د کار په ځايونو کې مېرمنې په جنسي او جسماني توګه د ځورول کېدو نه محفوظ ساتلو دپاره د خېبر پښتونخوا د محتسب ادارې په يو خواست خپله فېصله کې د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د یوې څانګې مشر د چوکۍ نه د لرې کېدو سپارښتنه کړې ده.
په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو فعالان او ښځينه زده کوونکې وايي چې داسې ډول فېصلې به په ټولنه کې د مېرمنو د ځورول کېدو په پېښو قابو موندلو کې مرسته وکړي.
کار پوهان وايي د کار په ځايونو او تعليمي ادارو کې د مېرمنو د ځورولو پرضد جوړ قانون په سمه توګه عملي کولو د پاره په خلکو کې پوهې راوستلو ترڅنګ په ټولو ادارو او دفترونو کې د پلټنو کمېټۍ جوړول هم مهم دي۔
د خېبر پښتونخوا محتسب د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د یوې څانګې د مشر د لرې کولو سپارښتنه د يوې زده کونکې په خواست کړې چې پکې په د تعلیمي څانګې په مشر د خپلې شاګردې د ځورولو الزام پورې شوی و.
په خېبر پښتونخوا کې د مېرمنو د حقونو د پاره کارکونکي وايي چې د محتسب لخوا د مېرمنو په جنسي او جسماني توګه د ځورولو په پېښو کې سختو سزاګانو اورولو سره داسې ډول پېښو کې کمې راتللی شي۔
د پېښور هاييکورټ وکيله او د مېرمنو د حقونو فعاله مه وش محب کاکا خېل وي او ای ډيوه ته وويل چې د کار په ځايونو کې د مېرمنو د تحفظ د پاره جوړ قانون ترمخه په ټولو ادارو کې د پلټنو کمېټۍ جوړول مهم دي او دا چې ککړ تنانو ته سزا ورکولو سره د مېرمنو د ځورولو پېښې به ضرور کمې شي۔
مه وش محب کاکاخیل وویل "دا ډېر عبرتناکې فېصلې دي او په خاصه توګه د حراسا کولو مسلې په پوهنتونو کې ورځ تر بلې سېوا کېږي او جينکۍ په دې ځکه خاموشه وي چې هغوئ وايي زمونږه بدنامي و شي يا به راته استاز نمبرې يا مارکس نه راکوي، نو په ماشومانو کې دغه وېره به داسې ختمېږي چې د فېصلو په زريعه دا ( نارينه) ويريږي او بيا به څوک داسې قدم نه پورته کوي."
د مطبوعاتو ترمخه د اسلاميه کالج پوهنتون يوې زده کوونکې د کال ۲۰۲۰ د نومبر په مياشت کې صوبايي محتسب ته د یونیورسټۍ د یوې څانګې د مشر خلاف شکايت کړی و۔ وي او ای ډیوه د قانوني تقاضو په سبب د دغه څانګې او د مشر نومونه نه څرګندوي.
صوبايي محتسب لخوا ترسره شوې تحقیقاتو وروسته نوموړی د خپلې عهدې نه د لرې کولو په اړه د کار په ځايونو کې د مېرمنو د تحفظ قانون د دفعه 4 (2) مطابق احکامات جاري کړل۔
بلخو د پوهنتون انتظاميه وايي د رولز يا طريقه کار مطابق په دي معامله کې اقدامات کوي۔
د خېبر پښتونخوا صوبايي محتسب د دفتر يو چارواکې ګلالۍ وايي چې په دغه قانون کې صوبايي محتسب ته دا اختيار ورکړل شوی چې د مېرمنو ځورولو په کېسونو کې ککړ تنانون ته ډول ډول سزا ګانې واوروي۔
" په کال ۲۰۱۰ کې چې کوم قانون جوړ شوی نو د هغې د پاره په کال ۲۰۱۹ کې دا اداره جوړه شوې ده، او د دې چې کومه مشره ده هغه رخشنده ناز ده او د هايي کورټ د يو جج په حېثيت سره دا مختلف نوعيت فېصلې ورکولې شي او هغې کې دا هم کېدلې شي چې څوک وړوکې غوندې جرمانه کړي، څوک جېل ته ولېږي، يا دا هم کولې شي چې چه څوک مېرمن ځورولې وي هغه د خپلې عهدې نه لرې کړي"
د پېښور پوهنتون زده کوونکې سدره بتول وېنا ده د کار په ځايونو کې د مېرمنو د تحفظ قانون عملي کولو د پاره جينکو او ښځو ته پوهه او حوصله ور کول پکار دي۔
" يو خو دا خبره ده که يو جينۍ حراسا کېږي نو هغې ته دا پته نه وي چې زه به چېرته رپورټ کوم، او بل دا چې په يوې جينۍ کې خود اعتمادي نه وي نو هغه رپورټ هم نه شي کولې ځکه چې بلا واسطه قېصه په جينۍ راځي چې په تا کې به څه چل وي کنه، تا به داسې څه چل کړې يې، نو زما په خيال ښځو کې پوها پېدا کول ډېر مهم دي"
د خېبر پښتونخوا صوبايي محتسب د دفتر نه ترلاسه شويو معالوماتو ترمخه د کال ۲۰۱۹ نه تراوسه پورې د مېرمنو د ځورولو يا حراسا کولو په اړه 72 درخواستونه دغلته جمع کړل شوي او په ځينو کېسونو کې ککړ تنانو ته سزا هم اورولې شوېده۔