پاکستان
د پاکستان تجارتي سامان وړونکی لومړی ټرک د ایران په لار ترکي ته رسېدلی
د تجارت لپاره د پاکستان وزير اعظم عمران خان صلاحکار عبدالرزاق داود په ټويټر ويلي چې د سړک د لارې په نړيواله کچه د ازاد تجارت يا د انټرنېشنل روډ ټرانسپورټ تړون دلاندې د پاکستان څخه د سامان لومړی ټرک د ايران د لارې ترکي ته رسېدلی دی۔
په پاکستان کې تاجران وايي د مغربي ملکونو په پرتله د ټي ايي ار لاندې د منځنۍ اېشيا سره تجارت د پاکستان لپاره زيات ګټور دی خو په دې لړ کې یو شمېر خڼدان موجود دي او دا تړون په مکمله توګه عملي شوی هم نه دی۔
تاجران وايي چې ترکومه پورې چې ټي ايي ار د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اېشيا ملکونو ترمنځه په صحېح توګه نه وي عملي کړل شوې نو سودا ګر ترې په مکمله توګه ګټه نه شي پورته کولی۔
د سړک د لارې په نړيواله کچه ازاد تجارت يا د انټرنېشنل روډ ټراننسپورټ معاهدې په حقله کار پوهان وايي د دې تړون ترمخه تجارتي مالونه په کم وخت کې د يو هېواد نه بل هېواد ته رسېږي۔
پوهان وايي د دې تړون نه په مکمله توګه د ګټې پورته کولو دپاره ضروري ده چې په دې په مکمله توګه عمل وشي.
وايس اف امريکا ډيوه سره د خبرو په مهال په پېښور کې مېشت صنعتکار زاهد الله شينواري وېنا وه:" په دې کې لويي مشکلات خو دا دي چې سکيورټي چېکنګ کېږي، مختلفو ځايونو کې په دې محصولات دي، دې علاوه بندېزونه دي، د وزن مشکل دې پکې خو په ټي ايي ارکې بيا يو قسم بندېز ته نه شې لګولی، په دې پاکستان خو دستخط کړی دی خو افغانستان دستخط نه دې کړی، ايران او ترکي هم دستخط کړی دی خو معاهده يې کړې او عملي کوي يې نه"
نوموړي زياته کړه پاکستان کولی شي چې د دې ټرون لاندې يو شمېر هغه شيان منځنۍ اېشيا ته په کم وخت کې واستوي د کومو له پاره چې په دغه هېوادونو کې پراخه مارکېټ شتون لري۔
" پاکستان نه به روژې تللې، کپړه لېږلی کېږي، د دې لارې نه تيارې جامې هم لېږلی کېږي، د معدنياتو هلته مارکيټ دی، هلته نه پاکستان ته د پلاسټک خام مال شو، پاکستان کې د کاټن پېدار کم شوې نو هلته نه د کپړو تار او کاټن راځي، تازه او وچې مېوې هم هلته نه راځي"
ماهرين وايي انټرنشنل روډ ټرانسپورټ يا د سړک د لارې په نړيواله کچه د ازاد تجارت کولو دغه تړون په کال 1975 کې شوې او په مغربي دنيا کې د دې ترمخه کاميابۍ سره تجارت دوام لري۔
د منځني اېشيا سره تجارت کوونکې د پېښور سودا ګر سېد محمد وايي د يورپي ملکونو او امريکا سره تجارت په پرتله د منځنۍ اېشيا سره تجار کول د پاکستان له پاره ګټه ور دي۔
دی وايي د غوره تجارت لپاره د ټي ايي ار ترڅنګ د پاکستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځه ځانګړې معاهده هم مهم دي ځکه چي د ټي ايي ار لاندې په مالونو وړولو زياته خرچه راځي۔
" پاکستان، افغانستان او تاجکستان، د دې درې ملکونو معاهده کې مونږه ته به ټرانزټ لار راکوي افغانستان، خو هغوي ( افغانستان) مونږه ته دغه نه راکوي ځکه چې تېر د افغانستان حکومت به دا ويل چې مونږه ته د واګه لار راکړې، اګر چې د هغوي خبره سمه نه وه مونږه هغوی ته ټرانزټ چې کوم اګريمنټ دې زمونږ په کراچۍ هغوی ته اجازت ورکړی وو د ټولی دنيا نه، نو د ټه ايي ار زه مخالفت نه کوم خو زه دا وايم چې دې کې لګه غوندې مسله ده د دې صرف او صرف لاجسټک خرچه يې سېوا ده"
زاهد الله شينواري وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه دولس کاله وړاندې دوه اړخيزه تجارت دوه نيم اربه ډالرو څخه سېوا و خو موجوده وخت کې د تجارت حجم د يو ارب ډالرو نه هم کم شوی دی۔
هغه زياته کړه د منځنۍ اېشيا سره د پاکستان خوا وشا 600 ميلينه ډالره تجارت کېږي کوم چې ډير کم دی۔
See all News Updates of the Day
د دریوؤ تازه پېښو راڅرګندېدو سره سږکال پاکستان کې د پولیو د پېښو شمېره 55 ته ورسېده
په پاکستان کې د پولیو وایرس په چټکتیا سره له قابو اوځي اؤ د صحت محکمې چارواکي وایي چې د بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا څخه د پولیو درې نورې تازه پېښې مخې ته راغلي چې دې سره د روان کال په اوږدو کې پاکستان کې د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 55 ته رسېدلې ده.
