څېړونکي وايي په افغانستان کې د بشري حقونو خوندي کولو او يو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د ټرايکا پلس غونډې په څېر د علاقايي او يورپي ملکونو لخوا جوړ کړل شويو نورو تنظيمونوغونډې کول هم مهم دي.
څېړونکي وايي د پاکستان دحکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د مذاکراتو عمل د افغان طالبانو حقاني شبکې لخوا ځکه ترسره کېږي چې د اسلام اباد د ې شبکې سره د وړاندې نه ښې اړيکې دي او بلخوا حقاني نټ ورک هم په ټي ټي پي واضحه اثر رسوخ لري.
په کابل کې مېشت د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د بشري حقونو لپاره د کار کوونکو ژوند د يو لوی ګواښ سره مخامخ دی او د مجبورۍ له امله په کورونو ناست دغه خلک د سختو مالي ستونزو سره مخامخ دي
په پاکستان کې څېړونکي وايي داعش خراسان د افغانستان ترڅنګ د ګاونډي هېوادونو لپاره هم يو لوی ګواښ دی۔
پېښور هايي کورټ په خېبر پښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو په مهال دنېبرهوډ او ويلج کونسل انتخابات په غېر جماعتي او غېر سياسي بنيادونو کول د ايين پرضد ګرځولي او اليکشن کمیشن ته يې امر چې دغه انتخابات دې د سياسي ګوندونو په اساس وکړل شي.
د ژورنلستانو پرضد جرمونو کې ککړو کسانو ته داستثنا نه ورکولو لپاره هر کال په 2م نومبر نړېواله ورځ لمانځل کېږي خو په افغانستان کې خبريالان وايي چې په تېرو شلو کلونو کې د ژورنالستانو پرضد شويو جرمونو کې ککړو تنانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
د فریډم نېټ ورک په رپورټ د پاکستان حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مامورین په مطبوعاتو د فشار خبره ردوي او خپله وزیراعظم عمران خان ویلي چې په پاکستان کې مطبوعاتو د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري
په کابل کې مېشت خبریال غلام جيلاني ځواک وي او ای ډيوه ته وايي د امريکا لخوا دغه بشري مرستې خو به د څه وخت لپاره د ځينو خلکو مشکل اسان کړي خو د هېواد اقتصاد ته وده نه شي ورکولی کوم چې د ځايي اولس معاشي حالت او ټولنیز ژوند ښه کولو لپاره مهم دی۔
څيړونکي وايي که چرته د طالبانو د کمزوري حکومت له امله داعش او القاعده په افغانستان کې پياوړي کيږي نو د امريکا او لويديځ په پرتله زياتې اغېزې به يې د افغانستان په ګاونډي هيوادونو وي.
د خېبرپښتونخوا د شاتو کاروبار کوونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان د شاتو صنعت د تاوان سره مخ شوی دی۔
د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له استعفا ورکولو وروسته امريکايي مطبوعاتي ادارې سي بي اېس سره په مرکه کې ويلي د حکومت پريښودو يې يو علت دا هم دی چې د زمکنيو حالاتو برعکس په امريکا کې بحثونه کیدل۔
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وايي، د دغې پروګرام له مخې به روزانه حساب سره هر يو تن ته د کار په سر لس کېلو غنم ورکړل کېږي او دې سره به 40 زره تنانو لپاره د روزګار زمينه برابره شي
پاکستان کې داقتصادي چارو او د ډيجيټل کرنسۍ ماهرين وايي کرپټو کرنسي د عام اولس معاشي حالت ښه کولو لپاره قانوني ګرځول ډېر مهم دي۔
پاکستاني صنعتکاران او داقتصادي چارو پوهان وايي په افغانستان کې دطالبانو حکومت په رسمي ډول دپېژندلو وروسته به دپاکستان او منځنۍ اسيا ترمنځه په شوؤ بېلا بیلو تړونونو عمل کول زيات اسان شي.
د بشري حقونو لپاره کارکوونکي د ملاله يوسفزۍ لخوا طالبانو نه دجینکو د مکتبونو دخلاصولو دغوښتنې ستاینه کوي او وايي که چېري د جونو تعليم نور هم د ځنډ ښکار کېږي نو دې سره د جينکو په مستقبل بدې اغېزې کیږي اؤ ټولنیز ژوند هم ورسره داغېزو لاندې راتلی شي.
د خبريالانو په وېنا په افغانستان کې که يو خوا ګڼ شمېر ښځينه خبريالانې د ډول ډول ګواښونو د لاسه په کورونو ناستې دي نو بلخوا د ځينو رسنيو مالي سرچينو د وچېدو سره سړي کارمندان هم له تنخوا څخه محرومه دي او معاشي وضعيت يې ورځ تر بلی خرابېږي
په پاکستان کې څېړونکي وايي د افغانستان په کندوز او بيا په کندهار ولایتونو کې د داعش واسله والې ډلې لخوا د اهل تشيع پر جوماتونو پرله پسې بریدونه دا ښايي چې دغه تندروه ډله د افغانستان ننګرهار او کونړ پورې محدوده نه ده بلکې توان لري چې د هېواد په هره برخه کې خپل فعاليتونه ترسره کړي.
په پاکستان کې تاجران وايي د مغربي ملکونو په پرتله د ټي ايي ار لاندې د منځنۍ اېشيا سره تجارت د پاکستان لپاره زيات ګټور دی خو په دې لړ کې یو شمېر خڼدان موجود دي او دا تړون په مکمله توګه عملي شوی هم نه دی
نور کتل