لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې د 40 خصوصي پوهنتونونو د فعالیت درولو خبرداری ورکړل شوی


په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو اتحاديه وايي چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د جينکو په تعليم دبندېز لګول کېدو وروسته د خصوصي پوهنتونونو قابو 6000 کارمندان له دندو ګوښه شوي دي۔

اتحاديه وايي که چرې دغه بندېز دوام وکړي نو نزدې 40 پوهنتونونه به خپل فعاليت ودروي چې له امله به يې په لویه کچه نارينه او ښځينه استادانې او نور ملازمين بې روزګاره شي او ممکنه ده چې د ادارو مالکان خپلې پانګې په نورو هېوادونو کې وکاروي۔

په افغانستان کې د خصوصې پوهنتونونو اتحاديه وايي چې په هېواد کې له سياسي بدلون وړاندې دغه تعليمي ادارې کرونا وبا اغېزمنه کړې او بيا د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د جينکو په تعليم د بندېز سره يې فعاليت نور هم متاثره شو۔

په دې اړه د اتحاديي د مطبوعاتو مشر محمد کريم ناصري وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو د حکومت دغې پرېکړې سره د خصوصي پوهنتونونو 70،000 ښځينه زده کوونکې په کورونو ناستې دي او دې ګام سره نزدې 6000 د پوهنتونونو ملازمين بې روزګاره شوي دي۔

" تر اوسه پورې د 35 نه تر 40 پورې دخصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو دموسسو تصميم دا دی چې که چېرته دغه پرېکړې بېزته وانه خستل شي او تجديد نظر ونه شي او مسايل عادي نه شي نو ممکن خپل پوهنتونونه وتړي"

نوموړي زياته کړه که چېرې د خصوصي پوهنتونونو او تحصيلي بنسټونو پر وړاندې ستونزې دوام وکړي نو افغانستان به دتعليم په برخه کې 20 کاله وروسته لاړ شي۔

" په ادراتو کې، طبي برخو کې او نورو تحصيلي برخو کې چې دا څه لاسته راوړنې چې ګورو نو په دې کې د خصوصي تحصيلي بنسټونو رول تر 70 فيصده دی او دلته د کانکور ګډون والو ته چې ګورو نو لوړه فيصدي يې دا خصوصې کانکور جذب کوي، نو په دې معنا که خصوصي سېکتور د تحصيلي نظام سره ملاتړ نه وي نو ډېرې ځوانان به د تعليم څخه محروم پاتې شي"

د اتحاديي ترمخه د هېواد په 24 ولايتونو کې 140 خصوصي پوهنتونونه او د لوړوزده کړو موسسې فعاليت کوي۔

اتحاديه وايي په دغو تعليمي ادارو کې خواوشا 1 لک او 30 زره هلکانو او 70 زره جينکو زده کړې تر سره کولې اؤ ددرې ترڅنګ په دغو تعليمي ادارو کې د علمي کدرونو په ګډون د شلو زرو نه سېوا تنان د ځان لپاره معاش ګټي۔

په افغانستان کې د مورا په نوم دتعليمي او تحصيلي کمپلیکس مشر ډاکټر عزيزالله امير وي او او ډيوه ته وايي چې خصوصي پوهنتونونه د افغانستان په اقتصاد کې لوی کردار لوبوي او د دې بندېدو سره به د هېواد اقتصاد ته غټه ضربه ورسږي۔

" هم په کال کې خواوشا 800 ميلينه ماليه دولت ته ورکوي هم د شلو زرو نه زيات کسان په دې کې معاش اخلي او د دې کورنۍ په دې چلېږي، نو اقتصادي څرخه چې دې پوهنتونونو روانه کړې ده هغه به ودرېږي او هغه چا چې په خصوصي پوهنتونونو کې سرمايه کاري کړې ده دوی به مجبوره کېږي چې خپلې پېسې بهر ته وباسي"

په افغانستان کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت تېر دسمبر کې سرکاري او خصوصي پوهنتونونو ته خبرداری ورکړی ؤ چې د کابينې د پرېکړې په اساس دې د ښځينه زده کوونکو زده کړې په سمدستي توګه تر بل امر پورې وځنډوي۔

په واک کې له راتلو وروسته افغان طالبانو د شپږم ټولګي پورته د جينکو په تعليم هم بندېز ولګولو۔

د طالبانو دې پرېکړو ته د هېواد په داخل او بهر کې سخت غبرګون ښودل کېږي، نړيواله ټولنه د طالبانو څخه غوښتنه کوي چې دغه فېصلې دې بېرته واخلې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG