په ترکمن کېمپ کې مېشت افغان کډوال د پاکستان د واکمنو څخه غوښتنه کوي چې افغان صنعتکارانو ته دې په هېواد کې د پاتې کېدو باور ورکړي چې د نورو کاروبارونو ترڅنګ د قالين روزګار نور متاثره نه شي
د نفسياتو ماهرين وايي که څه هم د اولاد نه کېدو سبب ښځه او خاوند دواړه کېدای شي خو بيا هم زیاته زمه وارې په ښځه اچول کېږي چې له امله يې زياتره مېرمنې د ذهني ناروغو سره مخامخ شي
څېړونکي وايي، که څه هم اسلام اباد د شویو ترهګریزو بریدونو په پلمه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته لېږي خو داسې نه ښکاري چې له دې سره به امنیت ښه شي دوی وایي، له پاکستانه په لنډ وخت کې په زوره د لکونو افغان کډوالو وېستل او په مات زړه بېرته خپل هېواد ته له لېږلو سره ښايي نا امني نوره هم زیاته شي.
د تورخم په لاره افغانستان ته ستېدونکي کډوال له ستړي زړه او ډول ډول اندېښنو سره خپل هېواد ته روان دي افغان کډوال وايي په داسې حال کې خپل هېواد ته په زور لېږل کېږي چې له وړاندې نه هلته خلک د بېروزګارۍ، اقتصادي ستونزو او نورو ناورينونو سره مخ دي.
په پاکستان کې په قانوني توګه مېشت افغان کډوال وايي چې د بې اسناده کډوالو ترڅنګ دوی هم د پوليسو له خوا ځورول کېږي او ژوند يې له ستونزو سره مخ دی حکومت د اکتوبر په 10 مه يوه اعلاميه کې پوليسو او نورو محکمو ته امر کړی چې قانوني اسناد لرونکي افغانان دې نه ځورل کېږي او نه دې د هغوی په ضد کاروايي کېږي.
د پاکستان حکومت یو ځل بیا ویلي چې دیني مدرسې به راجستر کوي حکومت په دې لړ کې د ځانګړي ډایریکټرېټ جوړولو لپاره د فنډ منظوري هم ورکړې ده چې تر مخه به یې د دوی په وینا ټولې دیني مدرسې د وفاقي تعلیم او مسلیکي وزارت سره راجستر کېږي. تفصیل د عبدالرزاق په راپور کې.
د افغانستان د هرات صوبې ځايي خلک او د مرستندويه ادارو کارکوونکي وايي په دې ولايت کې د وروستيو زلزلو له امله ماشومان او مېرمنې د سخت ذهني فشار سره مخ دي او او د ويري له وجې د کورونو پر ځای په ډاګه د اسمان لاندې ژوند کوي.
د خواړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره له نړيوالې ټولنې څخه د 19 ميليونو ډالرو غوښتنه کړې دغه اداره وايي، په افغانستان کې 15 میلیونه وګړي، چې د دغه هیواد د ابادۍ دریمه برخه جوړوي د خواړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کېږ
څېړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کډوالو مسله تل د سياست لپاره کارول شوې چې له امله يې دواړو اړخونو ته مېشت پښتانه اغېزمن شوي
د مردان په ساولډېر کلي کې د بدمت مذهب په زرګونو کلونو لرغوني اثار دي لرغون پېژندونکي وايي چې دا اثار د نورو په پرتله له ابادۍ څخه په زياته فاصله کې جوړ شوي وو چې مقصد يې په توجو سره د عبادت کول و.
د پېښور د زاړه تاریخي بازار مېسګرانو له روانۍ ګرانۍ سره هم خپل ارزښت ساتلی دی د پښتونخوا سر ښار پېښور چې د پېړیو راهسې خپل تاريخي ارزښت لري نن هم د تانبې او پيتلو د لوخو او نورو څيزونو د جوړولو هنر ژوندی ساتلی.
د بجلۍ او ډيزلو د مشينانو له راتلو سره پښتونخوا کې په اوبو چلېدونکې ژرندې تر ډېره ختمې شوي خو په ځينو سيمو کې اوس هم خلک د غنمو او جوارو د اوړو لپاره ژرندو ته غله وړي. دوی وايي د بجلۍ مشينونه زيات شوي او د غلې د اوړه کولو کار اسان شوی خو د ژرندې اوړه نه يواځې خواږه دي بلکې ارزان هم پریوځي.
نور کتل