لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز جنوبي وزیرستان کې په دریمه ورځ هم احتجاجي پرلت دوام لري


په کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پرضد او د امن د پاره احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري،
احتحاج کوونکي په سیمه کې د تلپاتې امن غوښتنه کوي او وایي که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پر ځای کولی شي.

په دغه پرلت کې د زرګونو په شمیر دسیمې سیاسي او غیر سیاسي مشران اؤ فعالین برخه لري او وایي په علاقه کې د بد ترینې ناامنۍ سره مخ دي .

دوي وایي دسیمې خلک په جبري ډول بې درکه کړل کیږي،د عملیاتو پرمهال عام ولس ځورولی، پېسو د پاره خلک تښتولی اؤ په هدفي وژنو کې ترور کولی شي خو ددې ترڅنګ په سیمه کې خلکو نه دقلنګ غوښتنې هم کیږي.

پرلت کوونکو دغه ضلعې ته تلونکې او راتلونکې لارې دهر رقم ګاډو پرمخ تړلې دي او حکومتي دفترونو نه یې بایکاټ کړی دی.

دوي ګواښ کړی که چرې غوښتنې یې نه منل کیږي نو خپل احتجاج به نور هم وغځوي.

په احتجاج کې برخه لرونکی یو سپین ږیری مشر ملک لوی خان وایي دا احتجاج خالص د ناامنۍ پرضد دی.

تیره ورځ د پرلت کوړنکو سره د انتظامیه مشر مرستیال کمیشنر او په سیمه کې د بولیسو مشر ډي پي او لیدلي او په احتجاج بوختو کسانو ته یې دهغوئ د غوښتنو منلو باور ورکړی دی.

خو د پرلت یو غړی ایاز وزیر وي او ای ډيوه ته وایي دې نه وړاندې دوی سره د امن ژمنې شوې خو هغه عملي شوي نه دي، او په علاقه کې د یو پلان لاندې د هرې طبقې خلک وژل کیږي او دوی نوره دا د وزیرستان خاوره د جنګي مرکز په توګه ساتلو ته نه پریږدي.

هغه وویل د دوی غوښتنه د تل پاتې امن ده او دوي ته دې باور ورکړل شي چې دغلته به بیا څوک په مرموزه توګه نه وژل کیږي او داسې امن غواړي چې پکې د ځایی خلکو د تګ راتګ، کاروبار، غرونه او ځنګلونه محفوظ وي.

د ایاز وزیر په خبره له دوی نه انتظامیه نن درېوؤ بجو پورې وخت اخستی او دا احتجاج به تر هغه روان وي تر څو چې دوی ته حکومت په سیمه کې د امنيت ټينګولو د پاره پوخ ډاډ ور نه کړي.

د کوز جنوبي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال کمیشنر ناصر خان ددفتر چارواکي وايي، انتظامیې دې احتحاج کوونکو سره د خبرو اترو یوشمېر پړاوونه ترسره کړي‌ او نن بیا د مرستیال کمیشنر په مشرۍ حکومتي پلاوی د احتجاج کوونکو سره ویني.

د دوی په خبره داحتجاج کوونکو غوښتنه سمې دي او ځینې پکې د امنیتي ادارو سره اړه لري او دهغوی سره یې شریکې کړې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG