغیر د څه ځنډ بېن الافغاني مذاکرات شروع کړي
په عین حال کې د افغانستان په بلخ ولایت کې مامورینو وویل د خالي، شنبې، په ورځ په شولګره ولسوالۍ کې د طالبانو په حمله کې د ځايي امنیتي ځواکونو نهه کسان وژل شوي او اووه نور یې زخمیان کړي دي
د اسلام اباد نه د وي او ای د انګریزۍ څانګې خبریالې عایشه تنظیم په خبر رپورټ کې لیکلي چې افغانستان ته د مایک پامپېیو د تګ مقصد د افغان صدر اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلاف هوارول وو
د پاکستان انسټېټېیوټ اف لېجسلېټیو ډوېلپمنټ اېنډ ټرانسپېرنسي نومې ادارې مشر او قانون پوهه احمد بلال محبوب وايي د تیر څه وخت راهسې د پاکستان د پوځ او سول (سیاسي) حکومت په تعلق کې بدلون را روان دی خو "دا فیصله به په دې مساوات (تعلق) کې سوېلینز (سیاسي مشران) مظبوط کړي."
سیگار وايي د مخالفینو د حملو په ضد افغان امنیتي ځواکونو هم خپل ځمکني او هوايي عملیات زیات کړې دي او د کال ٢٠١٠ نه وروسته سږ کال په لومړي ځل د سپټمبر په میاشت کې د ترټولو زیات بمونه استعمال کړې دي چې شمیره یې ٩۴٨ ده
افغان حکومت په قطر کې د طالبانو سره د خبرو دپاره د ٢٥٠ کسانو فهرست تیار کړی و خو د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد وویل دغه پلاوی د مذاکراتو دپاره نه د واده دستورې دپاره زیات مناسب دی
افغان نژاد زلمي خلیلزاد چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازی دی، د طالبانو سره په خبرو کې د امریکايي پلاوي مشري کوي. په قطر کې د مذاکراتو د موجوده دور شروع کېدو نه وړاندې یې د یو شمیر هغو هېوادونو سفرونه کړې دي چې په افغانستان کې په څه نه څه شکل کې مفادات لري
رچرډ اولسن په ماسکو کې د افغانستان په موضوع دا هفته شوي غونډې په اړه خبرې کولې. په دغه غونډې کې د طالب استازو ترڅنگ تر ٥٠ پورې مخه ورو افغانانو او د مدني ټولنې غړو برخه واخیسته چې پکې د پخوانی صدر حامد کرزي هم و خو په ناسته کې د افغان حکومت استازي موجود نه وو
واشنگټن دا الزامات ردوي او وايي دا "تشې گنگوسې" دي. امریکا وايي په ننگرهار کې یې د داعش پرضد بې رحمه هوايي بمباري کړې ده. د داعش خلاف په عملیاتو کې امریکايي عسکر هم د افغان ځواکونو سره څنگ په څنگ برخه اخلي
په تیرو ١٠ کلونو کې په ځانمرگي بم چاودنو او په هدفي وژنو کې د هزاره ټولنې د سلگونو په شمیره کې غړي وژل شوي دي او گڼ شمیر داسې کسان شته چې مرگ یې ډیر د نژدې نه لیدلی خو بچ پاتې شوي دي
نور کتل