د خېبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په کورونو کې دننه د کارکوونکو کسانو د حقونو خوندي کولو او د هغوئ د ستونزو هواري له پاره یو نوی قانون منظور کړی دی۔
په پاکستان کې څېړونکو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله داعش دغه هېواد کې یو ځل بیا سر راپورته کولی شي چې دا ټولې منطقې له پاره د خطرې خبره ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي پاکستاني رسنیو کې خو سخت دريځه او هغه خلکو ته ځائ ورکول کېږي کوم چې په نړيواله کچه تور لسټ کې شامل دي خو د بنيادي بشري او ايني حقونو غوښتونکو باندې قدغنونه لګول شوي دي چې دا د افسوس وړ خبره ده۔
خېبر پښتونخوا کې د روغتيا دچارو پوهان وايي دخلکو دبې غورۍ او د کرونا وايرس خورېدو دمخنيوي دپاره د وضعه کړل شوؤ سپارښتنو څخه دسرغړونې له امله کرونا وايرس په ټولنه کې ورځ تربلې يو ځل بيا په چټکتیا سره خورېږي.
دپاکستان دشمارياتو محکمې دشمېرو ترمخه دتيرمالي کال په مهال پاکستان کې دخوراکي توکو چې پکې چيني، غنم، خوراکي تېل او دالونه شامل دي په درامد کولو کې څه د پاسه 53.9 فيصده زياتوالی ريکارډ شوی دی.
په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو دحقونو د پاره کارکوونکي او دقانوني چارو پوهان وايي په مېرمنو د تېزاب شیندلو او د هغوئ سوزولو د مخنيوي د پاره ځانګړې قانون اړين دی.
څېړونکي پېښور کې دطالبانو په پلوۍ ویستل شوی لاریون اؤ په سړکونو دهغوئ بېرغونه پورته کول دافغانستان کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ګڼي اؤ وایي پاکستان کې دطالبانو داسې ډاګېزه مرسته راتلونکي کې دپاکستان مشکلات نور هم سیوا کولی شي.
پېښور هايکورټ دصوبې ضلعي عدالتونو او د هايي کورټ څانګو کې دانټرنټ دلارې هايکورټ کې د قضيو اورېدنو د پاره زمينه برابر کړې او د ويډيو لنک په ذريعه د قضیو اورېدنې پرانسته يې کړې ده۔
کمیشن پخپل تازه رپورټ کې ويلي چي دمقامي حکومتونو د نيشتوالي له امله د کال 21-2020 د پاره بېلو کړل شوؤ 46 اربو روپو کې يوازې درې اربه روپۍ لګول شوي او د عام اولس د پرمتختګ لپاره ترقياتي پروژو باندې ډېر اثر پرېوتی دی.
مېرمن کشور وايي د نکاح او طلاق اندراج د واده او یا د واده د ختمېدو ثبوت وي. " اکثر ښځو ته طلاق وشي او چې هغوئ دوېم وده وکړي نو ړومبې خاوند لاړ شي او په هغوئ د حدود پرچه وکړي چې ما خو دې ته طلاق نه دې ورکړی ځکه چې د هغې (مېرمنې) سره څه ثبوت نه وي."
پېښور هايي کورټ مرکزي حکومت ته امر کړی چې په خېبر پښتونخوا کې ضم شويو قبائيلي سيمو او په خاصه توګه جنوبي وزيرستان کې په دځمکنیو ماينونو د چاودنو په اړه دې راتلونکو درېوو اوونیو کې خپل تفصیلي رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.
د کمېشن د خېبر پښتونخوا د څانګې مرستيال مشر اکبر خان وېنا وه چې د هېواد په کچه د خلکو د تښتول کېدو لړۍ اوس هم جاري ده خو کره شمېره يې ځکه مخې ته نه راځي چې په دې اړه کېسونه ډېر کم رپورټ کېږي
صوبايي حکومت په بېلا بېلو مدونو کې مېرمنو ته دپورونو ورکولو بېلابیلې منصوبې هم په بجټ کې شاملې کړي چې پکې د بینک اف خېبر مایکرو فنانس څخه 20 فيصدي پورونه ورکول او د رجسټرډ وړو کاروباري میرمنو دپاره ویړیا پورونه هم شامل دي.
دخېبر پښتونخوا دصحت محکمې چارواکي وايي د هېواد په کچه د کرونا وايرس فعالو پېښو کې دتېرو دوؤ مياشتو په مهال خوا وشا 60 فيصده کمی راغلی دی او تېر يو شوارور کې د مثبتو پېښو کچه نزدې دوه فيصده ريکارډ شوې ده.
په خېبر پښتونخوا کې د وړو او درميانه کاروبارونو د پرمختګ ادارې يا سميډه مشر راشد امان وايي د قبايلي سيمو په شمول د خېبر پښتونخوا نورو علاقو کې د روزګار او تجارت موقعې شتون لري خو صنعتکارو د پاره په قانونو کې اسانۍ پېدا کولو سره د دغې نه په لويه کچه ګټې پورته کېدلی شي
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مردان ضلعې په رستم پلو ډېرۍ سيمه کې د پوليو په ټيم وسله والو حمله وکړه چې په نتيجه کې یې د پوليو ټیم په تحفظ مامور دوه پوليس ووژل شوو
وکيلان وايي چې د وفاق لخوا د لا قانونه پېسو د ترسيل په قانون کې ترميم، د خېبر پښتونخوا حکومت لخوا په قبايلي سيمو کي نافذ کړل شوې د شخړو د هواري متبادل قانون او د مرکز لخوا د ميډيا په اړه جوړ ارډيننس پرضد دغه هړتال روان دی
نور کتل