د پېښور هايکورټ پوليس او نورې قانون نافذونکې ادارې منع کړي هغه افغان هنرمندان دې نه نیسي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته کډوال شوي او پاکستان کې یې د سر پناه دپاره خواست کړی دی. عدالت ويلي د نړيوالو قوانينو په رڼا کې به دا کېس مخ په وړاندې بوتللی شي. تفصیل د عثمان خان په رپوټ کې:
د پښتونخوا په تعلیمي ادارو کې ښځینه زده کونکي وايي، چې د نړۍ نور هېوادونه او د بشری حقونو تنظیمونه دې په افغانستان کې د جونو د تعلیم ستونزه حل کړي افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ زر ورځی پوره شوي خو په دغه مودہ کې جینکۍ تر اوسه له تعلیم څخه محرومه ساتل شوي.
په پاکستان کې د مسلم لیګ ن په مشرۍ اتیلافی حکومت د کال 2024-2025 دپارہ نن بجټ وړاندی کړ چې ټول اتلس عشاریه نهه ټرلین روپۍ دی د خزانی وزیر ویلی دی د ھېواد اقتصاد مظبولو دپارہ اضافی مالی لګولی شوي او د ځینو سرکاري ادارو د نجکارۍ فېصله شوې دہ.
پېښور کې د سرکاری پوهنتونونو استاذانو او نورو ملازمینو له صوبايي او مرکزي حکومت څخه غوښتي چې د پوهنتونونو مالي ستونزې دې ژر حل کړي دوی همدارنګه غوښتنه کړې چې د راتلونکی مالی کال بجټ کې دی پوھنتونونو دپارہ د ضرورتونو مطابق فنډ بیل کړای شي.
د پښتونخوا اسمبلۍ سپېکر بابر سليم سواتي د ملاکنډ يونيورسټۍ طالبعلم موسی خان د مړينې خبر اخستی او اړونده چارواکو ته یې د پوهنتون د ځینو انتظامي چارواکو د سمدستي معطل کولو امر کړی. د موسي خان د مړيني پرضد په بېلابېلو سيمو کې احتجاجونه دوام لري او ګډون. تفصېل عثمان خان وړاندي کوي:
په پېښور هایې کورټ کې یو شمېر افغان هنرمندانو او نرښځیانو له عدالت څخه په بشري بنیاد د سرپناه غوښتنه کړې په عدالت کې د دوی د خواست اورېدنې تازه حال د عثمان خان په راپور کې.
په تېره يوه هفته کې د خېبرپښتونخوا په ټانک، ډيره اسماعېل خان، لکي مروت او په نورو جنوبي ضلعو کې د ترهګرۍ يوشمېر پيښي شوي دي څيړونکي وايي، د صوبې په سويلي ضلعو کې د ترهه ګرۍ پيښي په تسلسل کيږي خو د امنيت دې خرابيدونکي وضعې ته د حکومت ځواب له هیلو سره سم نه دی. تفصېل د عثمان خان په راپور کې.
د بارانونو له امله د چارسدې د ډاګۍ مکرم خان کلي اوسېدونکي مجبوره شوي چې خپل مړي هم نورو هدېرو ته انتقال کړي ځایي اوسېدونکي وايي، د وروستیو سېلابونو او بارانونو له امله د سوات سیند د دوی هدیرې ته پورته شوی او تر اوسه یې د دوی په لسګونو مړي وړي دي. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
پوهان په اسرایلو باندې د ایران له ځوابي برید وروسته اندېښنه څرګندوي چې که اسرایل ځواب ورکړي نو په منځني ختیځ او سیمه کې به یوه پراخه جګړه پيل شي اسرایلو د اپرېل په لومړۍ نېټه په سوریه کې د ایران په سفارت برید کړی و چې یو شمېر ایراني پوځي قومندانان پکې وژل شوي وو. تفصیل د عثمان خان په راپور کې.
څېړونکو د پاک افغان ټرانزېټ ټرېډ ټرانسپوټرانو ته د ویزې او پاسپورټ پرته د سفر د اجازې ورکولو هرکلی کړی د دواړو خواوو ترمنځ دغه موافقه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د درې ورځنیو خبرو په پایله کې شوې. تفصیل د عثمان خان او حمید الله په راپور کېږ
له وزيراعظم شهباز شريف سره د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا، علي امين ګنډا پور ليدني سياسي مبصرين تر ډيره حده حيران کړي دي تيره اونۍ وزيراعلي ګنډا پور د وزيراعظم د سوګند پورته کولو په دستوره کې ګډون نه و کړی.
د پاکستان پيپلز پارټۍ شريک چئيرمين اصف علي زرداري اولني غېر فوځي او سياسي ليډر دی چې د هيواد دوه واري صدر جوړ شوی ځینې سياسي پوهان زرداري د سياسي بصريت او پوهي علامت ګڼې خو ځیني بيا د نوموړې لانجمن سياست ته ګوته نیسي.
څېړونکي پوښتي چې په یوې فرقه ییزې مذهبي ډلې سني اتحاد کونسل کې د تحریک انصاف ورګډېدل به ددغه لوی سیاسي ګوند او ملک لپاره څه معنی ولري؟ پدي اړٖه عثمان خان د څيړونکو سره خبري کړېدي۔
نور کتل