د لاهور ښار په زمان پارک کې د عمران خان د کور مخ ته د هغه د پلويانو، پوليسو او رينجرز ترمنځ شوې نښتې په پاکستاني ميډيا کې ډېرې خپرېږي. پوليسو عمران خان د عدالت لخوا د جاري شوي سور وارنټ لاندې نيول غواړي خو د هغه پلويانو تر اوسه د هغه د نیولو مخه نیولې. قانون پوهان دې عمل ته څنګه ګوري؟
پېښور پوهنتون کې د ساتونکو د مشر د وژنې پرضد د تېرې يوې اوونۍ راهسې د استازانو، زده کوونکو او نورې عملې احتجاج او کاربنديز دوام لري چې له امله یې په پوهنتون کې تدريسي عمل ودرېدلی دی.
په پېښور کې قام پاله پښتنو سياسي مشرانو د نومیالي پښتون قانون پوه او سياستوال عبدالطيف اپريدي ته د عقيدت پيرزوینې وړاندې کړي د غونډې ګډونوالو د نوموړي مرګ د پښتنو د پاره غټه غميزه او تاوان بللی دی.
پېښور پوهنتون کې تېره ورځ د سيکيورټي سپروايزر د وژنې پرضد زده کوونکو احتجاجې مظاهره کړې د پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه یې کړې او د پوهنتون استازانو د پېښي ضد د سبا نهې يا سه شنبې د ورځې نه د هړتال شورو کولو اعلان کړی دی.
په پېښور پوهنتون کې د ساجدې سعید په نامه یوې پښتنې مېرمنې له خپل خاوند سره یوځای یوه کېفې پرانېستې چې محصلینو ته د کور په څېر خواړه تیاروي بشپړ راپور د عثمان خان په راپور کې وینئ.
څيړونکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د ترهګرۍ په اړوند دريځ سياسي بيان بولي او وايي د حکومت سره به ټولو رياستي ادارو ته د يوي واضحه او کوټلي پاليسۍ لاندې د ترهګرۍ ضد يو کېدل وي.
د عيسايي لږکۍ له ډلې څخه رشيده بي بي یواځینۍ ښځه وه چې د پېښور د پولیس لاین د جومات په چاودنه کې وژل شوې ده. د جومات له دیوال سره نښتی کور د هغې د یتیمو لمسیو وو چې دا به ورسره اوسېدله. تفصیل د حمید الله او عثمان په راپور کې.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یا پي ټي آی لخوا په خېبر پښتونخوا کې د بد امنۍ پرضد احتجاجي لاریونونه ویستي دي. خو بل لوري ته همدا نن وزیر اعظم شهباز شریف د تحریک انصاف تېر حکومت ته په اشارې ویلي، چې دې صوبې ته وسلوال بیا چا راوستي او قوم د دې پوښتنې ځواب غواړي؟ نور تفصيل د عثمان خان په راپور کې
د شانګلې ضلعې سره په پوله پروت د بونېر چغرزي تحصيل کې جينکۍ د تعليم پشان بنيادي حق ترلاسه کولو کې د ډيرو کړمو سره مخ دي، د يولاک نه سېوا ابادي لرونکې دي سېمه کې د انجونو يو هائي سکول دی پدې حقله نور تفصېل د بونېر نه د ډيوه خبريال عثمان خان وړاندي کوي.
رپورټونه وايي په پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمیرہ ورځ تر بله سوا کېږي البته ځیني سیميئز تنظیمونه کوښښ کوي چې بهر پاتې ماشومان سبقونه اووايي د ډیوہ خبریال عثمان خان په دې موضوع یو رپورټ وړاندې کوي
د خېبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان د اطلاعاتو پخوانې سلاکار بیرسټر محمد علي سيف نن د ټويټر د لاري پيغام کې ويلي دي چې دا وخت په صوبه مجموعي قرضه 359.33 اربه روپۍ ده خو د پې ډې ايم ايتلافي حکومت د 900 اربه روپو قرضي د دروغو پروپيګنډه کوي
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان تېره ورځ ویلي وؤ، که په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره اړيکې خرابې شوې نو په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد هڅو ته به تلپاتې تاوان واوړي
پېښور پوهنتون کې پښتون سټوډنټ فيډريشن د طالبانو لخوا سردار حسېن بابک ته د ورکړل شویو ګواښونو پرضد احتجاجي لاريون کړي دی.
نور کتل