د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته ولس ته په خپلې وینا کې وویل چې پاکستان ته یې د هغو ترهګرو نوملړ سپارلی څوک چې په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي.
د جنورۍ په ۱۹ مه نېټه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وروسته له هاغې په اسلام اباد کې د مشال رېډیو دفتر وتړه کله چې پرې د اېي اېس اېي لخوا تور پورې شو چې د پاکستان د ګټو پر خلاف خپرونې کوي.
پاکستاني عالمانو د ترهګریزو بریدونو په اړه دغه فتوا ډیره ناوخته ورکړېده او ډیر سیاسي اړخ ځکه لري چې دوي دا فتوا وروسته له هاغې ورکړه چې په پاکستان باندې د ترهګرو د پاللو او خوندي ساتلو له امله د امریکا لخوا فشارونه زیات شول.
دغه خبره د کډوالو په چارو کې د ناروې کمېټې (ان ار سي) په خپل یو نوي راپور کې کړې ده او ویلي یې دي، چې ددوي د راپور له مخې باید اروپايي او ګاونډي هېوادونه د افغانانو ویستل بند کړي او په دې برخه کې په خپلو سیاستونو له سره غور وکړي
په بیان کې دا هم ویل شویدي چې د یو اېن اېچ سي ار ادارې په دې وروستیو کې ددغو ښونځیو په تعلیمي نصاب کې له دوی سره د مشورې پرته دا بدلون راوستی دی.
سجاد د نوښار اوسېدونکی دی. دی د طب (میډیکل) د دریم کال محصل یا زده کونکی وو چې د مرګ کولو وروسته ورته د تیزندۍ سزا واورول شوه.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې (یو این اېچ سي ار) ویاند قیصر افریدي وايي، د استنبول د تړون له مخې افغان کډوالو ته باید د ۲۰۱۸ کال د دسمبر د میاشتې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.
د امنیت د شورا پلاوي په افغانستان کې د امنیتي وضعې په ځانګړې توګه د القاعده، طالبانو او داعش په نامه ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې
ددې کتاب پرسر د راپورته شویو ناندریو له امله د ټرمپ او د پخواني سټراټیژیست سټیو بینن ترمنځ هم اړیکې خرابې شوي او په ترڅ کې یې د ولسمشر پرسر یوځل بیا سیاسي جلاوالي رامنځ ته شوی.
دا د حزب اسلامي د زندانیانو درېمه جوپه ده چې د څرخي پله له زندان څخه په کې ۳۸ او د بګرام له زندان څخه په کې ۳۷ بندیان شامل دي چې هر یو یې په کلونو کلونو په زندان کې پاتې شوی.
په ټوله امریکا کې د زکام د وایرس له امله د مړینو ۴۱ راپورونه ترلاسه شویدي چې یواځې په کالیفورنیا کې له زکام څخه د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۳۰ ته رسیږي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال راد منش وي او اې ډیوه ته ویلي، د حقاني شبکه غواړي د داعش په نامه له دې ډول بریدونو سره د سیمې له استخباراتي کړیو لکه روسیې او ایران څخه مرستې راخپلې کړي
د نیوزویک د راپور له مخې افغان سرتیرو پدې وروستیو کې د ډرون په کارولو سره د مخالفینو اهداف موندلی او په نښه کړیدي. د امریکا د سمندري ځواکونو یوې ویاندې ویلي دي چې دا لومړی ځل و چې افغان سرتیرو په خپلو هوايي بریدونو کې د دوښمن خوځنده اهداف په نښه کړل
ولسمشر ټرمپ ته دا اسانه نه ده چې له پاکستان څخه مخ واړوي ځکه پاکستان کله کله د نړۍ د یوه چټک پرمخ تلونکي اټومي ځواک په توګه مهم استخباراتي معلومات هم شریک کړیدي.
حمزه بن لادن د خپل ځوی د وژل کېدو خبر د دوو لیکونو له لیارې په ټولنیزو رسنیو باندې اعلان کړې و چې د میمري په نامه د منځني ختیځ د یو څېړنیز مرکز لخوا ترلاسه شوی و.
د ایران په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دا بیان او په ایران د نویو بندیزو خبره د ایران د مذهبي مشر ایات الله علي خامینايي په ګډون په ایراني چارواکو باندې ښه نه لګېږي.
امریکايي خبري ادارې ای پي د بایل د وکیل ایریک ګرینجړ له خولې راخیستي، چې محکمې د هغو کسانو نومونه نه دي خپاره کړي چا چې په بایل باندې تورونه پورې کړي دي. ګرینجړ زیاته کړه، بایل بې ګناه دی او تر دې مخکې له هېڅ ډول حقوقي ستونزې سره نه دی مخ شوی
په افغانستان کې د میشت امریکايي پوځیانو لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي چې دا پېښه د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه په اچین کې رامنځ ته شوېده. په بیان کې وړاندې راغلي دي چې د دوو ژوبل شویو سرتیرو درملنه په نږدې روغتیايي مرکز کې شوېده چې دا مهال یې روغتیايي وضعه ښه ده او بیرته خپلې دندې ته ستانه شویدي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دوي په ایران کې د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه اندېښنه لري او هیله یې څرګنده کړه چې د ایران په چارو کې به بهرنۍ لاسوهنه بنده شي. د ایران د دولتي رسنۍ د راپور له مخې د تیرې شپې په لایونونو کې نهه کسان وژل شوي او د لاریونونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر له شلو څخه اوړي
په پاکستان کې د بشري حقونو ملي کمیسیون هم اندېښنه څرګنده کړېده چې پدغه هېواد کې د کیلاش په نامه د لږکیو قبیله د مذهب بدلولو او د ښه ژوند په هیله له مسلمانانو سره ددغې قبیلې د جونو د واده کولو له امله د ختمېدو له ګواښ سره مخ ده
نور کتل