د ژمي راتګ او د چارسدې د خامتا جامې او څادر له يو بل سره تړلي دي او د پښتنو روايتي لباس هم دی
د پښتونخوا د چارسدې ضلعې د خامتا جامې او څادر د ژمې د يخ موسم بندوبست هم دی او يو روايت هم ګرځېدلی دی.
دا کپړه اوس نه يواځې په پاکستان کې د پښتنو روايتي جامه ده بلکې په افغانستان کې هم دومره مقبوله ده.
ځايي تاجران وايي د بجلۍ او تېلو زياتو نرخونو له وجې يې کاروبار اغېزمن کيږي ځکه چې لګښتونه سېوا کيږي نو ځينې کډۍ/کارخانې ترې دومره اغېزمنې شي چې بندې کړل شي او که بندې نه شي نو د خامتا نرخونه خامخا بره خېژي چې کاروبار ترې اغېزمن کيږي.
تفصيل د عبدالرزاق په رپوټ کې