خېبرپښتونخوا کې د پوليو دوې تازه پېښې رپورټ شوي، پاکستان کې سږ کال تر اوسه پورې د پوليو ټولې پېښې 52 ته ورسېدې. دوې تازه پېښې په ډېره اسماعيل خان ضلع کې رپوټ شوي دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
ګورنر د ټول ګونديز غونډې رابللو خبره داسې وخت کې کړې چې صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي، او کورمه کې نن د مسافرو په ګاډو وسله وال بريد کې لږ تر لږه 39 کسان وژل شوي دي.
پښتونخوا کې د ابتدايي سرکاري پرايمري سکولونو استاذانو کاربنديز يا هړتال پيل کړی، په درېمه ورځ هم صوبه کې سرکاري سکولونه بند او استاذان یې پېښور کې په احتجاج ناست دي. وايي د غوښتنو پوره کېدو پوره به یې کاربنديز روان وي. صوبايي حکومت په احتجاج ناست استاذان معطل کړي دي. تفصیل عثمان خان راکوي:
په اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ تنظیم سرمشريره غونډه کابل کې د طالبانو د حکومت د ګډون نه بغير وشوه، څيړونکي وایي د تجارت، سیمه یيز جوړښت او د ټرانزټ لپاره به ایس سي او ته د بدلون دپاره د افغانستان د امن او په طالب کشاله ریښتنې همکاري کول وي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
څېړونکي وايي د پښتون قامي جرګې اعلاميه کې نړۍ ته دغه يو پېغام ورکړئ شو چې تر ټولو مهمه ستونزه يې په سيمه کې امنيت وضع ښه کول دي او په اعلاميه کې زياتره هغه خبرې اچولئ شوې وې کومې چې د هغوئ په وس کې وي
د پي ټي ایم وکیلانو پرېکړه کړې د پي ټي اېم لاقانونه ګرځول کېدو ضد به د کورنيو چارو وزارت ته خواست کوي چې خپله فيصله واپس واخلي او که غوښتنه یې ونه منله بيا سپریم کورټ ته ځي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت پي ټي اېم د ملک د امنيت دپاره خطره ګڼلی او بنديز یې پرې لګولی دی. تفصېل د عثمان خان په رپوټ کې:
پرون د پېښور هايکورټ له اجازت وروستہ نن پہ ګڼ شمېر کې د پي ټي ایم کارکنان د قامي جرګي پہ تالار کې موجود وو، دوی ویل د 11م اکتوبر قامي عدالت یا جرګي کامیابولو دپارہ پہ ھلو ځلو کې بوخت دي خو وايي د پښتونخوا پہ بېلا بیلو سیمو کې یې د تنظیم پلویان نیول شوي دي. نور احوال عثمان خان راکوي:
پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځل بيا د خېبر ضلعې په جمرود رېګي للمه سيمه کې «د پښتنو قامي عدالت» په نوم سترې جرګې لپاره تياريانې او انتظامات پېل کړي. د پېښور او خبير پوليسو په ګډه پرون او وړمه ورځ د پي ټي اېم په کېمپ بريدونه کړي وو او سامانونه يې هم سوځولي وو. تفصیل د عثمان خان او فريد شينواري په رپورټ کې:
پہ پخوانۍ قبایلي ضلع کورمہ کې د ځمکې پہ سر شورو شوې جګړې د مسلکي یا فرقه ییز جنګ رنګ اخیستی او تر اوسہ پورې د دواړو خواوو 31 کسان وژل شوي او قابو 80 نور ژوبل شوي دي، نن پېښور کې شيعه او سني علماوو او مشرانو خبري غونډہ کړې ده، عثمان خان يې درتہ تفصيل درکوي:
د نړۍ پہ شپاړلو ھیوادونو کې د ایک ډي آر ټایفایډ یا نوې میعادي تبې نخښې موندل شوې چې پکې جراثیم د تبو عامو دوایانو تہ مزاحمت کوي. د صحت ډېرو نړوالو ادارو د انټي بایوټیک دوایانو د زیات استعمال لہ املہ د تبې د جراثیمو وړاندې د دې په غېرموثرہ کېدو اندېښنې ښودلې دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
د پښتونخوا اسمبلۍ روانه غونډه کې ځینو غړو په پوله د افغانستان سره د تجارتي لارو په دوامدار بنديز کلکې نیوکې کړې او دا يې ویلي د دې تجارتي لارو بندېدو له وجې د ټولې پښتونخوا ولس ته سخت مالي زيانونه اوښتي دي او د خلکو روزګار يې هم تروړلی دی. په دې اړه نور تفصېل عثمان خان وړاندې کوي:
اپوزیشن ګوندونه او حکومتي ګوند تحریک انصاف د قامی اسمبلۍ د ودانۍ دننه په عامو جامو کې د پولیسو د چاپې پہ کشاله تر څه حدہ پہ یو دریځ ولاړ وؤ او دا یې په جمهوریت او د پارلیمان په خپلواکۍ ګزار وبللو
په 11م ستمبرکال 2001 امریکا کې د ترهګرو بريدونو 23 کاله وروسته هم د ترهګرۍ ضد نړيواله جګړه کې مهم اتحادي پاکستان کې تر اوسه ترهګري نه ده ختمه شوې. څیړونکي د دې علت د پاکستان د ریاست هغه تګلارې بولي، د 9/11 د پېښو وروسته پيل شوې ناامنۍ او ترهګرۍ څخه تر ټولو زياته پښتنه سيمه اغېزمنه شوې ده.
د امریکې خارجه وزارت وایي د ترهګرۍ ضد جګړه کې به د پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه وي. د پاکستان نايب وزيراعظم اسحاق ډار د امریکايي سفير ډونلډ بلوم سره ليدنه کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا نه مرستې غوښتي دي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
پاکستان کې څېړونکي وايي په تېر کې چې د ملک په بېلابېلو برخو خصوصاً پښتونخوا کې څومره پوځي عمليات شوي څه ګټي يې نه دي راوړې. دوی وايي پوځي اپريشن بغير د ولسي ملاتړ او سياسي جوړجاړي نه شي کاميابېدلی. په دې اړه د څېړونکو نظر د سيمې نه د ډيوه خبريال عثمان خان راکوي:
نور کتل