د امریکا صدر ډنالډ ټرمپ په پنټګان کې د دفاع له وزیر جنرال ماټیس او یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې کړیدي.
په کوڅو کې ښايي جګړه پای ته رسېدلې وي خو د جونو د حقونو لپاره به زمونږ جګړه روانه وي. ما غوره وګڼله چې زما د زوکړې ورځ سږ کال په عراق کې تیره کړم او د ۱۳ کلنې نایر په څېر انجونو سره وګورم.
دوستم په خپله د مې د میاشتې په وروستیو کې د علاج په بهانه ترکې ته ولاړ او هملته پاتې شو. د هغه تېښتې داسې تورونه را پورته کړل چې ګواکې له افغان ولسمشر سره د یوې پټې معاملې په ترڅ کې له محاکمه کېدو څخه تښتېدلی دي.
دغو شپږو ګڼ میشتو مسلمان هیوادونو نه د امریکا ویزې غوښتونکي باید په امریکا کې مور، پلار، ښځه، مېړه، ماشوم، ځوي، لور، زوم، انګور، وروڼه او خویندې ولري.
عبدالقادر ځاځي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویلي په پوله د ترهګرو د مخنیوي د بهانې پرځای دې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو په وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.
په نړۍ کې ۱۲ میلیونه کسان د پیچکارۍ یا ستن له لیارې نشي توکي اخلي او د ملګروملتونو په راپور کې راغلي دي چې یو عشاریه شپږ میلیونه یې په اېچ اېي وي وایرس او تر شپږو میلیونو زیات یې په تور زیړي یا هیپټایټیس سي باندې اخته دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يواېن اېچ سي ار) ترمخه دا وخت په ګرده نړۍ کې شپږنيم کروړه خلک کډوال يا په خپلو هېوادونو کې بې کوره دي، او پاکستان کې هم ۱۴ لاکه کډوال ژوند کوي.
سکالیس هغه مهال سخت ټپي شو کله چې د ټاکل شویو لوبو لپاره د چمتوالي پروخت د یوه برید ګر لخوا په تفانچې وویشتل شو. برید کونکی ۶۶ کلن جیمز هاډکینسن بیا د پولیسو لخو د ویشتل کیدو او ټپي کیدو وروسته مړشوی.
بریزینسکي په ۱۹۸۰ میلادي کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارټر په امر د پاکستان قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ ته ورغلی وو او له هغه ځایه یې د افغانستان لوري ته کلاشینکوف نیغ نیولی وو.
خلیلزاد وايي که چېرې د افغانستان د استخباراتي ادرې دغه دعوا ثابته شي چې د کابل په خونړي برید کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس دی نو بیا همدا تر ټولو سم وخت دی چې پاکستان د ترهګرو ملاتړی هېواد وګرځول شي.
میرمن مې خبریالانو ته ویلي د امریکا او برتانیې ترمنځ ژور امنیتي شراکت د باور او اعتماد پر بنسټ رامنځته شوی چې یوه برخه یې دا هم ده چې استخباراتي معلومات باید په پټه له یوه بله سره شریک کړی شي.
اسرایلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو سره د رسمي خبرو اترو وړاندې ډانلډ ټرمپ د ایران او د امریکې په شمول د گڼ شمیر غربي قوتونو ترمنځ د ایټمي معاهدې سخته غندنه وکړه. هغه وویل دغه لوظنامې د ایران مخه نیولې پرځای دغه هیواد لا نور هم زړه ور کړی دی
څیړونکي وايي که څه هم ددغه پلان هدف مخ پر ودې هیوادونه دي خو چین دا فرصت له لاسه ورکړ چې پرمختللي هیوادونه هم پکې ښکیل کړي.
څیړونکي وايي چې د ترکیې ټولواک ولسمشر پدغو دوو برخو کې که څه هم څه نه دي ترلاسه کړي خو کیدای شي په یوشمیر نورو ګټورو برخو کې سره موافقو ته رسیدلي وي
د غوندې په پای کې د چین مشر وویل د پیکنګ پدغې سرمشریزه کې یو داسې سند لاسلیک شو چې له مخې به یې یو ازاد نړیوال اقتصاد وده وکړي، نړیوال کیدل یا ګلوبلایزیشن به ورسره متوازن شي او سوداګریزه ازادي به ورسره لا خوندي شي
د شورویانو د هغه مهال مشر میخایل ګورباچوف په افغانستان باندې خپل یرغل چې د ۱۹۷۹ میلادي کال په وروستیو کې پیل شوي وه د شوروي اقتصاد ته سخت ګوزار ورکونکی وګاڼه چې د هیڅ ډول بریا څرک پکې نه لګېده
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي زبیح الله وحیدي وي او ای ډیوه ته د پاکستان ددغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره قانوني اسناد به افغان کډوالو ته لازمې اسانتیاوې په برخه کړي.
واک ته د رسېدو راهیسې دا لومړی ځل وه چې ټرمپ په لوړه کچه د روسي چارواکو سره مخامخ خبرې وکړې. دا خبرې پداسې وخت کې وشوې چې یواځې یوه میاشت مخکې ټرمپ ویلي وه چې د امریکا او روس اړیکې تر بل هر وخت څخه په ټیټه کچه دي.
په پدې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ادارو د پولې د خوندیتوب په نوم ځیني داسې ګامونه اخستي چې کابل پرې پوښتنې راپورته کړي. او په وروستیو کې يې د نور کله نه زیات د ډیورنډ کرښې قانوني حیثیت نه انکار کړی دی.
غوڼدې ته افغان ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له ولس سره یې د سولې د ټینګښت په برخه کې ژمنه کړې وه چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار یوځای کیدل یې یوه ستره لاسته راوړنه ده.
نور کتل