دچاپېریال یا ماحولياتو ماهرين وايي پاکستان دنړۍ دهغو هېوادونو نوملړ کې په پنځم نمبر دی چې پکې د موسمي بدلون له کبله خلک زيات اغېزمن کېږي.
دخېبر پښتونخوا صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې دصوبې په ټولو هسپتالونو او د حفاظتي ټيکو مرکزونو کې به د کرونا ضد ویکسين لګولو مرکزونه پرانزي.
د شمالي وزيرستان نه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ غړي مير کلام وزير په اسمبلۍ کې د پخوانۍ فاټا او د صوبې په مردم شمارۍ د بحث کولو د پاره تحريک التوا جمع کړی دی.
د پېښور مېډېکل کالج پروفيسر ډاکټر نجيب الحق وېنا وه که چېرې د پيدایش په وخت د هيپټائټس بي د مخنيوي د پاره د ماشومانو وېکسينېشن وشي نو دې سره 25 فيصده ماشومان د دغې رنځ نه خوندې کېدلې شي
د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د چارواکو ترمخه د خليجي هیوادونو څخه پاکستان ته را رسېدلو يو شمېر مسافرو کې دکرونا وايرس پخلی شوی او هغوئ د پېښور باچا خان نړيوال هوايي ډګر نه قرنطين مرکز ته لېږل شوي دي۔
د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې مرستيال مشر ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د حکومت لخوا د کرونا مخنيوي د پاره اخېستلې شويو ګامونو ترڅنګ په روژه کې د زياتره خلکو د کورونوڅخه کم وتلل او د تېرې څپې په پرتله د خلکو لخوا موجوده وخت کې زيات احتياط کولو سره د کرونا وايرس په پېښو کي کمی راغلی
په خپل ملک کې د اختر په موقع د ډز بندۍ په اړه د وي او ای ډیوې سره نظر شریکونکو افغانانو وویل که چېرې افغان حکومت او طالبان د جنګ ځپلو هېواد والو سختۍ او ستونزې په پام کې وساتلې نو امید دی چې ډز بندۍ ته به دایمي شکل ورکړي
پاکستان کې دکرونا دڅار د دولتي ادارې نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سڼتر يا این سي او سي د شمېرو ترمخه په ګرد هیواد کې دتېرو دوو اوونیو راهسې د کرونا وايرس دمثبتو پېښو کچه کې اووه فيصده کمی راغلی دی
افغانستان دپاره دپاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په ټويټر ليکلي چې دسړک دلارې په نړيواله کچه د ازاد تجارت تړون لاندې د سامان ړومبی ګاډی د تورخم په لاره 48 ساعتو کې ازبکستان ته رسېدلی دی.
دوی وايي په منطقه کې خلک د امريکايي صدر نه د تل پاتې امن د پاره په نړيواله کچه ګامونو پورته کولو طمع لري.
د روانې مياشتې په ۲۸مه د امريکا صدر جوبايډن د کانګرس شريکې غونډې ته د وینا په اړه په پاکستان کې څېړونکي هيله لري چې نوموړی به د افغانستان نه دبهرني ځواکونو په پرامنه توګه د وتلو، هلته ديو باثباته حکومت په جوړښت او ددې منطقې په اړه خبرې کوي.
څېړونکي وايي پاکستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې د موسمي بدلون د خرابو اثراتو نه زيات متاثره دی او د موسي بدلون په اړه غونډه کې پاکستاني چارواکي کولې شې چې په هغه ګامونو خبرې وکړي
کار پوهان وايي د کار په ځايونو او تعليمي ادارو کې د مېرمنو د ځورولو پرضد جوړ قانون په سمه توګه عملي کولو د پاره په خلکو کې پوهې راوستلو ترڅنګ په ټولو ادارو او دفترونو کې د پلټنو کمېټۍ جوړول هم مهم دي
په خېبر پښتونخوا کې دطبي چارو پوهان وايي چې د کرونا وبا د نورو څپو په پرتله د درېمې څپې په مهال د سړو په مقابل کې مېرمنې په زيات تعداد کې د دې نارغۍ نه ژوند د لاسه ورکوي چې لوی علت يې د سړو د احتياط نه کار نه اخېستل ښکاري
د پېښور خېبرټيچنګ هسپتال د نفسياتو د څانګې مشر ډاکټر بشير احمد وي او ای ډيوه ته وويل" په بغضې مېرمنو کې د ماشوم پېدا کېدو نه وروسته د ذهني بيمارۍ يعنې ډېپرېشن حمله کېدلې شي
په خېبرپښتونخوا کې نوراته تنه د کرونا څخه مړه شوي او نور 583 کسان په کرونا اخته شوي دي، ځکه انتظاميې په پېښور کې په 18 ځايونو کې ټولبند يا سمارټ لاک ډاون کړی دی.
د طبي چارو پوهان وايي د صوبې په کچه د کرونا وايرس په مثبت پېښو کې او د خلکو د مړيني شرح کې ځکه تندۍ سره زياواتوالی کېږي چې د دې وايرس موجوده شکل ډير خطرناک دیې او خلک د وبا د لومړۍ څپې په څېر د احتياط نه کار نه اخلي
نور کتل