پاکستاني رسنیو د اتوار یا یکشنبې په ورځ د صحت محکمې د سرچېنو له خولې ویلي چې د پولیو دې تازه پېښو کې یوه پېښه د بلوچستان د ژوب بله د جعفر اباد اؤ دریمه د خېبر پښتونخوا څخه مخې ته راغلې ده.
په بلوچستان کې سږکال تر دې مهاله د پولیو تر ټولو زیاتې 26 اؤ په خېبر پښتونخوا کې 14پېښې مخې ته راغلې دي.
همدا شان په سیند صوبه کې 13 اؤ په اسلام اباد اؤ پنجاب کې یو، یو ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې شوې دي.
په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ په ضد د تيرو ديرشو کلونو راهيسې مبارزه روانه ده خو پاکستان لا تر اوسه د دې ناوړه وايرس په ختمولو کې نه دی بريالی شوی.
پاکستان کې د 28م نومبر څخه د اکتوبر تر دريمې نيټې پورې د ټول هيواد په کچه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو مهم سرته رسېدلی او دغه کمپاين کې د خيبر پښتونخوا اورکزئ ، کوهاټ او شمالي وزیرستان کې په پوليو ټيمونو یو شمیر بريدونه شوي دي.
څيړونکی وايي وړاندې نه ترهګرۍ ځپلې صوبه خېبر پښتونخوا کې نه يواځې په پوليو ډلو بريدونه بلکې د ځينې خلکو لخوا په حکومت او په ویکسینو بې باورې هم د پولیو د مخنیوي مخې ته لوي خنډ دی .
پاکستان کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي د هيواد 76 ضلعي په پولیو وايرسو ککړې شوي دي .
د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او ) پاکستان کې د پوليو د پېښو په زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.
په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.
د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ډکی حملې کړې دي چې پکې په سلګونو پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي فعالان وژل شوي دي.
کورمه کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي او 300 کورنۍ کډه شوي
د پښتونخوا نارامه سیمې کورمې نه رار سېدلي رپوټونه وايي چې په فرقه ايزه نښتو کې تر اوسه د 60 نه زیات کسان وژل شوي، 300 کورنۍ کډه شوي او تر 1000 پورې کورونه او دوکانونه سوځول شوي دي.
پاکستاني رسنۍ او د فرانس پرس خبري اژانس په رپورټ کې ویل شوي چې په تازه نښتو کې نور 32 کسان وژل شوي اؤ د ځایي چارواکو وینا ده چې حالت په چټکتیا سره له قابو اوځي.
په کورمه کې اوسنۍ بد امني د جمعې په ورځ د شیعه مسلمانانو د ګاډو په قافله باندې د برید وروسته زیاته شوې ده. کورمه کې لږه کي شیعه مسلمانان د پېړیو راسې د اکثریتي سني مسلمانانو سره ګډ ژوند کوي خو د څو لسیزو راسې یاده سیمه کې فرقه ایز تشدد په یو یا بل شکل کې سر پورته کوي.
د شنبې یا خالي په ورځ یو حکومتي پلاوی هم په حالاتو د قابو موندلو په موخه کورمې ته رسیدلي خو مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په هغه هیلي کاپټر هم سیمه کې ډزې شوي چې دغه لوړ پوړی حکومتي پلاوی پکې کورمې ته روان ؤ.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي په سرکاري هیلي کاپټر شوؤ ډزو باندې اندېښنه ښکاره کړې اؤ دا یې یوه افسوسناکه پېښه بللې ده.
