په وروستۍ یوه میاشت کې د ډالر په مقابله کې افغانیو خپل ارزښت له لاس ورکړی
ولسمشر وویل دوه ورځې وړاندې مې د ښځو او مدني ټولنې د استازو په شمول سیاسي او جهادي مشران او نورو اغیزمن شخصیتونه سره راټول شول او په یوه خوله د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریدل.
په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړه تېزه شوې او د دفاع وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه و ورځ کې یې ۲۴۴ طالبان وژلي او ۱۴۱ نور یې زخمیان کړي دي.
پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید په یوه ټېلې وژن مرکه کې ویلي چې د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې مېشته دي، زخمي طالبان د درملنې دپاره پاکستان ته منتقل کېږي او ځینې پکې په پاکستان کې خاورو ته سپارل کېږي
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان رسنیو سره خبرو کې دا هم ویلي چې په د ولسي پاڅونوالو تر نامه لاندې په تخار، بغلان، جوزجان، سرپل، فاریاب، کندز، بلخ، پروان، کندهار، کاپیسا او بادغیس ولایتونو کې ځايي خلکو ته د طالبانو پر ضد جګړې دپاره وسلې ورکړي
دوه ورځې وړاندې د ناټو سرمشریزغونډه کې امریکا او د ناټو غړو هیوادونو ترکیې ته مالي او لوجیستیکي همکاریو ډاډ ورکړ خو ترکیې د ناټو سر مشریزه کې د کابل هوایي میدان په ساتنه کې د پاکستان او اطریش د همکارۍ غوښتنه کړي ده
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري مطبوعاتو ته په خپل بیان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د شاه محمود قریشي د تازه څرګندونو په ځواب کې وویل پاکستان په خپله سیمه کې په طالبانو نفوذ لري نو اړتیا ده چې د افغان سولې پروسې لپاره لکه اوسنیو وختونو کې چې اړتیا ده ترې ګټه واخیستل شي
په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې ویل شوي چې ناټو د ډیپلوماتیک او نړیوال حضور او هم له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو لپاره د کابل د هوایي ډګر اهمیت درکوي او د فعالیت د دوام لپاره به یې بودجه تامین کړې
رجب طیب اردوغان په انقره کې خبریالانو ته ویلي افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکي یوازینی باوري هېواد دی چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي
کابل کې دپاکستان سفارتخانې خپله دکونسلي خدماتو څانګه دیوې اوونۍ دپاره تړلې ده اؤ وایي دا ګام یې دغه هیواد کې د کرونا وبا سیوا کیدو له امله اخستی دی.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا د درې اړخیزو غونډو دوام دی او هڅه کېږي چې په سیمه کې پر روان وضعیت او ترهګرۍ ضد مبارزه خبرې وشي. دې غونډه کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو کېږي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په هېواد کې د کرونا وبا له امله 33 تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو 24 ساعتونو کې 1045 کسان په کرونا اخته شوي او 33 ترې مړه شوي دي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دفتر یوناما هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې د تیرې اوونۍ په دریو ورځو کې لږ تر لږه 23 ملکیان وژل شوي او 49 نور ټپیان شوي دي
نور کتل