ددې اونۍ په سر کې د داعش د خراسان څانګې د داعش په یوې ویب پاڼې باندې ادعا کړې وه چې په ننګرهار کې يې له طالبانو څخه د یوې ولسوالۍ د نیولو خبر خپور کړ.د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني هم د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه تایید کړیده
وزیري وړاندې وویل لکه څرنګه چې مو د عمري په نامه د طالبانو د تیر کال عملیات ناکامه او بې پایلې کړل همداسې به د منصوري په نامه عملیات هم طالبانو ته د سر له درانه زیانه پرته بله کومه ګټه ونه لري.
په واشنګټن ډي سی کې د شمالي کوریا د ګواښونو په اړه د تړلو دروازو تر شاه صلا مشورې پداسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکا د سمندري ځواک کې د الوتکو د لیږد بیړۍ د کوریا ټاپو ته په نږدې کیدو ده.
د "محمد" په نوم د پابندۍ ترڅنگ د سنکیانگ مقامي حکومت په ورستۍ موده کې د مسلمانانو په گڼ شمیر نورو نومونو هم پابندي لگولې ده چې پکې "جهاد"، "مدینه" او د ستوري او سپوږمۍ دپاره استعمالیدونکی ټکی یولتوزی هم شامل دی
نوې شمېرنې ښیې چې په نړۍ کې تقریبا ۳۲۵ میلیونه کسان هیپټایټیس بي او هیپټایټیس سي وایرس یا تور ژیړي لري. د روغتیا نړیواله اداره یا ډبلیو اچ او وايي اکثره دغه کسان له دې خبر نه وي چې پدغه وایرس باندې اخته شویدي.
ټیلرسن ویلي پدغه تړون کې د تهران لخوا نورو ټولو هغه ګواښونو باندې سترګې پتې شویدي کوم چې د ایران لخوا سیمې او نړۍ ته رامنځته کېږي.
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل داسې غلط راپورونه یواځې ددې لپاره خپرېږي چې په افغانستان کې د امریکا ناکامه پوځي او سیاسي رول ته د وړو یوه پزه کیږدي.
مسعود د برتانیې په کینټ نومې ښار کې زیږیدلی او په تیر وخت کې هم د پولیسو لخوا د یوشمیر نورو پېښو سره په تړاو تر پوښتنو لاندې راغلی وه که څه هم په ځانګړې توګه یې کوم برید نه وه ترسره کړی.
د دفاع وزارت مرستیال ډګر جنرال غلام سخي نن د بزګر د ملي ورځې د لمانځلو په مراسمو کې وویل، دغه وزارت د خپلو خوراکي موادو د رانیولو لپاره هرکال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګوي
عدالت پریکړه وکړه چې کچیرې د یوه واده کړې جوړې بچي په طبعي توګه نه کیږي نو هغوی ته اجازه شته چې ټیسټ ټیوب له لیارې د نر او ښځې تخمې سره یوځای کړي او دغه شان ماشوم وزیږوي
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن تیره ورځ د امریکا د سېنټ دفاعي کمیټۍ ته د خپلو خبرو پروخت د هلمند د جګړې پخلۍ کړی او ویلي وه چې له بده مرغه په سنګین کې دا مهال جګړه روانه ده چې زمونږ یو سرتیری هم پکې په ژوره توګه ژوبل شویدی.
امریکا په ایران نوي بندیزونه لګولي، دغه بندیزونه وروسته له هاغې ولګیدل چې پدې ورستیو کې ایران د یو بالسټیک میزایل تجربه کړی وه.
کویت ویلي پنځه اسلامي هیوادونو وګړو ته به ویزې نه ورکوي. پدغو هیوادونو کې سوریه، عراق، ایران، پاکستان او افغانستان شامل دي.
نیوزویک لیکي چې امریکې پاکستان کې د جمهوریت مضبوتولو لپاره ډیر زړه پورې کار نه دی کړی البته پاکستان کې یې د فوځي آمر حکمرانانو د خپو مضبوتولو د زړه د اخلاصه کوششونه کړیدي
د امریکا ارب پتي کاروباري تن ډانلډ جی ټرمپ د امریکا ۴۵م صدر سوګند پورته کړو. نن د جمعې په ورځ په واشنګټن کې ۷۰کلن ډانلډ ټرمپ د امریکا تر ټولو زوړ یا پوخ عمر صدر په هیڅ دا سوګند پورته کړو
پدغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د غیر حکومتي ادارو او رسنیو رول ډیر پیکه او کم رنګه دی او باید دولت پدې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان ولسې جرګې نن د چهارشنبې په ورځ داسې یوه مسوده تصویب کړه چې پکې د ولسمشر اشرف غني د ملي یوالي له حکومت څخه غوښتل شویدي چې ګاونډيان او د سیمې هیوادونه پرې نږدي د افغانستان په کورنیو مسلو کې لاس وهنه وکړي
د امریکا د سمندري طوفانونو ادارې ویلي دې چې دغه طوفان به دومره ځواکمن وي چې په تیرو لسیزو کې يې ساری نشته. دوي وايي چې دغه سمندري طوفان کولی شي تر پنځو مېټرو پورې هسکې څپې ولري.
که څه هم په پاکستان کې چینايي کیو موبایل تر نورو ټولو ګرځنده ټیلفونونو زیات خرڅیږي خو سام سنګ ګیلکسي موبایل له ای فون سره یوځای په افغانستان او پاکستان کې خپل ځانګړي مینوال لري.
د کندز ولایت څخه په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي چې پدغه جګړه کې ۴۵ وسلوال طالبان وژل شویدي. اعلامیه دا هم وايي چې د ولسوالي د پولیسو قومندان هم وژل شوی دی
نور کتل