خو کورمې ته تللي د حکومتي وفد مشر اؤ د خېبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم بیا جیو نیوز رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې په هیلي کاپټر ډزې نه دي شوي اؤ دوي په خیر اؤ عافیت سره کورمې ته رسېدلي دي.
د پښتونخوا حکومتي ویاند بیرسټر سیف چې د خالي-شنبې په ورځ د نورو لوړ پوړو حکومتي، امنیتي اؤ انتظامیي چارواکو سره کورمې ته رسیدلی، وایي دوي هڅې کوي چې سیمه کې پیدا شوی تاو تریخوالی په خوش اسلوبۍ سره له مینځه یوسي.
پخپل یو بیان کې بېرسټر سیف ویلي چې د حکومت وړومبۍ ترجیح داده چې د فریقینو تر منځ اوربند وکړي اؤ په سیمه کې دایمي امن ټینګ کړي.
هغه وایي د پښتونخوا صوبې د وزیراعلا علي امین ګنډا پور په لارښوونه حکومتي پلاوي د خالي په ورځ د شیعه ټولنې د مشرانو سره لیدلي اؤ د ستونزو د حل په اړه یې ورسره ګټورې خبرې اترې کړې دي.
هغه ویلي تر دې وروسته به اوس حکومتي پلاوی د سنيانو یا اهل سنت د مشرانو سره ویني اؤ هڅه به یې وي چې ټولې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.
مخې ته راغلي معلومات ښیي چې کورمه کې د زیارت د ورځې نه د شیعه ګانو اؤ سنیانو تر منځ پېل شوؤ نښتو کې تر اوسه له ۷۰ زیات کسان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.
فرانس پرس خبري اژانس وایي د ډیورنډ کرښې ته څیرمه د پښتونخوا په غرنيو سیمو کې په وروستیو څو میاشتو کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په پرله پسې نښتو کې شاوخوا 150 کسان وژل شوي دي.
د سیمې یو لوړ پوړي چارواکي فرانس پرس ته ویلي "قابو 300 کورنۍ له نن سهار راهیسې د ځان د خوندیتوب لپاره هنګو او پیښور ته روانې شوې دي."
هغه زیاته کړه چې په کرمه کې یو شمېر نورې کورنۍ هم د خپلو کورونو د پریښودو لپاره تیاری نیسي.
د چارواکو په وینا د تازه نښتو دا لړۍ دوه ورځې وروسته له هغې پیل شوې چې په کرمه کې د شیعه مسلمانانو پر دوه جلا کاروانونو باندې د وسلهوالو په برید کې 43 کسان ووژل شول او 11 ټپیان شول.
د چارواکو په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی. په دې سیمه کې په وروستیو څو کلونو کې د فرقهیي نښتو له امله سلګونه کسان وژل شوي دي.
په کرمه کې یو ځايي چارواکي فرانس پرس ته وویل چې په دغو نښتو کې 317دوکانونه او څه د باندې 200 کورونه هم ویجاړ شوي دي.
تېره میاشت هم په کرمه کې د فرقهيي نښتو له کبله د درېوؤ ښځو او دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه 16 کسان وژل شوي وؤ.
همداشان په جون او سپتمبر میاشتو کې هم په دې سیمه کې په ورته نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي وؤ.
د پاکستان د بشري حقونو د کمیسیون د معلوماتو په اساس د روان کال د جولای له نیمايي څخه تر اکتوبر میاشتې پورې 79 کسان په فرقهيي نښتو کې وژل شوي دي.
دغه کمېسیون له پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې په سیمه کې د فرقهيي نښتو د زیاتوالي مخنیوي ته "بیړنۍ پام" وکړي او خبرداری یې ورکړ چې دا مهال وضعیت "د بشري ناورین" تر کچې رسېدلی دی.
د تحریک انصاف د احتجاج په مهال پاکستان کې سړکونه، د موبایل فون او انټرنیټ خدمات تړل شوي
نن په ۲۴م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج لپاره د پاکستان د بیلابیلو برخو نه د تحریک انصاف قافلې روانې شوې دي خو حکومت د وړاندې څخه اعلان کړی دی چې په هیڅ حال کې به اسلام اباد کې د احتجاج اجازه نه ورکوي .
