په خیبر پښتونخوا کې چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خپلې واکمنۍ پرمهال د حکومتي اقداماتو د تشهير او د عامه پوهاوي لپاره کومه پروژه پېل کړې وه هغه د صوبې نګران حکومت تړلې
اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د دوه اړخيزه تجارت سېوا کولو او خېبر پښتونخوا ته مالي ګټې رسولو لپاره اړين دي چې د کراچۍ بندر څخه د افغان ټرانزېټ سوداګريز لوز يا پرانستې کارګو او مالونو د خېبرپښتونخوا صوبې ازاخېل وچ بندر ته د روړلو اجازه ورکړل شي.
يونيسف ويلي، په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله تېره اونۍ اته ماشومان وژل شوي دوی په ټویټر ویلي، چې تېر کال په دغه هېواد کې د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې له ۷۰۰ زیات ماشومان مړه او ژوبل شوي دي. نور تفصيل له پېښور نه د ډيوې خبريال عبدالرزاق په رپورټ کې
څېړونکي وايي په خېبر پښتونخوا کې د وړاندې نه موجودې وسله والې ډلې د خپل وجود په ځای ساتلو دپاره په تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] کې شامليږي، دوی وايي دې سره به د لاقانونه ګرځول شوې ډله تحريک طالبان پاکستان نور هم پياوړې شي او د رياست پرضد خپل عمليات نور سېوا کړي.
د پېښور سوداګر وايي، د کراچۍ په بندر کې یې پر وخت د مالونو د نه راخلاصېدو او د ټکسونو د زیاتېدو له امله کاروبار له تاوان سره مخ دي.
پاکستاني پولیسو دعوه کړې، د پېښور پوليس لاين جومات باندې ځانمرګی بريد، جماعت الاحرار ډلې په افغانستان کې پلان کړی و خو طالبانو دا رد کړې
په افغانستان کې د طالبانو د ماين پاکۍ د همغږۍ د چارو ريس قاري نورالدين رستم خېل ميډيا سره شريک کړل شويو مالوماتو کې ويلي چې د دوی دراتګ وروسته نزدې 3371 د انسانانو ضد ماينونه او 3555 خوشايي بمونه له منځه وړل شوي دي او په دې اړه نور ګامونه هم اخيستل کېږي
د خواریکښو د نړیوال سازمان د راپور ترمخه په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو وروسته د 2021 کال په مقابله کې په 2022 کال کې د افغان مېرمنو کار 25 سلنه کم شوی دی. راپور زياتوي چې په دغه موده کې د سړو په کار او روزګار کې هم اووه فيصده کمی راغلی دی.
څيړونکي وايي په افغانستان کې ثبات او په منطقه کې د ترهګرۍ مخينوي لپاره به د پاکستان پشمول علاقايي ملکونو ته په ګډه يوه تګلاره جوړول پکار وي چې د هغې په اساس په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره خپلې اندېښنې شريکې کړي.
د ملګرو ملتونو د يو اين وومن څانګې ترمخه دا ګام په افغانستان کې يو شمېر انساني او معاشي بحرانونه يوځای کوي چرته چې 11،6 ميلينه مېرمنې او جينکۍ روان کال بشري مرستو ته اړتيا لري او 97 فيصده ابادي د فقر د کرښې نه دلاندې تګ خطر سره مخ ده
ملګروملتونو په افغانستان کې د مدني ټولنې د يو شمېر بنسټونه له خولې ویلي، که دوی ښځې په کار کې و نلري نو يا خو به خپل فعاليتونه کم او يا به یې په بشپړه توګه بند کړي کارپوهان وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې د مدني ټولنې فعاليتونه کمېدل يا ځنډېدل به د بېوزلۍ او فقر کچه نوره هم زیاته کړي.
د پېښور زرعي پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کارپوه پروفېسر ډاکټر محمد ذالفقار وايي که حکومت يوازې په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ پېدا کولو په پروژو توجو ورکړي نو د ابو په مرستې سره روزانه په زرګونو مېګاواټه بجلي پېدا کولی شي۔
څيړونکي او د تعليمي چارو پوهان وايي په ټولنه کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ مخنيوي لپاره بايد د قامي پاليسۍ ترڅنګ د عصري او غېر عصري علومو په نصاب کې بدلون راوستلی شي او بايد په نصاب کې هغه مواد شامل کړی شي چې په خلکو کې د امن او زغم سوچ پېدا کړي.
څېړونکي وايي، په ټولنه کې به کرکه او سخت دریځي هغه وخت ورکه شي چې د تعلیمي نصاب په کتابونو کې مثبت بدلون راشي. دوی وايي، د تندروۍ او ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په حکومتي کچه د تګلارو د بدلون ترڅنګ باید په نصاب کې هم داسې مواد شامل کړای شي چې په یوې ټولنه کې د زغم او امن راوستلو لپاره اړین دي.
په خېبر پښتونخوا کې د اوسپنې کاروبار کوونکي او لوهاران وايي، چې د اوسپنې مخ په زياتېدونکو نرخونو سره يې کاروبار ډېر اغېزمن شوی دی. نور تفصيل د پېښور نه د ډيوه خبريال عبدالرزاق په دې رپورټ کې
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل ورستي راپور کې ويلي چې افغانستان مخ په زياتېدونکي بشري ناروين سره مخ دی او په دې هېواد کې روان کال 28،3 ميلينه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري
نور کتل