په شمالي وزیرستان کې د اتمانزو جرګې ویاند بېت الله په یو وډیو پېغام کې ویلي دي چې دوي سره په شمالي وزیرستان کې د امنیت په اړه حکومت کومې وعدې کړې وې په هغې عمل نه دی شوی نو په دې وجه به د پاکستان د جوړېدو په ورځ دوی احتجاج کوي، په سیمه کې به بازارونه بند وي او دا به د تورې ورځې په توګه لمانځي
انټني بلېنکن په غزه کې د ډزبندۍ په اړه د وايټ هاوس لخوا وړاندې شوي پلان ته د حماس د ځواب میلاویدو وروسته د قطر او د مصر له چارواکو سره خبرې کړي چارواکي دا وخت د دغو خبرو په اړه له ډېر څه ویلو نه ډډه کوي. تفصیل یې د نوشیروان قلندر په راپور کې.
فلسطيني وسلوالې ډلې حماس د نهې یا سه شنبې په ورځ ویلي، ترڅو چې د مستقل ډزبندۍ او له غزه څخه د مکمل انخلا په اړه د اسرایل دریځ نه وي روښانه شوی د امن معاهدې سره اتفاق نشي کولی دا فیصله وروسته له دې وشوه چې اسرایلي مشرانو ژمنه وکړه چې پوځي عملیات به یې تر حماس تباه کولو پورې روان وي.
د امریکې دفاع وزیر لویډ اسټن نن د جمعې په ورځ په سینګاپور کې د کلنیز شېنګريله ډایلاګ په ترڅ کې د خپل چینايي سیال سره په لمړي ځل مخامخ لیدلي د پېنټاګان لپاره د وایس اف امریکا خبریالې کارلا باب رپورټ درته د نوشیروان قلندر په غږ وړاندې کوو
شخړو په نړۍ کې په ریکارډ کچه خلک په خپلو هېوادونو کې بې کورۍ ته اړ کړي دي دوي خپل کورونه پرېښي او زیاتره د خپلو هېوادونو په کډوال کیمپونو کې ژوند کوي. په تیرو پنځو کلنو کې دا شمېرې په حیرانونکې توګه زیاتې شوي. د وایس اف امریکا خبریالې هنري رېجویل رپورټ درته د نوشیروان قلندر په غږ کې وړاندې کوو.
امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ تړون کې پراخه ګټې ویني امریکا د اسرایل او حماس ترمنځ د یرغملیانو خوشې کولو او ډزبندۍ منصوبه پر مخ بیايي چې بالاخر به د اسرایل او سعودي عرب ترمنځ د اړیکو جوړیدو ذریعه جوړه شي. د وایس اف امریکا خبریالې ګریډسټین رپورټ د نوشیروان قلندر په غږ کې.
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د شورو چارشنبې په ورځ د اسرایل صدر اسحاق هرزوګ او وزیر اعظم بېن یمین نتن یاهو سره لیدلي دا ملاقاتونه په داسې وخت کېږي چې د ډزبندۍ باوري کولو لپاره په حماس زور راوړل کېږي چې باید له اسرایلو نه تښتول شوي کسان خوشې کړي. تفصیل یې د نوشیروان قلندر په راپور کې.
پوهان وايي، د امریکا د دفاعي صنعت ودې ته هم سخته اړتیا ده په داسې وخت کې چې د بایډن انتظامیه او سېنېټ د اوکراین، اسرایلو او تایوان سره د مرستو په قانوني مسودې باندې د استازو جرګې تصویب ته ګوري، پوهان وايي، د خپله د امریکا د دفاعي صنعت ودې ته هم سخته اړتیا ده.
دا په داسې وخت کيږي چې نیټو د اتحاد ۷۵ مه کلیزه لمانځي خو د اتحاد غړي د کییف سره د خاص پوځي امداد په لوظنامه نه دي متفق شوي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځه د ترهګره ډلو پر سر تاو تریخوالي یو ځل بیا زیات شوی پاکستان وايي له ترهګرو سره له افغانستانه مرستې کېږي او افغان طالبان وايي پاکستان په ترهګرۍ کې د ناکمۍ پړه په افغانستان ور اچوي. څېړونکي وايی پاکستان باید د افغانستان په اړه خپله تګلاره کې بدلون راولي.
مېتیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا د پاکستان په سیاست کې د مداخلت تورونه غلط او دروغ دي. هغه وویل امریکا غواړي چې د پاکستان اولس باید د حکومت په شمول د راتلونکو فیصلو پخپله استعداد ولري
رویټرز: د اسرایل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې تر اوسه دواړو خواو تر 4,400 پورې کسان وژل شوي دي بل پلو د امریکا صدر ، ملګرو ملتونو او د اروپايي اتحاد په ګډون د نړی یو شمېر مشرانو په غزه کې په یو روغتون شوي برید ته سخت غبرګون ښودلی. تفصیل د نوشیروان قلندر په راپور کې.
له فلسطین څخه وروسته له لبنان نه هم د اسرایلو په شمالي سرحدي سیمو کې په ابادی د راکټونو او میزایلونو بریدونه شوي اسرایل ویلي دا دوهم محاذ دی. بلخوا په اسرایل د حماس د بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو اسرایلي وګړو شمېر 1200 ته رسیدلی.
امریکا ویلي، کانګرس په دې خبره تقسیم ښکاري چې څنګه وکولی شي چې ایران د بشري حقونو د سرغړونو ځواب ووايي؟
څېړونکي وايي د قانوني قضیو له لارې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ مخه نیول کېږي
نور کتل