لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:د وسله والو برید کې یو پولیس اؤ عملیاتو کې ترهګر وژل شوی


د لکی مروت پولیسو ویاند شاهد حمید پخلی وکړو چې د تیرې یو اوونۍ راهسې پولیس او د پاکستان پوځ د لکي مروت احسان پور سیمه کې په عملیانو اخته دي چې ترمخه یې ټوله سیمه په ګیره کې اخستل شوی او دې سیمې ته غځیدلې لارې تړل شوي او په ضلعه کې د موبایل اسانتیاوې ځنډول شوې دي
د لکی مروت پولیسو ویاند شاهد حمید پخلی وکړو چې د تیرې یو اوونۍ راهسې پولیس او د پاکستان پوځ د لکي مروت احسان پور سیمه کې په عملیانو اخته دي چې ترمخه یې ټوله سیمه په ګیره کې اخستل شوی او دې سیمې ته غځیدلې لارې تړل شوي او په ضلعه کې د موبایل اسانتیاوې ځنډول شوې دي

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په یو وسله وال برید کې یو پولیس اهلکار وژل شوی اؤ ددې ترڅنګ امنیتي ځواکونو په ضلعه کې ترهګرو پرضد پټو عملیاتو کې د یو ترهګر وژلو دعوه کړې ده.

بل لوري ته لکي مروت ضلعه کې د ناامنۍ پرضد عملیات له تیرې یوې اوونۍ راهسې دوام لري.

د شمالي وزیرستان پولیس وایي دا پېښه دشپې ضلعې مرکز میرانشاه سیمه کې شوې چې د ډیوټۍ پرمهال د پولیس اهلکار خورشید الله په وسله وال برید کې وژل شوی.

دشمالي وزیرستان پولیسو پخپل بیان کې ویلی دا د ترهګرۍ پېښه ده او پولیسو ټولو سیمه په ګیره کې اخستې او دلټون عملیات یې پېل کړي دي.

ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې خو د خېبر پښتونخوا د پولیسو په وینا د جنورۍ میاشت کې د پېښور له چاودنې پرته د پولیسو دیو افسر په ګډون لس عسکر د ترهګرۍ په بیلا بیلو پېښو کې وژل شوي چې ددې زیاتره بریدونو ذمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

د شمالي وزیرستان د ضلعي پوليس مشر سلیم ریاض د وژل شوي پولیس اهلکار کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د پولیسو مشر په دې پېښه کې ککړو کسانو د زر تر زره نیولو اؤ د قانون منګولو ته د راوستلو هوډ ښکاره کړی او ویلي یې دي چې ترهګر د دوی حوصلې نه شي ماتولی او د خپلو سرونو په بدل به د علاقې د امنیت ټینګښت سره خلک خوندي کوي.

هم د دې ترڅنګ د شمالي وزیرستان میر علي سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد عملياتو کې د يو مشکوک ترهګر د وژلو دعوه کړي اؤ ویلي یې دي وژل شوی ترهګر په وروستیو کې په سیمه کې هدفي وژنو او د ناامنۍ په نورو پېښو کې ککړ پاتې شوی دی.

امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي، د میر علي تحصیل په خدري سیمه کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو دموجودیت پټ استخباراتي مالومات تر لاسه کړي وو او د عملياتو په مهال د ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه ډزو کې یو ترهګر وژل شوی دی.

د وژل شوي ترهګر پېژندګلو نه ده په ډاګه کړی شوې خو ویل شوي چې هغه په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو بریدونو کې ککړ ؤ.

په ازاده توګه د دغه دعوې تصدیق نه دی شوی.

دخالي په ماسخوتن هم د پاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې دخفیه اطلاعاتو په اساس شوؤ عملیاتو کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې وه.

بل لوري ته لکي مروت احسان پور کې د ناامنۍ پرضد عملیات له تیرې یوې اوونۍ راهسې دوام لري .

د لکی مروت پولیسو ویاند شاهد حمید پخلی وکړو چې د تیرې یو اوونۍ راهسې پولیس او د پاکستان پوځ د لکي مروت احسان پور سیمه کې په عملیانو اخته دي چې ترمخه یې ټوله سیمه په ګیره کې اخستل شوی او دې سیمې ته غځیدلې لارې تړل شوي او په ضلعه کې د موبایل اسانتیاوې ځنډول شوې دي.

د علاقې خلک وایي د کرمې سیند په غاړه احسان پور سیمه په یو څو وړو کلیو مشتمله ده، سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي او د مرستې هیڅ انتظام ورته نه دی شوی.

د ګل په ورځ په ګومل پوهنتون کې د لکي مروت ضلعې سره تړاو لرونکو زده کوونکو احتجاجي مظاهره کړې وه او ویلي یې وو ددې عملیاتو پرمهال عام ولس ځورول کیږي چې ترمخه یې موبایل سروس ځنډول شوی او د علاقې په تعلیم او کاروبار یې بدې اغیزې کړې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG