د پاکستان حکومت یو ځل بیا ویلي چې دیني مدرسې به راجستر کوي حکومت په دې لړ کې د ځانګړي ډایریکټرېټ جوړولو لپاره د فنډ منظوري هم ورکړې ده چې تر مخه به یې د دوی په وینا ټولې دیني مدرسې د وفاقي تعلیم او مسلیکي وزارت سره راجستر کېږي. تفصیل د عبدالرزاق په راپور کې.
د افغانستان د هرات صوبې ځايي خلک او د مرستندويه ادارو کارکوونکي وايي په دې ولايت کې د وروستيو زلزلو له امله ماشومان او مېرمنې د سخت ذهني فشار سره مخ دي او او د ويري له وجې د کورونو پر ځای په ډاګه د اسمان لاندې ژوند کوي.
د خواړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره له نړيوالې ټولنې څخه د 19 ميليونو ډالرو غوښتنه کړې دغه اداره وايي، په افغانستان کې 15 میلیونه وګړي، چې د دغه هیواد د ابادۍ دریمه برخه جوړوي د خواړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کېږ
څېړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کډوالو مسله تل د سياست لپاره کارول شوې چې له امله يې دواړو اړخونو ته مېشت پښتانه اغېزمن شوي
د مردان په ساولډېر کلي کې د بدمت مذهب په زرګونو کلونو لرغوني اثار دي لرغون پېژندونکي وايي چې دا اثار د نورو په پرتله له ابادۍ څخه په زياته فاصله کې جوړ شوي وو چې مقصد يې په توجو سره د عبادت کول و.
د پېښور د زاړه تاریخي بازار مېسګرانو له روانۍ ګرانۍ سره هم خپل ارزښت ساتلی دی د پښتونخوا سر ښار پېښور چې د پېړیو راهسې خپل تاريخي ارزښت لري نن هم د تانبې او پيتلو د لوخو او نورو څيزونو د جوړولو هنر ژوندی ساتلی.
د بجلۍ او ډيزلو د مشينانو له راتلو سره پښتونخوا کې په اوبو چلېدونکې ژرندې تر ډېره ختمې شوي خو په ځينو سيمو کې اوس هم خلک د غنمو او جوارو د اوړو لپاره ژرندو ته غله وړي. دوی وايي د بجلۍ مشينونه زيات شوي او د غلې د اوړه کولو کار اسان شوی خو د ژرندې اوړه نه يواځې خواږه دي بلکې ارزان هم پریوځي.
د ژمي راتګ او د چارسدې د خامتا جامې او څادر له يو بل سره تړلي دي او د پښتنو روايتي لباس هم دی د پښتونخوا د چارسدې ضلعې د خامتا جامې او څادر د ژمې د يخ موسم بندوبست هم دی او يو روايت هم ګرځېدلی دی. دا کپړه اوس نه يواځې په پاکستان کې د پښتنو روايتي جامه ده بلکې په افغانستان کې هم دومره مقبوله ده.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جينکو په تعليم له لګول شوي بندېز وروسته د زده کړو څخه محرومه کړل شوې جينکۍ وايي چې دوی د له نفسیاتي ستونزو سره مخ دي او خپل راتلونکې په تيارو کې ويني. دوی د طالب چارواکو نه غوښتنه کوي چې په دغه پرېکړه دې نظر ثاني وکړي او جونو ته دې د تعليم ترلاسه کولو اجازه ورکړي.
افغانې ښځينه خبريالانې وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو وروسته هم دوی په رسنيز ډګر کې د محدوديتونو او توپيري چلند سره مخ دي، په مسلکي دندو یې بدې اغېزې پرېوځي.
د ملګرو ملتونو د کار نړيوال سازمان ( ايي ايل او) ويلي چې نړيواله تودوخه د چاپيريال ترڅنګ اقتصادي فعاليتونه هم اغېزمنوي. د ادارې د وروستي رپوټ ترمخه که چېرې د تودوخې درجه 34 ډګري سنټي ګرېډ ته ورسېږي نو په لمر کې د کاروونکو ملازمينيو فعاليت 50 فيصده پورې راټېټېدلی شي. تفصيل د عبد الرزاق په رپورټ کې
د سرکاري شمېرو ترمخه په خېبرپښتونخوا کې په ياد رنځ اخته 6532 تنانو نومونه درج کړل شوي دي چې څه باندې 4500 پکې نارينه، څه کم 1500 ښځې، 78 نارښځيان او 412 پکې ماشومان شامل دي
د پاکستان پوځ په يو بيان کې په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان په شتون او په ازاده توګه د دوی په فعاليتونو اندېښنې ښودلي دي. پاک پوځ د طالبانو موقتي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دوحې تړون ترمخه دې په سمه توګه ګامونه واخلي چې د دغې هېواد خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
نور کتل