چارواکي وایي په لکي مروت کې د وسله والو ضد عملياتو سر ته رسولو سره لارې، سړکونه او موبایل سروس پرانستل شوی دی، خو د 26م جنورۍ څخه پېل شوو عملياتو په اړه کوم تفصیل نه دی شريک کړی.
د خېبرپښتونخوا د شمالي وزيرستان ضلعې نه د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال کډوالې شوې کورنۍ بيرته ليږل کيږي، په صوبه کې د افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې وایي دا هغه کورنۍ دي چې د تېرو پړاوونو څخه پاتې شوي دي.
د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملياتو کې د يو مشکوک ترهګر د وژلو دعوه کړي اؤ ویلي یې دي وژل شوی ترهګر په وروستیو کې په سیمه کې هدفي وژنو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې شوی دی
په کراچۍ دعلي وزیر وکیل قادر خان ایډوکیټ دنهې په ورځ ډیوه ته ویلي په ډیره اسماعیل خان کې په علي وزیر درې کیسونه وؤ اؤ په دغو دریوواړو کې یې ضمانتونه وشول
په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد عملیات نن په پینځمه ورځ دوام لري چې له امله یې په ضلع کې موبایل سروس تر دې مهاله بند دی. نن په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې چاودنه شوې لږ تر لږه 28 کسان پکې وژل شوي او د 140 پورې نور ژوبل شوي دي.
په لکي مروت کې د وسله والو پرضد عملیات پېل کړی شوي چې پکې توپې او جنګي هیلي کاپټرې کارول کیږي. تحریک طالبان پاکستان په دغو عملیاتو کې د پاکستان پوځ ته ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه کړې خو تاييد یې نه دی شوی.
زیاتره خلک ګڼي د ماشومانو په تعلیم کې یو لوی خنډ غربت دی. خو د ټانک سیمې یو خواريکښ نظر خان وایي په خپله سیمه کې د سکول د اسانتیاؤ د نشتوالي باجود په ډیره اسماعیل خان کې په خپلو ماشومانو تعلیم کوي. د نظر خان د تعلیم سره د مینې قیصه د عدنان بېټني پدی رپورټ کې.
د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د پاکستان د پوځ یو عسکر په یوه چاودنه او په ډیره اسماعیل خان کې د پولیس یو اهلکار په یو وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې تیره ورځ د بیلا بیلو قومونو جرګه شوې چې پکې په علاقه کې د ناامنۍ په پښو اندېښنه څرګنده شوې ده، په جرګه کې د امنیت د ټینګښت، د بیا پوځي عملیاتو د مخنیوي او حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې شوي دي.
د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د تیلو لټولو شرکت ماړي پيټرول کمپنۍ څلور کارکوونکي چې نامالومو کسانو تښتولي وو، د امنیتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې خوشي کړل شوي ویل شوي په عملیاتو کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده
د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د ملېشې [اېف سي ] ځواک عسکر وژل شوی، تحریک طالبان يې زمه واري منلې چې د جاسوسۍ په تور يې وژلی دی.
د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې چې د امن دپاره احتجاجي ناسته دوام لري، په ډېره اسماعیل خان کې د دغه ناستې د ملاتړ دپاره لاریون او احتجاجي مظاهره شوې او مومندو کې هم سياسي ګوندونو او ځايې مشرانو د امن جرګې په نوم غونډه کړې ده.
په ټانک ضلع کې د پوځ په قافله وسله وال برید کې د یو افسر په ګډون پینځه عسکر ژوبل شوي او په بنو کې پولیسو د دو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده، ټي ټي پي په پوځ د برید زمه واري منلې ده.
نور کتل