د اقتصادي چارو افغان څېړونکي وايي يوازې مرستې د افغانستان اقتصادي حالت نشي ښه کولی او که نړيواله ټولنه غواړي چې د افغانانو حالت په مستقل ډول ښه شي نو پکار ده چې اقتصاد د جوړولو دپاره افغانستان سره امداد وکړی شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ويلي چې په هرات ولايت کې د شویو زلزلو نه متاثره شويو خلکو لپاره د مرستو اړتيا ده دوی ويلي چې د هرات ولايت په ځپل شويو سيمو کې د کورونو او کليو بيارغونې او میعشت د برابرولو دپاره د 124،5 ميليونه ډالرو ته ضرورت دی.
د پاکستان تحریک انصاف په ملاتړ ازادو امیدوارانو د خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ او په وفاق کې د قومي اسمبلۍ د نورو ګوندونو نه زیاتې چوکۍ ګټلي دي چې څېړونکي يې لوی علت د اسټېبلشمنټ په ضد د پخواني وزير اعظم او د ګوند د مشر عمران خان موثره بيانيه بلي
څېړونکي: د راتلونکي حکومت لپاره به ګرانه وي چې په سیاست او پارلمان کې د غیر جمهوري ادارو د لاسوهنې مخنیوی وکړي د پاکستان تحريک انصاف حمایت یافته ازاد امیدواران د اسټېبلشمنټ پرضد د پي ټي آی د بیانيې په سبب په لویه شمېره کې په انتخاباتو کې کامیابه شوي. تفصيل د عبدالرزاق په راپور کې.
په پاکستان کې د ټاکنو کمېشن د شمېرو ترمخه د خېبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ په څوکیو تر ټولو زيات د پاکستان تحريک انصاف ملاتړي اميدوران کامياب شوي دي د سياسي چارو څېړونکي وايي دغه ازاد اميدواران د دروند اکثريت په صورت کې خپل يا د بلې کومې پارټۍ په مرسته حکومت جوړولی شي.
د پاکستان پارلېمنټ په کال 2017 کې د ټاکنو قانون منظور کړی دی چې مخه په کومه حقله يا پولنګ سټيشن کې چې د ښځو د ووټونو شرحه د 10 فيصده نه کمه وي نو په هغې کې به دوباره انتخبات کولی شي
د سياسي چارو څېړونکي وايي د سيمي او نړۍ سره د مثبتو اړيکو او د هېواد دمعاشي نظام پياوړي کولو د پاره مهمه ده چې بهرنۍ تګلاره سياسي ګوندونه وټاکي.
استاذان وایي د پښتونخوا پوهنتونونه د لسو کالو راهسې له مالي بحران سره مخ دي خو سیاسي ګوندونه ورته پام نه لري د پوهنتونونو مالي ستونزې سياسي ګوندونو ته په نخښه کولو او دا چې سياسي ګوندونه په راتلونکو ټاکنو کې د لوړو زده کړو دپاره په منشورونو کې څه تګلاره ټاکلې او کنه؟
ځيني زنانه وايي سياسي ګوندونه چې د انتخاباتو وړاندې د ښځو د پرمختګ په لړ کې کومې ژمنې وکړي هغه نه پوره کوي او هم دغه وجه ده چې اکثره ښځې په موجوده سياسي نظام ډیر اعتماد نه کوي چې د پرمختګ دپاره به يې کار وکړي
څېړونکي: د 2024 کال ټاکنو په نتيجه کې راتلونکي واکمن ګوندونه بايد د مېرمنو د پرمختګ دپاره د پارلېمان ښځينه غړو ته په قانون سازۍ کې پوره حق ورکړي دوی دا هم وايي، چې ښځو ته باید د پالېسو وضع کولو په پروسه کې پوره ځای ورکړي چې د هېواد نورو ښځو د پاره کار وکړي. تفصیل د عبدالرزاق په رپورټ کې
د قانوني او سياسي چارو پوهان وايي د کال 2024 د ټاکنو وړاندې داسې ګامونه پورته کړای شوي چې دغه ټاکنې له اوسه لانجمنې ښکاري او د انتخاباتو وروسته به پرې سختې نيوکې کېږي.
څېړونکي: د پاکستان او ايران ترمنځه د وروستۍ شخړې پراخېدو په صورت کې د نړيوالو طاقتونو له خوا پراکسي يا نيابتي جنګونو او د وسله والو عناصرو خطر نور هم زیاتېدای شي
څيړونکي: داعش خراسان د سيمې د هيوادونو دپاره جدي ګواښ دی دوی وايي په سيميزو هېوادونو کې سياسي عدم استحکام او د دوی ترمنځه بې باوري د دې لامل ګرځي چې داعش خراسان په اسانۍ په منطقه کې خپل فعاليتونه ترسره کړي. تفصيل د پېښور نه د ډيوه خبريال عبدالرزاق
نور کتل