حکومت د احتجاج نه مخکې د ملک د بیلابیلو برخو نه اسلام اباد ته غځېدلي سړکونه په کنټینرونو تړلي اؤ هم یې په سړکونو کې غټ غټ خندقونه کنستلي دي.
د پي ټي آي د احتجاج په مهال د ملک بیلابیلو برخو کې د موبایل فون اؤ انټرنیټ خدمات هم تړل شوي، په پېښور کې د بسونو اډې تړل شوي، اسلام اباد کې هاسټلونه د طالبعلمانو څخه خالي کړل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د سړکونو اؤ لارو په بندولو اؤ د هاسټلونو په تړلو اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ دا یې د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د پاکستان تحریک انصاف بندي مشر عمران خان د خپل ګوند په پلویانو غږ کړی چې په ۲۴م اکتوبر باید ټول ځانونه اسلام اباد ته ورسوي اؤ هلته د حکومت په ضد احتجاج پیل کړي.
تحریک انصاف ګوند درې مهمې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي چې په هغې کې یوه غوښتنه د عمران خان په شمول ددغه ګوند د ټولو بندي مشرانو د خوشې کولو، دویمه د ۲۶م اییني ترمیم د ختمولو اؤ دریمه په الیکشن کې د شوؤ درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمیشن جوړولو ده.
د احتحاج نه مخکې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته ویلي چې اسلام اباد هایکورټ امر کړی چې اسلام اباد کې به هیڅ قسمه احتجاج یا غونډه نه شي کولی نو ځکه به دوي چاته اجازه ورنه کړي چې اسلام اباد ته د احتجاج لپاره ورټول شي.
حکومت د تحریک انصاف د فعالانو اسلام اباد ته د ورتګ د مخې نیولو لپاره د اسلام اباد په لوري غځېدلې لارې یا سړکونه په بیلا بیلو مقاماتو تړلي، په زرګونو کنټينرونه یې په سړکونو ودرولي اؤ هم یې په موټروی اؤ کشمیر هاي وی ځای پځای سړکونو کې خندقونه کنستلي دي.
د پاکستاني میډیا تر مخه د پینډۍ اؤ اسلام اباد د رابطې 33 سړکونه ټول په ټوله تړل شوي اؤ د پېښور نه اسلام اباد ته غځېدلې موټروی باندې ستر ستر خندقونه جوړ کړی شوي دي.
د لاهور اؤ فیصل اباد نه اسلام اباد ته تلونکې ټولې لارې هم تړل شوې
د تحریک انصاف مشران اؤ فعالان چې د اسلام اباد په لوري د ملک د بیلابیلو برخو نه روان شوي د ځان سره یې ستره مشینري روانه کړې ده اؤ د هغې په مرسته تړلې لارې ځان ته خلاصوي.
د تحریک انصاف د پېښور صدر عرفان سلیم دعوه کړې ده چې صوابۍ ته روانه د هغوي په شخصي مشینرۍ د پېښور سره نزدې نامعلومه وسله والو برید کړی اؤ د مشینرۍ سوځولو هڅه یې کړې ده.
هغه ویلي وسله والو د مشینرۍ ټایرونه ویشلي اؤ سوري کړي یې دي اؤ تر هغې وروسته یې هڅه کړې چې په دې مشنیرۍ پټرول وشیندي اؤ وي سوځوي خو وایي د تحریک انصاف فعالینو یې مخه نیولې ده.
عمران سلیم ویلي چې په مشنیرۍ له برید وروسته د دغه شخصي مشینرۍ اؤ کرینونو ډرایواران اؤ نوره عمله لادرکه شوې ده.
د پاکستان میډیا د رپورټونو له مخې د تحریک انصاف د احتجاج له امله د ملک بیلابیلو برخو کې د موبایل اؤ انټرنیټ خدمات تړل شوي اؤ د یو شمیر ټولنیزو رسنیو د تړل کېدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند تېره ورځ ویلي وؤ چې یوازې په هغو سیمو کې به موبایل اؤ انټرنیټ تړل کیږي چې د امنیت اندېښنې پکې موجودي دي.
ویاند ویلي وؤ د ملک نورو برخو کې به موبایل اؤ انټرنیټ د نورکله پشان فعاله وي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د تحریک انصاف د احتجاج په مهال د اسلام اباد په لوري د غځېدلو سړکونو اؤ اسلام اباد کې د هاسټلونو په تړل کېدو اندېښنه ښکاره کړې ده .
