سیاسي او د انساني حقونو فعال، لیکوال او د پاکستان د سېنټ پخواني غړي افراسیاب خټک وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ د پي ټي اېم په غونډه کې د امن په حق کې او د جنګ خالف د جذباتو او د دلایلو اظهار وشو
دخیبر پښتونخوا دبنو سیمې یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دجنوبي وزیرستان څخه دپاکستان دمرکزي پارلیمان دغړي علي وزیر دنیولو وارنټ جاري کړی اؤ پولیسو ته یې امر کړی چې هغه باید(نن دجمعې په ورځ) محکمې ته وړاندې کړي.
د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان اوسېدونکي وايي، په سيمه کې په وروستيو کې د نا امنۍ رامنځته کېدونکو پېښو ويرولي چې هسې نه بيا علاقې پرېښودو ته مجبوره شي.
د شمالي او قومي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشرانو علي وزير او محسن داوړ پرضد د خړکمر د پېښې او له هغې وروسته د يوې چاؤدنې مقدمې عدالت خارج کړې.
حکومتي او پوځي مامورین وايي د ضرب عضب نومې پوځي اپریشن ورسته شمالي وزیرستان د وسله والو نه خالي کړی شوی او په سیمه کې امن او امان پرځای کړی شوی دی
د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان سيمه کې د سندرې ژغورنې تحریک لخوا احتجاجي غونډه شوې او دوی غوښتي پښتو سندره دې وژغورل شي او د بدنامولو څخه خوندي کړی شي.
د وزیرستان خلک وايي په علاقه کې د ټيليفون او موبايل سروس د نشتوالي له امله دوی نه شي کولی چې د 1122 ادارې خدمات ترلاسه کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د حکومت سره خبرې اترې شوي، د دفاع وزیر پروېز خټک او پي ټي اېم د خبرو پخلی کړی دی.
د جنوبي وزیرستان د سرا روغې تحصیل سره تعلق لرونکي په 11م ورځ په احتجاج ناست دي او وايي چې په سيمه کې د راه نجات پوځي عملياتو په مهال علاقې ته کوم تاوان اوښتی تراوسه هغه نه دی پوره شوی دوی ته دې د دوی حقونه ورکړی شي.
په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو جرګې غوښتي چې "ریاست (پاکستان) دې په سيمه کې امن يقيني کړي او که ناکامه وي نو د امن په ځای کولو دپاره ټول وسايل دې خلکو ته ورکړي اتمانزي به په خپله په دغو وسايلو امن په ځای کړي".
د ضیاوالرحمان يا اسدالله اورکزي نه وړاندې درې نور کسان چې د داعش مهم مشران ګڼل کېده او وژل شوي د هغو تعلق هم د اورکزو سره ؤ.
د شمالی وزیرستان میر علی نه عادل داوړ وویل دا اختر ډیر ښه ؤ چې تر اوسه پکې کومه دناامنۍ پیښه نه ده رامینځته شوې ګنې تر دې وړاندې خو د هغوئ زیاتره اخترونه په وینو لړلي وي.
د چارواکو په وېنا په جنوبي وزیرستان او د پاکستان په نورو برخو کې د پولیو ضد کمپاین لږ تر لږه د څلورو میاشتو د ځنډ وروسته شروع شوی دی
په قبايلي ضلع کرمه کې د دوه قبيلو ترمنځه د درېو راهسې د ځمکې په سر جګړه روانه ده چې پکې د مرګ ژوبلو خبرونه هم را روان دي. ياده جګړې ته په ټولنيزو رسنيو د فرقه ييزه نښتې نوم ورکول کيږي خو ځايي خلک وايي دا د قبيلو ترمنځ د جايداد په سر جګړه ده.
نور کتل