ملګروملتونو په یو پروګرام کې، د سوات د یو سکول ماشومان په یو علمي سفر د سیلګرۍ سیمې تمبه ګټ ته بیولي
د سيدو ميډيکل کالج سوات ادبي ټولنې د جمعې په ورځ د پښتو ادبي ناسته راجوړه کړې وه چې نوميالیو شاعرانو او ادب پوهانو پکې برخه واخستله.
د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې خلکو د برېښنا یا بجلۍ د بېلونو د زیاتوالي پرضد احتجاج کړی احتجاج کونکو له حکومت څخه غوښتنه کوله چې د بجلۍ په بېلونو کې زیاتوالی دې بېرته واخلي او بیه دې راټيټه کړي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د بونیر د ګوکند درې تاغان چړ ھم د سوات له چړونو کم نه دی دې ښایسته چړ کتلو ته اوس د ھېواد د بېلابېلو سیمو نه خلک چکر ته ورځي. تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې.
د ملګروملتونو لخوا د سوات، بونېر، دیر او ملکنډ ښونکو ته یو روزنیز پروګرام جوړ شوی تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
دوکانداران: د ګرمۍ له زیاتېدو سره د ګنیو او ګوړې بیې زیاتې شوي او یخ شربتونه ګران شوي. خلک د تندې د ماتولو لپاره کوم ډول یخ شربتونه څښي؟ د لیمو، ګني، ام او که د ګوړې شربت؟ تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د سوات بزګر وايي، سږ کال یې د پیازو فصل له تاوان سره مخ دی په سوات کې له ټماټرو نه وروسته زیات فصل د پیازو کېږي خو زمیندار وايي، چې سږ کال د زیاتو بارانونو له کبله په پیازو توری نومې مرض لګېدلی چې زیات پیاز یې خراب کړي دي او له همدې امله سږکال زمیندار له تاوان سرہ مخ دي.
په سوات کې د مشهورو شفتالانو ترڅنګ هر کال ۵۰۰۰ ټنه الوچې کېږي او بیا د هېواد ټولو برخو ته لېږل کېږي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
څنګه چې تودخه ډېريږي خلک د يخ سوات لوري ته مخه کوي په ملک کې د سختې ګرمۍ له وجې سوات تہ د خلکو ورتگ شروع شوی دی. نن سبا د سيلګرۍ په ځايونو لکه فضا ګت، مرغزار، مالم جبه، میادم، ګبین جبه او په نورو یخو سیمو کې ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې. دلته سيلګري د ګرمۍ نه پناه او د ښکلي او يخ موسم نه خوند اخلي.
د خیبر پښتونخوا چارواکو له لرغونو ځایونو څخه د ویډیو پر جوړولو ۴۰۰۰۰ او پر انځور اخېستلو ۵۰۰ روپۍ فیس ټاکلی. په دې اړه خلک او چارواکي څه نظر لري؟ تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
د ملاکنډ ډویژن سرہ تعلق لرونکي د وزیر اعظم مشیر امیر مقام وي او ای ډیوه ته وویل چې د کالام په سړک کار روان دی او ھغہ کوشش کوي چې د وزیر اعظم سرہ خبرہ وکړي چې ملکنډ ډویژن د نورو پينځو کلونو دپارہ د ټېسونو نه پاک وګرځوي
د سوات په کبل سیمه کې د ورکو شویو کسانو کورنیو یو لاریون کړی او د هغوی د موندلو او خوشې کولو غوښتنه یې کړې. د بشري حقونو د دفاع ولایتي ناظم افتاب علي شاه ویلي چې تر ۵۰۰ زیات کسان بې درکه شوي چې له دغې ډلې څخه یې ۲۰۰ په زندانونو کې موندل شوي. تفصیل د فیاض ظفر په راپور کې.
په ورستیو ورځو کې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس ګڼ شمېر حملې شوي او ځینې پکې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، منلي
د سوات اوسېدونکي هم د پاکستان د نورو برخو په څېر له ګرانۍ څخه سرټکوي او وايي، چې هغوي کور ته اوړه او دالونه نشي اخېستلی نو جامې او پیزار به څنګه واخلي؟ تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې
په سوات کې د ایلم په نامه یوه خیریه بنسټ د تېرو شپږو کالو راهیسې د روژې په میاشت کې هره ورځ شاخوا ۱۲۰۰ روژه تیانو ته خواړه ورکوي. ددغه بنسټ مشران وايي، په هېواد کې د وروستۍ ګرانۍ له امله ټول خلک په روژه کې مناسب خواړه نشي اخېستلای نو ځکه دوی ورسره په دې برخه کې مرسته کوي.
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ او نا امنۍ پرضد د سوات په مینګوره کې یو ځل بیا احتجاجي غونډه شوې ګډونوالو ویل، چې د سوات خلک خپله د ترهګرۍ قرباني پاتې شوي نو ځکه اوس نه یواځې په خپله سیمه بلکه په ټوله صوبه کې د ترهګرۍ خلاف دي او د هغې غندنه کوي. نور حال د فیاض ظفر په راپور کې.
سوات په ژمي کې واورو ښایسته کړی وي او په پسرلي کې هرې خواته د غوړېدلو ګلونو ننداره وي چې ډېر سېلانیان یې لیدلو ته ورځي. په دې اړه بشپړ راپور فیاض ظفر تیار کړی.
په اوکراین د روس د یرغل د کال له پوره کېدو سره دې جګړې نه یواځې د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی بلکه هغه پاکستاني زده کونکي یې هم اغېزمن کړي چاچې د اوکراین په پوهنتونونو او کالجونو کې زده کړې کولې. پدغو زده کونکو کې د خېبرپښتونخوا صوبې د سوات منصور خان هم شامل دی چې لا هم په کور ناست دې.
د پېښور د پولیس لاین په جومات باندې د خونړئ چاودنې وروسته د سوات په مینګوره، مټه، خوازه خېل او کبل سیمو کې ۱۱ بېلابېل احتجاجونه شوي او ګډونوالو پکې دغه برید غندلی دی. د یوې خبریال فیاض ظفر له یو شمېر ګډونوالو سره خبرې کړي او دا راپور يې پرې تیار کړی دی.
نور کتل