پخپل یو بیان کې د ایچ ار سي پي ویاند ویلي چې د هلکانو اؤ جینکو هاسټلونه خالي کول د بشري حقونو سړغړونه ده .
بیان وایي چې طالبعلمان پرته له کوم قصوره د سرپناه څخه محروم کړل شوي دي.
ایچ ار سي پي وایي د پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا نه اسلام اباد ته د غځېدلو سړکونو اؤ موټر وی تړل کېدو سره عام وګړي اؤ مزدوران اغېزمن کیږي اؤ وایي ددې مزدورانو د ازادانه تګ راتک حق د دوي د روزۍ سره تړل شوی دی.
جنوبي وزیرستان او راولپینډۍ کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوې شوې دي
په پاکستان کې امنیتي ځواکونه دعوه کوي چې د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو خېبر، جنوبي وزیرستان اؤ د پنجاب د راولپنډۍ سیمې تر څنګ یې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه شپږ وسله وال وژل شوي دي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د خالي یا شنبې په ورځ پخپل بیان کې دعوه کړې امنیتي ځواکونو د خېبر په باړه سیمه کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د وسله والو خلاف عملیات د حق یار اپریدي اؤ ګلا جان په نومونو دوه وسله وال وژلي دي.
آي ایس پي ار پخپل بیان کې وژل شوي کسان د خوارجو په نوم یاد کړي خو د هغوي نوره پېژندګلو یې مخې ته نه ده راوړې چې تعلق یې د کوم تنظیم سره دی.
پاکستان کې امنیتي ځواکونه د تېرو څو میاشتو راپدیخوا د ترهګرو لپاره د خوارجو اصطلاح کاروي.
پوځ دعوه کړې چې د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې هم امنیتي ځواکونو د وسله والو سره نښته کړې چې پکې یو وسله وال وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
د پوځ د بیان له مخې دا نښته هغه مهال شوې چې د وسله والو یوې ډلې د افغانستان سره د ګډې پولې نه د پاکستان خاورې ته د راوښتو هڅه کوله .
د پوځ بیان کې دعوه شوې ده چې امنیتي ځواکونو د وسله والو پاکستان ته د را اوښتو هڅه شنډه کړې ده.
آي ایس پي ار ویلي پاکستان په مستقله توګه د افغان طالبانو په حکومت ټينګار کړی چې د ګډې پولې څارنه باید باوري کړي اؤ هیله یې ښکاره کړې چې د طالبانو لنډ مهاله حکومت به دې لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
افغان طالب چارواکو لا د پاکستاني پوځ دې څرګندونو ته کوم ځواب نه دی ویلی .
نزدې وختونو کې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ بهیر زیات چټک شوی، پاکستاني چارواکي تورونه لګولي چې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کاروي خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې امن د پاکستان خپله مسله ده اؤ دوي دې خپله ناکامي د افغانستان غاړې ته نه اچوي.
د ترهګرۍ ضد محکمې [سي ټي ډي] دعوه کړې چې د پنجاب د راولپنډۍ سیمې تر څنګ په چکړي سیمه کې یې د یوې نښتې په مهال درې ترهګر وژلي دي.
د سي ټي ډي ویاند ویلي چې پولیسو یې تېره ورځ د ترهګرو د نیولو په موخه په سیمه کې عملیات کول چې په دغه مهال پرې وسله والو ډزې پېل کړې.
د سي ټي ډي د ویاند د دعوې له مخې د ترهګرو په ډزو کې د هغوي خپل درې ملګري وژل شوي دي.
د ترهګرۍ ضد محکمې دا دعوه ازادو سرچینو نه ده تایید کړې اؤ په پاکستان کې اکثره مهال څېړونکي اؤ مطبوعات د سي ټي ډي دغسې دعوې دروغ اؤ د حقیقت نه لري بلي.
څېړونکي تور لګوي چې زیاتره مهال سي ټي ډي یو څوک له عدالت پرته پخپل سر وژني نو هغې ته بیا د مقابلې نوم ورکوي .
د سي ټي ډي په بیان کې دعوه شوې ده چې چکري کې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې ځانمرګي جیکټونه،ټوپکې ، آي ډي بم اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي.
سي ټي ډي ویلي د وژل شوؤ وسله والو د پېژندنې عمل روان دی اؤ وایي هغوي په راولپنډۍ کې د یوې سترې حملې منصوبه جوړه کړې وه.
