پېښور ـــ په پاکستان کې ماهرين وايي چې د نړيوالې تودوخې له امله د هېواد په شمالي سيمو کې د موجودو طبعي کنګلونو (ګلېشرز) په ويلي کېدو کې زياتوالی راغلی او د سېلابونو د راتلو ترڅنګ په مستقبل کې د اوبو د کمي اندېښنه ده.
دوی وايي د موسمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو دغه رپورټ چې پاکستان تر کال 2050 پورې د اوبو د کمښت سره مخ کېدلی شي د تشويش وړ خبره ده.
په دې حقله وي او اې ډيوه سره د خبرو په مهال د پېښور پوهنتون د ماحولياتو څانګې استاد اسسټنټ پروفېسر ډاکټر اصف خان وویل:
"په رېپورټ کې ويلې شوي چې دا ګلېشرز کال 2050 کې به مکمل ويلي شي او دا د پاکستان د پاره د خطرې خبره ده ځکه چې موجوده صورت حال کې پاکستان کې د اوبو کمی اوس هم شته او په دې لحاظ سره پاکستان په 14 نمبر دی، نو چې دا ګلېشرز ختم شي زمونږ کرونده به متاثره شي او چې کومې د څښلو اوبه د ګلېشرز نه اخلو هغې کې به هم کمی راشي" .
د الجزيره خبري ادارې د يو مضمون ترمخه د پاکستان د 216 میلينه ابادۍ 75 فيصده برخه د سيند درياب په غاړو ژوند کوي او د دې ابادۍ د پینځو لویو ښارونو د صنعت او څښلو اوبو انحصار په درياب دی.
په پېښور کې د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام يا يو اين ډي پي صوبايي کوارډينېټر فهد بنګښ وي او اې ډيوه ته وويل د پاکستان په شمالي سېمو کې د 5،000 نه سېوا ګلېشرز موجود دي او په دغو کې 250 ګلېشرز یا کنګلونه د ماتېدو له وجې خطرناک ګرځول شوي دي:
"د تېرو پینځو کالونو ډېټا چې تاسو را واخلی د پاکستان په اوچتو علاقو کې د ګلېشرز ماتېدل سېوا شوي دي، د ګلګت بلتستان نه واخلې داسې هزاره ډويژن او ملاکنډ ډويژن کې د 30 نه تر 40 لکو پورې خلک ډايرېکټ يا نېغ په نېغه او خواوشا دوه نيم کروړه انډايرېکټ له زيان سره مخ دي" .
د ماحولياتو ماهرين په موسم کې د بدلون راتلو لوی عوامل د ګاډو او کارخانو نه په زيات مقدار کې د مختلفو ګېسونو اخراج او د ځنګلونو پرې کېدل ګڼي.
د موسمي بدلون په اړه کال 2020م کې د جرمن واچ ډاګ لخوا خپور شوی رپورټ ښيي چې د کال 1999 نه تر 2018 پورې پاکستان کې د سخت موسم 152 پېښې مخې ته راغلي او اقتصاد ته يې 8۔3 بلينه ډالره زيان رسېدلی دی۔
د ډاکټر اصف خان وېنا وه د موسمي بدلون د مخينوي لپاره بايد ترقي يافته ملکونه د ونو بوټو نالولو او د ګيسونو د اخراج کمولو په اړه پروژې پېل کړي او په دې اړه غريبو ملکونو سره مالي مرستي وکړي:
"ونو لګولو سره زمونږ په ماحول ښه اثر کېږي او کاربن ډای اکسايډ د ونو لپاره خوراک دی، هغې سره سره ټولې نړۍ ته پکار دي چې د کاربن ډا اکسايډ ګېس د کمي لپاره کار وکړي چې هغه کم شي او چې کومه د د نوي کېدو وړ توانايي ده هغه خپله کړي" .
د نړيوالې تودوخي د مخنيوي او د ماحول صفا ساتلو لپاره د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د «بلين ټري سونامي» پروژې لاندې د چارواکو په وېنا يو ارب او شل کروړه بوټي په مختلفو علاقو کې نال کړل شوي دي.
خو د الجزيره خبري ادارې د مضمون ترمخه پاکستان د دغې اندېښنې څخه لا هم نا خبره ښکاري او د تېلو پر ځای د نورو جديد وسيلو څخه تر کال 2030 پورې د 60 فيصده بجلۍ جوړولو د هدف په پوره کولو کې اوس هم يې زيات کوشش نه دی کړی.