لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزیرستان دجلسې نه وړاندې محکمې دعلي وزیر دنیولو امر وکړو


دخیبر پښتونخوا دبنو سیمې یوې ځایي محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دجنوبي وزیرستان څخه دپاکستان دمرکزي پارلیمان دغړي علي وزیر دنیولو وارنټ جاري کړی اؤ پولیسو ته یې امر کړی چې هغه باید(نن دجمعې په ورځ) محکمې ته وړاندې کړي.

علي وزیر وایي په ۱۵م نومبر پي ټي‌ ایم شمالي وزیرستان کې دبدامنۍ په ضد ولسي جلسه کوي نو ځکه ددغه جلسې نه وړاندې کله محسن داوړ ته دګواښونو اطلاعات مخې ته راځي اؤ کله دهغه دنیولو امر ورکړل کیږي.

علي وزیر تیرکال په ۱۲مه جنورۍ د پي‌ ټي ایم یوې جلسې ته وینا کړې وه چې له هغې وروسته په منډان تاڼه کې پولیسو دهغه په ضد مقدمه درج کړه.

په مقدمه کې په علي وزیر تور لګول شوی چې د ریاستي ادارو په ضد یې کرکژنه وینا کړې اؤ دخلکو د راپارولو هڅه یې کړې ده.

دجمعې په ورځ دبنو ځایي محکمې کې ددغه دوسیې اوریدنه شوې خو دعلي وزیر د نه شتون له امله محکمې دقضیې بله اوریدنه په ۲۰م نومبر اېښودلې ده.

وي او ای ډیو ته سره خبرو کې علي وزیر ویلي هغوئ دخپل ولس اؤ خاورې دحقونو دپاره دائین اؤ قانون په درشل کې دننه مبارزه کوي اؤ ګرفتارۍ یا ځورول دهغوئ دمبارزې مخې ته ډب نه شي وهلی.

هغه وایي نه خو ورته ددې مقدمې په هکله څه معلومات شته اؤ نه ورپسې پولیسو سمن یا دخبرداري چټۍ لیږلې ده .

نوموړی وویل دا چې په ۱۵م نومبر پي ټي ایم شمالي وزیرستان کې د روانې بدامنۍ په ضد جلسه کوي نو ددغه جلسې مخې ته د خنډانو راولاړولو په غرض اوس کله محسن داوړ ته دخطرو اطلاعات خپرول کیږي اؤ کله دهغه دنیولو وارنټونه جاري کولی شي.

علي وزیر وویل مونږ د قانون اؤ ائین منونکي خلک یو اؤ دقانوني لارې به داسې د دروغو دمقدمو مقابله کوؤ.

هغه وویل داسې مقدمې مونږ دپاره کومه نوې خبره نه ده بلکې تر دې دمخه هم دپي ټي ایم دمشرانو په ضد داسې ډیرې د دروغو مقدمې جوړې کړل شوي چې دهغې څخه ټول مشران دقام په مرسته په بریالیتوب سره روڼ مخ وتلي اؤ د دروغژنو مخ تور پاتې شوی دی.

نوموړي وویل “نیونې اؤ مقدمې ډیره وړه خبره ده مونږ خو دقام دپاره په دې مبارزه کې دخپلې کورنۍ غړي قرباني کړي دي ، دسرونو اؤ مالونو پرواه مو نه ده کړې نو په مقدمو به څنګه مونږ خلک وویروي”

هغه وویل په قبائیلي ضلعو کې یو ځل بیا دناامنۍ پېښې سیوا شي اؤ خلکو ته خپل عزتونه ،ژوند اؤ کورونه خوندي نه ښکاري همدا لامل دی چې پي ټي ایم په ۱۵م نومبر شمالي وزیرستان کې جلسه اعلان کړې ده.

علي وزیر وایي پي‌ ټي ایم ډیره واضحه تګلاره لري اؤ غواړي چې په دې وطن دا کوم جنګ تیر شو ددې باید حساب کتاب وکړل شي اؤ چا چې پکې تیروتنې یا جرمونه کړي دي هغوئ ته دې سزاګانې ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG