د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فعال عارف وزير چې په وسله وال بريد کې ژوبل شوی او ژوند يې د لاسه ورکړو، کورنۍ يې وايي هغه د خپلې کورنۍ ۱۸م غړی دی چې په دغه ډول برید کې وژل کيږي.
د شمالي وزيرستان نه د ضرب عضب عملیاتو څخه افغانستان ته تللي کډوال وايي، د وړاندې نه د ستونزو سره مخ ؤ خو اوس د کرونا وايرس وبا يې ژوند نور مشکل کړی او د خوراکي توکيو د کمي او نشتوالي سره مخ دي.
په داسې حال کې چې د ګردې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کرونا وايرس وبا خوره ده خو د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د تېرو څو ورځو راهسې په احتجاجي پرلت ناست دي او په علاقه کې د انټرنېټ په ځای کولو غوښتنه کوي.
د پاکستاني طالبانو پخواني وياند احسان الله احسان ويلي چې پاکستاني طالبانو ته د امریکايي او پاکستاني ځواکونو د لاسه غټ تاوان اوختی خو هغه دعوه کړې چې دوی اوس هم شتون او د بريدونو توان لري.
په قبایلي ضلعه جنوبی وزیرستان کې د ملیشاء ځواک یو عسکر کې کرونا وائرس معلوم شوي چې تر هغې وروسته په دغه سیمه کې د کرونا وائرسو خوریدو په ضد چټک ګامونه پورته کړل شوي.
په ګومل میډیکل کالج کې جوړ کړی شوي د څارملنې په مرکز ته میډیا ته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي خو وزیراعلی وایس اف امریکه ډیوه ته وویل خپله یې د انتظاماتو جاج اخیستی دی او په دې څارملنه کې د صوبائی حکومت په لارښونه ټول انتظامات برابر کړې شوي دي
د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي د شمالي وزيرستان د ماچس علاقې کډوال بيرته ستنوي خو کډوال وايي په علاقه کې يې کورونه ړنګ کړی شوي دوی چې بيرته ستانه شي د سر سيوری یې نشته دوی به څه کوي.
د ډېره اسماعيل خان د ګومل پوهنتون په زده کوونکو مقدمه درج شوې، زده کوونکي وايي دوی په فيسونو کې د زياتوالي پرضد احتجاجي مظاهره کړې خو د پوهنتون مشر وايي د فیسونو زياتولو د فېصلې بيرته اخيستو وروسته زده کوونکو غټ سړک بند کړی ځکه پرې مقدمه درج کړی شوې ده.
د شمالي وزیرستان د سکولونو زده کوؤنکو غوښتي چې د ضرب عضب پوځي عملياتو په مهال د دوی کوم سکولونه وران کړی شوي، هغه دې بيرته جوړ کړی شي ځکه چې د دوی زده کړې سختې اغېزمنې شوي دي.
د رېډيو په نړیواله ورځ د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکې مېرمنې وايي د دوی دپاره رېډيو اوس هم د نړۍ د پېژندګلو او د سيمې او نړۍ په حالاتو د خبرېدو او پوهې ترلاسه کولو يواځينۍ سرچينه ده.
منظور پشتین چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم دی په ریاست او ریاستی ادارو پسې دخبرو کولو او اړي گړي راپورته کولو په تورونو کې بندیوان دي او په پیښور کې د نیول کیدو ورسته د ډیره اسماعیل خان یو عدالت څوارلسو ورځولپاره زندان ته لیږلی دی.
په جنوبي وزيرستان کې نزدې ۱۱ کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم پوځي عملياتو نه اغېزمن شوي خلک په ټانک کې په دوېمه ورځ په احتجاجي پرلت ناست دي او د عملياتو په وخت دوي ته د اوښتي تاوان معاوضه غواړي.
د جنوبي وزيرستان د دوه سب ډويژنو سره تعلق لرونکي خلک وايي، چې په علاقه کې لس کاله وړاندې د "راه نجات" په نوم کوم پوځي عمليات شوي او په دغو عملياتو کې د دوی کورونه ړنګ شوي تراوسه ورسره د ورانو کورونو د بيا ودانولو دپاره د حکومت د مرستو ژمنې وفا نه شوې.
په بنو کې د شمالي وزيرستان د کډوالو په بکاخېل کېمپ کې اور لګېدلی چې له امله يې د کډوالو جوړ خپل بازار په بشپړ ډول سوځېدلی دی.
د پاکستان په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي عملياتو له امله افغانستان ته کډه شوي کډوال وايي، پينځه نيم کاله يې د کډوالۍ ژوند وکړو بيرته تګ ته په تمه ناست دي خو د پاکستان لخوا ورته هيڅ ځواب نه ويل کیږي.
بنو کې عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۳۰ؤ مشرانو په ضد د غدارۍ مقدمه خارج کړې خو د پی ټی ایم دیو بل فعال حنیف پښتون دضمانت درخواست یې رد کړی دی.
نور کتل