پولیس وویل ځانمرګي حمله کونکی چې په پښو و د امنیتي ځواکونو د قافلې سره نژدې يې د ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد خلاص کړل
په شمالي وزیرستان کې بیا د پاکستان په پوځ برید شوی او امنیتي سرچینې وایي دا پېښه د میرعلي په حېدر خېل سیمه کې شوې او د وسله والو په ډزو کې د پوځ یو افسر په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي،
د خېبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې په دوه وسله والو بریدونو کې د څاروو يو ډاکټر وژل شوی او پولیس افسر سخت ژوبل شوی دی، پولیس په نښته کې د يو مطلوب ترهګر کمانډر په ګډون د دوه ترهګرو وژلو دعوه کړې او يو يې په ژوبل حالت کې نیولی دی.
د پښتونخوا په سويلي ضلع لکي مروت کې د خالي/شنبې په ورځ ولسي غونډه شوې او ځايي خلکو د امن د پاره سولیز احتجاج هم کړی. غونډې ته ګډونوالو ويناګانې کړي او د امن غوښتنه يې کړې. تېره ورځ د مشکوک ترهګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې اوه ترهګر او درې پوځیان وژل شوي وو. تفصيل د عدنان بېټني په رپورټ کې
د پاکستان پوځ وايي، د لکي مروت په دریو بېلابيلو سيمو کې په امنیتي ځواکونو وسله وال بريدونه شوي چې پکې درې پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي. پوځ همدارنګه د دغو بريدونو په مهال په نښتو کې د اوو ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې ده.
د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو کې چې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي، څيړونکي وايي يو خو دغه سیمې د افغان جګړې د وخت راهسې د وسله والو مرکزونه پاتې شوي او هغه تسلسل وخت په وخت جاري ساتل شوی دی، او بل دغه سیمې د افغانستان سره په پوله پرتو قبایلي ضلعو کې د وله والو فعاليتونو د اثر لاندې پاتې شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع لکي مروت کې هدفي پېښه شوې چې پکې د پاکستان د پوځ هوایي ځواک یو پخوانی افسر او پوځي امر پروېز مشرف پايلټ [ر] لفټننټ کرنل مقرب خان مروت وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان سمدستي د دې پېښې زمه داري اخستې.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع بره جنوبي وزيرستان کې په یوه ماين چاودنه کې يو دولس کلن ماشوم وژل شوی دی. جنوبي وزيرستان کې وخت په وخت دغه ډول پېښې کيږي. پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن په پخوانۍ فاټا کې د ماينونو په پېښو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روان کال کال په اوږدو کې دا په شمالي وزیرستان کې دهدف وژنې 12مه پېښه ده اؤ شمیرې ښایي چې پروسکال هم په دغه قبایلي ضلعه کې 47 کسان په هدفي توګه وژل شوي وؤ
د پاکستان د حکومت لخوا د ترهګرو پرضد د عملیاتو پېل کولو د اعلان سره سم د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکي خلک وايي، دوی ويرې اخستي چې بیا به د کډوالۍ ستړي ژوند ته مخامخ شي.
د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو سره په نښتو او بريدونو کې يو پوځي او دوه پوليس وژل شوي دي، پوځ او پوليسو د درېو ترهګرو وژلو دعوې هم کړي دي. صوابۍ کې هم په پوليسو لاسي بم غورځول شوی يو پوليس او څلور لاروي پکې ژوبل شوي دي. د ټولو بريدونو زمه وارۍ ټي ټي پي منلي دي.
د کوز جنوبي وزیرستان د بېرمل تحصیل رغزي ماڼه او کارېز سیمو خلک وایي پوځ ورته ویلي چې په سيمه کې د وسله والو پرضد عمليات کيږي دوی دې کورونه پرېږدي. پوځ په دغه اړوند په رسمي ډول په خپله څه نه دي ویلي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر شمالي وزيرستان کې د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې يو بل ماشوم د ځمکني ماين چاودنه کې ژوبل شوی او درملنې د پاره ډېره اسماعیل خان کې روغتون ته وړل شوی دی.
د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعې بر جنوبي وزيرستان کې بیا د ځمکني ماين چاودنه شوې چې پکې يو لس کلن ماشوم ژوبل شوی او درملنې د پاره ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته وړل شوی دی.
نور کتل