دپېښور دلیډي ریډنګ روغتون ډايریکټر ډاکټر خالد مسود وي اوی ای ډیوه سره خبرو کې وویل که مونږه ځان د ګڼې ګوڼې نه یو خوا ته کوو او هغې کې مونږ حج، عمره او جوماتونه شامل کړي دي نو لوبې بیا ددې په نسبت هیڅ هم نه دي.
ټاکل شوې ده سبا دشنبې په ورځ دقطر په دوحه کې امریکا اؤ طالبان افغانستان کې دسولې په تړون لاسلیکونه کوي، دسولې دغه تړون ته په پېښور کې هم زده کوونکي هیله من دي اؤ ایي دا به دټولې سویلي اسیا دپاره دامن یو زیری وي.
د زرګر اؤ کالو پترو ذکر په پښتو ادبیاتو کې له زمانو راهسې را روان دی اؤ یوازې پښتانه نه بلکې د نړۍ بیلابیل قامونه دکالو پترو سره مینه کوي خو دپښتنو دکالو پترو ذوق بیا دنړۍ دنورو قامونو دکالو پترو سره توپیر لري.
د لېډي رېډنگ هسپتال ترجمان محمد عاصم خان وویل مریض کې د کرونا واېرس علامات ښودلي وو او د وینې نمونې یې د اسلام نېشنل انسټېټیوټ اف هیلت ته لیږل شوي دي چې نتیجې به یې په ۴٨ گنټو کې څرگندېږي
د پېښور پوهنتون سرچینې وایي د کال ۲۰۰۶م نه تر کال ۲۰۱۹م پورې کلیز ګرانټ کې ۱۱۳ فیصده اضافه شوې ده خو هم دې مودې کې د ملازمینو معاشونو کې ۲۷۰ فیصده او پنشنونو کې ۹۸۰فیصده اضافه شوې ده
په خېبرپښتونخوا کې د تنورچيانو د اتحاديې مشر وايي، په بازار کې ورته وړه په ګرانه بيعه ترلاسه کيږي او حکومت ورسره د ډوډۍ ګرانېدل نه مني، ځکه دوی احتجاجا تنورنه وتړل او د غوښتنو منلو پورې به يې کاربنديز کړی دی.
د ښاغلي خان وکیل شهاب خټک وي او ای ډیوه ته وویل د پروفېسر اختر خان خلاف دغه الزامات د سایبر کرایم قانون لاندې لگول شوي وو او هغه وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف ايي ای نیولی وو
یو څیړونکی مکمل شاه یوسفزی وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې دا مهال د پنځو نه تر د ١٦ کالو پورې عمر لرونکي ٢٢ مېلینه ماشومان سکولونو ته نه ځي او د حکومتي شمیرو تر مخه اته میلیونه ماشومان خیبر پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر دي
دبشري حقونو فعالین وایي دهیواد په قبائیلي ضلعو کې دجینکو په کم عمرۍ کې د ودونو کچه ۹۰فیصدو ته لوړه شوې ده اؤ ددې ستر علت دقانون نشتوالی دی.
پیښور کې به څلور ورځې وروسته په ۱۰م نومبر د ۳۳مو قامي لوبو رسمي پرانسته وشي چې دا لوبې به شپږ ورځې دوام ومومي او دپائ دستوره به یې په ۱۶م نومبر ترسره کیږي.
د بشري حقونو د فعالې او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړې میرمن ګلالۍ اسماعیل د پلار پروفیسر اسماعیل د ضمانت لپاره محکمې ته دشوې عریضې اوریدنه دوه ورځې نوره ځنډول شوې ده .
پیښور او د صوبې نورو یو شمیر ضلعو کې د غنمو د اوړو بیعې د شلو کلو د تروړې د سلو نه تر یو نیم سلو پورې جګې شوې دي.
په خېبر پښتونخوا کې د ورګډو شوو قبایلي ضلعو زده کونکي وایي د کله نه چې پاکستان جوړ شوی دی نو د هاغه وخت نه د هېواد په مېډیکل او انجينیرنګ کالجونو کې د دوي دپاره برخه ټاکل شوې وه، خو اوس چې دوي په صوبه کې شامل شو د تېر کال راهسې ورته دغه برخه نه ده ورکړل شوې.
په پښتو ادب کې دمیرمنو دبرخې عهد سازه شخصیت اؤ وتلې شاعره الف جانه خټکه د ۹۲ کالو په عمر کې دفالج دناروغۍ له امله دخالي په ورځ وفات شوې اؤ دکرک ضلعې په خپل پلرني کلي احمدي بانډه کې خاورو ته سپارل شوې ده.
د خیبر پښتونخوا د صحت محکمه وایي دا مهال د نهو سوو نه زیاتو تنانو ته ډینګي مرض لګیدلی دی. بیلا بیلو روغتونونو کې تر۵۰۰ پورې رنځوران داخل دي خو نور ټول ښه شوي او کورونو ته لیږل شوي دي.
د گل، دوشنبې، په ورځ د دواړو هېوادونو امنیتي چارواکو په دروازه غونډه وکړه چې پکې په ازمایښتي توگه د طورخم دروازه پرانېستي ساتلو دپاره د گومرک یا کسټمز او نورو معاملاتو ته کتنه وشوه
ټاکل شوې ده نن دوشنبه په ازمیښتي توګه د پاکستان او افغانستان تر مینځه د تورخم دروازه د څلیریشت ساعته پرانیستل کیږي اؤ پاکستاني چارواکي هیله لري چې ددې ګام له امله به د دواړو هیوادونو ترمینځه دسوداګرۍ کچه لوړه شي.
علي وزیر او محسن داوړ چې د پښتون ژغورنې غورځنگ مشران هم دي په پوځ د حملو او اړي گړي راپارولو په الزاماتو کې بندیوان دي او په بنو کې د ترهگرۍ پرضد په یو عدالت یې په ضمانت د ازادۍ دپاره خواست رد کړی دی
دبره دیر کمراټ سیمه دیخ موسم، واورینو شنو اوبو، آبشارونو، قدرتي ډنډونو لپاره د پښتونخوا دسیلګرۍ دځایونو څخه یو ښایسته ځایې دی خو د خراب سړک او نورو اسانتیاؤ دنیشتوالي له امله زیات سیلګري دغلته نه ورځي.
دخیبر پښتونخوا داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزی وایي دغو درېواړو غړو د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره خبرې کړې وې اؤ غوښتل یې چې دې ګوند کې شامل شي خو د وزارت په نه ورکړل کیدو بلوچستان عوامي ګوند کې شامل شوي دي.
نور کتل