يونيسف ويلي، په افغانستان کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله تېره اونۍ اته ماشومان وژل شوي
دوی په ټویټر ویلي، چې تېر کال په دغه هېواد کې د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې له ۷۰۰ زیات ماشومان مړه او ژوبل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د ماين پاکۍ چارو د همغږۍ ادارې چارواکي وايي، چې د ماين پاکۍ، ناچاوده توکو د شنډولو او په دې اړه خلکو ته د پوهې ورکولو لپاره پروسه دوام لري.
نور تفصيل له پېښور نه د ډيوې خبريال عبدالرزاق په رپورټ کې