په نوښار کې د کپړې افغان کاروباريان وايي، د افغانانو د ستنولو له پرېکړې وروسته د دوی کاروبار ډېر اغېزمن شوی دی او په ګرانه د دوکانونو او کورونو لګښتونه پوره کوي.
دوی وايي که اسلام اباد افغان تاجرانو ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو او د خپلو سرمايو راغونډلو دپاره وخت ور نه کړ نو د کروړونو روپو سرمايه به يې ډوبه شي.
تفصيل د پېښور نه د ډېوه خبريال عبدالرزاق په رپورټ کې