په اسلام اباد کې د ګندهاره غونډې وروسته د نړې مختلفو هېوادونو څخه راغلو د بدمت مذهبي مشرانو په تخت بايي کې موجود د دغې مذهب لرغونو اثارو لیدنه کړې. د خېبر پښتونخوا د لرغونو اثارو د محکمې مشر وايي، دې تاريخي ځای ته تر دېرشو پورې د بدمت مذهبي مشرانو راوستلو مقصد مذهبي سېلګرې ته د ودې ورکول دي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکې څارونکې ادارې سیګار د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو رسوونکو ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت په زیاتېدونکي ډول د لاسوهنو خبر ورکړی دی.
قانون پوهان: د نهمې می په پېښو کې د نيول شوو کسانو مقدمې دې په عامو عدالتونو کې وشي په پاکستان کې قانون پوهان وايي په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو په ضد مقدمې چلول د ائين د هغو مادو نه د سرغړونو اندېښنې پيدا کوي چې په عام عدالتي نظام کې روڼ عمل يقيني کوي۔
د چاپیریال د بدلون پوهانو د یوې ګرمې څپې (Heat wave) په اړه اندېښنه ښودلې چې د انسانانو د روغتیا ترڅنګ د فصلونو پیداوار هم اغېزمنوي. دوی وایي، د ګرمۍ په موسم کې باید خلک په لمر کې له ګرځېدو څخه ډډه وکړي او په بدن کې د اوبو او مالګې د پوره کولو لپاره وخت په وخت د اوبو او مالګې استعمال وکړي.
د هوا د خچن والي جاج اخيستونکې نړيوالې ادارې ویلي، د پاکستان د پنجاب صوبې سر ښار لاهور د فضايي الودګۍ په اساس د دنيا لومړی او د خېبر پښتونخوا سر ښار پېښور د سيمې د هېوادونو په کچه په څلورم نمبر خچن ښار دی.
رانا ثناالله: د افغان طالبانو نه د ټي ټي پي خلاف په ګامونو نه اخېستلو ګيله مند يو د پاکستان د داخله چارو وزير رنا ثناالله ويلي، که څه هم افغان طالبان وايي، چې د ټي ټي پي ملاتړ نه کوی خو پاکستان ته د راننوتلو او بيا دلته د امن امان صورتحال خرابولو له وجې يې ترې ګيله کيږي.
څېړونکی: د پاکستان جوړېدو راهیسې د هېواد سياست د کورنیو او بهرنیو عواملو له خوا اغیزمن شوی، جمهوري ادارې کمزوره شوي او له امله يې عام ولس متاثره شوی. دوی وايي، په هېواد کې د جمهوريت او اقتصادي نظام پياوړتیا لپاره اړینه ده چې پارلیمان بااختياره شي او ټولې ادارې د ايين لاندې خپلې چارې مخې ته بوځي.
په خېبر پښتونخوا کې د خښتو کاروبار کوونکي وايي چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت غورځېدو او د تېلو قيمتونو سېوا کېدو له امله د بهرنۍ او کورنۍ دواړو ډولو کوېلو يا سکرو د ډبرو قيمتونه څو چنده زيات شوي چې له وجې يې د دوی روزګار د زيان سره مخ شوی دی.
طالبان: د چين په اقتصادي راهدارۍ کې ګډون به افغانستان د تجارت مرکز جوړ کړي خو څېړونکي دا د چين د پورونو لومه ګڼي. په افغانستان کې واکمن طالبان وايي، په چين پاکستان اقتصادي راهدرۍ کې د افغانستان ګډون به نه يوازې دا هېواد له سيمي او اروپايي هېوادونو سره وصل کړي بلکي په يو تجارتي مرکز به بدل شي.
وي او ای ډيوه سره خبرو پرمهال په پېښور کې د سرحد چېمبر کامرس مرستيال مشر شاهد حيسن وېنا وه که د پاکستان نه خريداري وکړو او اېکپورټ کوو افغانستان ته نو په ډالر پورې تړلې ده که ډالر لاندې لاړو نو توان به وکړی او که جګ لاړو نو ګټه به کوي
د ريډيو پاکستان پېښور چارواکي وايي، د مې په لسمه د پاکستان تحريک انصاف ګوند د پلويانو له خوا د ريډيو ودانۍ ته د اور اچولو وروسته اوس خپرونې بېرته پیل شوي دوی ویلي، په دغه اور کې د ريډيو سټيشن د سلو کالو نه زیات پخوانی ريکارډ سوزېدلی خو سټوډيوز او ايډيو ارکايوز يې خوندي دي.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې آی ايس پي ار وياند ويلي چې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره د افغانستان او ايران سره په پوله د باړ لګولو پروسه بشپړېدو ته نزدې ده. څېړونکي وايي، چې په ترهګريز فعاليتونو قابو مندلو لپاره مهم دي چې د هېواد دننه اړونده نور ګامونه هم واخېستل شي.
د ازبکستان سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې غونډې پرمهال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو خوندي کولو او مېرمنو ته د کار او تعليم حق ورکولو په اړه د نړيوالې ټولنې په غوښتنو زور اچول شوی دی.
د ازبکستان د تاریخي ښار سمر قند په غونډه کې د افغانستان په اوسني وضعیت، د ټول ګډه حکومت په جوړولو او په بشري حقونو بحثونه شوي. د افغانستان په اړه په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې همدارنګه له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې پر غوښتنو ټینګار شوی.
نور کتل