په پاکستان کې د تېرو څو کلونو راهسې د ترهګرۍ بهیر زیات چټک شوي اؤ وسله والې ډلې زیاتره بریدونه په امنیتي ځواکونو کوي چې په دې بریدونو کې د عامو خلکو تر څنګ په سوونو امنیتي اهلکار وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
پښتونخوا اؤ بلوچستان کې د ترهګرۍ تازه لړۍ ته څېړونکي په څه نظر ګوري ؟
څېړونکي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د ترهګرۍ د تازه او زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي لپاره ضروري بولي چې پاکستان باید په چټکتیا سره د ترهګرۍ ضد تګلاره کې موجودې نیمګړتیاوې له مینځه یوسي.
په بنو، کورمه، او بلوچستان کې له وروستیو ترهګریزو بریدونو وروسته د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو یو شمېر بیانونه ورکړي دي خو څېړونکي وایي،د ترهګرۍ په وړاندې د سیاسي، حکومتي او ریاستي ډلو همکاري په نظر راتلل ضروري دي.
د کورمې د غمیزې په سبا د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د پېښور د بېړني سفر پر مهال د لوړې کچې یوې انتظامي غونډې ته وینا کې ویلي،چې د پاکستان پوځ د ملي امنیت په وړاندې د فعاله ترهګرو شبکو او غیر قانوني سازمانونو د بیخ ایستلو لپاره ژمن او کلکه اراده لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو دفتر یو ځل بیا په کابل غږ کړی چې پاکستان ضد ترهګرو ته دې پخپله خاوره کې ځای نه ورکوي.
بلخوا، حکومت په پښتونخوا کې د یو ټول ګوندیز کانفرنس د رابللو او کورمې ته د یوې سترې حکومتي جرګې د لیږلو اعلان کړی دی.
څېړونکي وایي، د پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ترهګرۍ زیاتېدونکو پېښو ته د حکومت لخوا یوه قوي او روښانه تګلاره نه ښکاري.
د پېښور د صحافیانو د تنظیم خېبر یونین اف جرنلسټس مشر کاشف الدین سید ډیوه سره خبرو کې وایي "که د صوبایي حکومت ځواب وګورو، هغه بلکل صفر ښکاري. امنیتي ادارې خپل کار کوي او خلک وژل کیږي. زه ګڼم چې د حکومت په کچه ځواب شته، خو په هغه ډول نه دی لکه څنګه چې پکار دی"
ډان ورځپاڼې نن د خالي په ورځ په خپله اداریه کې لیکلي چې پښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ د نوي طوفان په منځ کې ښکېلې دي اؤ دا دواړه صوبې د جغرافیې او رقبې له لحاظه د نیمایي پاکستان نه زیات جوړوي.
پاکستان کې د څېړنیزې ادارې پېکس د اکتوبر میاشتې لپاره شمېرې ښيي چې یوازې په پښتونخوا کې د اکتوبر میاشت کې په ۳۵ ترهګریزو پېښو کې ۶۴ کسان وژل شوي وو، چې په دې کې ۴۹ کسان د پوځ او نورو امنیتي ځواکونو کارکوونکي وو.
په ستمبر کې د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار مشر ویلي وو چې په ترهګریزو بریدونو کې ۱۹۳ پوځي اهلکار وژل شوي دي. سږکال دغه ټولې شمېرې تر سوونو مرګ ژوبلو زیاتې شوې دي.
څېړونکی او خبریال علي اکبر ډیوه ته وایي "د حکومت ځواب مخکې پکار و چې سنجیدګي یې ښودلې وای. تر دې دمه داسې نه ښکاري چې حکومت یا ریاست د ترهګرۍ په خلاف سنجیده دی. دا یواځې پولیس ته کار سپارل نه دي، بلکې نور ګامونه هم ضروري دي"
په تېرو څو میاشتو کې د پښتونخوا په جنوبي سیمو کې د وسله والو د زیاتېدونکو فعالیتونو راپورونه په میډیا کې دوام لري.
که څه هم افغانستان د خپلې خاورې د پاکستان په خلاف د کارول کېدو تور نه مني، خو بیا هم څېړونکي وایي چې د سیمې د هېوادونو سره په شریکه دې ستونزې ته باید حل وموندل شي، او په پاکستان کې دې د وسلهوالو لپاره د خوندي ځایونو مخه ونیول شي
Forum