پاکستان تحريک انصاف نن د خالي يا شنبي په ورځ په ټول هېواد کې په اتمه فرورۍ شویو انتخاباتو کې د ښکاره درغليو پرضد احتجاجونه کړي د پيښور په رېنګ روډ د شوې احتجاجي غونډې نور حال د ډېوه خبريال عثمان خان وړاندي کوي:
په پاکستان کې له انتخاباتو وروسته سیاسي ګوندونه دا وخت د حکومت جوړولو پر هڅو بوخت دي له یوې خوا مسلم لیګ ن که پيپلز ګوند او ایم کيو ایم سره خبري کوي او له بلې خوا تحريک انصاف د مولانا فضل الرحمن سره ليدلي او له ځینو نورو سياسي ګوندونو سره يې خبري پيل کړي.
د پاکستاني شهریانو په اړه د معلوماتو حکومتي ادارې نادرا د قانون ترمخه پاکستان اوريجن کارډ هغه سند دی چې لرونکی يې د ووټ او د پاسپورټ نه علاوه په پاکستان کې د حرکت، کاروبار، جايداد، د بېنک اکاونټ او د بچو د تعليم په شان اسانۍ ترلاسه کولی شي
څېړونکي: پاکستان د ټي ټي پي پرضد د افغان طالبانو لخوا د ګامونو د نه اخېستل کېدو زور له کډوالو وباسي
راپورونه وايي، په پښتونخوا کې د قبایلي ضلعو د ورګډېدو وروسته هم د انجونو د زده کړو په برخه کې کوم پرمختګ نه دی راغلی که څه هم د جینکو د تعلیم په اړه تر اوسه کومې حکومتي یا غیر حکومتي ادارې کومې نوې شمېرې نه دې شریکې کړي خو د سیمې چارواکي داسې باور لري.
په پېښور کې افغان سوداګر وایي، په تجارتي مرکزونو او بازارونو یې د پولیسو د چاپو له امله کاروبارونه سخت اغېزمن شوي
له پاکستان څخه د تورخم له لارې په زیات شمېر افغان کډوال هېواد ته ستنېږي د پاکستان حکومت لخوا له خپل هېواد څخه د بې اسناده افغان کډوالو د وتلو وخت ختمېدو ته یوه ورځ پاتې ده او د تېرو څو ورځو راهیسې د کډوالو د ستنېدو په بهیر کې چټکوالی لیدل کېږي. تفصیل د عثمان په راپور کې.
نور کتل