لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرک : ځایي خلکو شخصي کلینک کې د ښځو پټو ويډیوګانو پرضد احتجاج کړی


karak_protest
karak_protest

د خیبر پښتونخوا په جنوبی کرک ضلع کې ځایي خلکو د هغه ویډیوګانو پرخلاف احتجاجی مظاهره کړې چې په یوه شخصی کلینک یا درملتون کې د زیږون پرمهال د ښځو څخه جوړې کړې شوې او بیا په سوشل میډیا خپرې کړې شوې دي. احتجاج کوونکو د پیښې د تحقیقاتو او مجرمانو ته د سختو سزاګانو غوښتنه کړی.

چارواکو ویلي د شخصی کلینک ډاکټرانو پیژاندګلو د اعجاز خټک او طاهره اعجاز خټک په نومونو سره شوې او دوی دواړه خپلو کې ښځه او خاوند دي.اعجاز خټک په کرک کې یو حکومتي هسپتال کې د سرجرې - عملیانو او طاهره خټک میډیکل سپیشلیټ ده او ورسره روغتون ته مخامخ په شخصی کلینک کې د ناروغانو معائنې اوعملیات- سرجري هم کوي.

د کرک انتظامیې چارواکو په وینا د ډاکټر اعجاز خټک لخوا مقدمه سائبر کرائم د قانون لاندې په ډیره اسماعیل خان کې ایف ائی سره درج کړې شوې چې پکې د شخصی کلینک د اینستیزیا ټېکنيشن (هغه تن چې ناروغانو ته د عملیاتو وړاندې بې هوشې ورکوي ) انعام الله نومول شوی دی . په دغه مقدمه کې ویل شوي چې انعام الله نومي تن په لیبر روم ( هغه کوټه چې ماشومان پکې زیږول کیږي) کې د ښځو د ماشومانو زېږیدو په وخت لوڅې ویډیوګانې جوړې کړې دي.

مقدمه کې دا هم ویلی شوي چې دې تن دوی ته ګواښونه ورکړي چې که کلینک نه وباسله شو نو کلینک به بند کړي او ویډیو یې هم ورته د واټس ایپ د لارې لیږلي.

دوی دا مقدمه لس ورځې وړاندې ډیره اسماعیل خان کې د سائبر کرایم قانون لاندې ایف ائی اې سره درج کړې.

د ډیره اسماعیل خان ایف ائی اې ډپټي ډایریکټر طاهر خان ډیوه ته ویلي انعام الله یې نیولې او د هغه د موبایل فون نه نږدې دوه پنځوس نورې ویډیوګانې هم ترلاسه کړې چې لیبر روم کې د عملیاتو پر مهال د بې هوشې په حالت کې د ښځو لوڅې ویډیو جوړې کړې دي. هغه وویل دغه تن په خپله هم په سرکاری روغتون کې د اینستیزیا ټېکنيشن دې او دا ویډیوګانې یې د کلېنک مالک د بلیک میل کولو لپاره جوړې کړې وې.

یوه احتجاج کونکی ناصر ظهیر ډیوه ته ویلي د احتجاج غرض یې دا دې چې په دغه پېښه کې ککړ کسان دې ونیولې شی او دوی نه دې دا ټولی ویډیوګانې ډیلیټ کړی شي. بله ده چې دا شخصی کلینک دې بند کړې شي او د دغه پیښې دې په ازاده توګه او روڼې پلټنې وشی.ځکه چې دې کلینک ته زنانه د مجبورې په حالت کې مخه کوي او بیا هلته د دوی د محرمیت یا پراویسی خیال نه دې ساتل شوې.

یوه ځایي خبریال خالد خټک وویل چې ویډیو سوشل میډیا د لارې خپریږی چې پکې زنانو پیژاندګلی ډیره اسانه ده او کورنې د سخت غیر یقینی صورتحال سره مخ شوې دي.هغه وویل ویډیوګانو کې د کلېنک انتظامیه کسان هم لیدل کیږی.

د ترلاسه شوي رپوټونه ترمخه ایف ائی اې په قید کې بند انعام الله په ضمانت د خوشی کیدو خواست رد کړې دی. د ډیره اسماعیل خان بار وتلی وکیل اختر سعید وویل دا یو غټ جرم دې چې د مجبوری په حالت کې د دوی پټې ویډیوګانې جوړې کړې او د دې سزا په کلونو بند او لکونو روپۍ جرمانه ده.

اختر سعید زیاته کړه عدالت ته د هسپتال ټوله انتظامیه غوښتول پکار ده ځکه چې په داسې حال کې زنانه د خپل ځان نه وي خبریاو د هغوې د پردې- محرمیت خیال نه دې ساتل شوی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG