لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت علي وزیر او محسن داوړ کابل ته له تگ نه راوگرځول


د شمالي او جنوبي وزیرستان څخه منتخب شوي د قامي اسمبلې دوه غړي او د پښتون ژغورنې غورځنگ مخکښ مشران، علي وزیر او محسن داوړ، نن د اسلام آباد په بینظیر نړېوال هوایي ډگر (ائیرپورټ) کې، د افغانستان سرښار کابل ته د تلو څخه واپس کړی شوي دي.

دوی دواړه مشران د افغان ولسمشر اشرف غني د لوړې (سوگند اخیستو) مراسمو کې د گډون دپاره، د افغانستان د حکومت لخوا کابل ته بلل شوي و. محسن داوړ په دې اړه اندېښنه څرگنده کړه او ویې ویل: "مونږ د اسلام آباد ائیرپورټ ته ورسېدو او هلته د اېف آی اې په کاونټر باندې راته یې دا وویل چې ستاسو نوم په اې سي اېل باندې دی او د فوج له طرفه دا امر راغلی دی چې دوی به بهر نه پرېږدئ."

داوړ زیاته کړه چې پس له هغه بیا دوی بېرته له ائیرپورټ څخه ستانه شوي دي. داوړ وویل چې پښتانه د "محکوم قام" په حیثیت کې وخت تیروي او دوی ژمنه کوي چې قام به "له دې محکومۍ" نه آزادوي.

علي وزیر او محسن داوړ له دې نه وړاندې د کال ٢٠١٨ په نوامبر میاشت کې هم د پېښور باچا خان هوایي ډگر څخه د دوبی تلو نه په دې سبب واپس گرځول شوي و چې د دوی پر ضد د صوابۍ جلسې مقدمې درج وې. خو تر هغه وروسته محسن داوړ د برتانیې، امریکا او اماراتو سفرونه کړي دي.

د قامي پارلمان بل منتخب شوی غړی، علي وزیر وایي: "د بنو په اېف آی آر کې خو مونږ بري شولو. هغه اېف آی آر ختم شوی و په کوم بېسز باندې چې دوی اې سي اېل ته اچولي اوسو." علي وزیر وویل چې د اېف آی آر متعلق ستونزې اوس حل شوي، او دا نده معلومه چې دوی یې اوس ولې په اې سي اېل کې اچولي دي.

تر دې مهاله د مرکزي حکومت یا د فوج په دې اړوند څه دریځ مخې ته ندی راغلی چې د دوی د افغانستان د سفر مخه یې ولې نیولې ده، خو د پښتون ژغورنې غورځنگ په هېواد کې چې څه جلسې یا جلوسونه کړي، د هغوی پر ضد وار په وار مقدمې جوړې کړی شوي دي. د قامي اسمبلې د دواړو غړو، محسن داوړ او علي وزیر په شمول، د غورځنگ نور مشران هم پکې تورن دي چې وایي دوی پکې د ریاستي ادارو او پوځ پر ضد خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG