لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

زمبابوې د ټي 20 کرکټ په سیالۍ کې د تاریخ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې دي

زمبابوې د شل اووریز کرکټ لوبو په سیالۍ کې د تاریخ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړي اؤ یو نوی نړیوال ویاړ یې ګټلی دی.

د چارشنبې- شورو په ورځ د آي سي سي ټي 20 نړیوال کپ 2026م د سب ریجنل افریقې په کوالیفایر سیالۍ کې د زمبابوې لوبډلې د ګیمبیا خلاف په ټاکلو 20 اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په تاوان 344 مندې جوړې کړې اؤ یو نوی نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړو.

په نیروبي کې شوې دې سیالۍ کې پاکستان نژاده د زمبابوې لوبغاړي سکندر رضا پخپل بیټ بیخي جادوګري ښکاره کړه اؤ په 43 بالونو یا توپونو یې 133 منډې جوړې کړې.

د هغه په دې پاڼۍ کې 15 چکې اؤ 7 چوکې یا څلوریزې هم شامل وې.

د زمبابوې دې تاریخي پانۍ کې 27 چکې هم شامل وې چې د ټي 20 سیالۍ په یوه پاڼۍ کې وهل شوې تر ټولو زیاتې شپږیزې یا چکې دي.

تر دې وړاندې چې له کله راهسې د ټي 20 کرکټ پیل شوی نو په دې کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ د نیپال لوبډلې سره په لاس ؤ اؤ دغه لوبډلې د 2023م کال په ایشیایي لوبو کې د منګولو په ضد د 314 منډو په جوړولو نړیوال ریکارډ جوړ کړی ؤ.

په پښتونخوا او بلوچستان کې ښځې د پولیو ختمولو په کمپاینونو کې بنیادي کردار تر سره کوي

فهیمه بي بي د پاکستان په ترهګرۍ ځپلې او د پولیو په اغېزمنه صوبه خیبر پښتونخوا کې د پوليو په ضد کمپاین په لومړۍ کرښه کې کار کوي. په پښتونخوا او بلوچستان کې پولیو کارکوونکي او د دوی امنیت ساتونکي پولیس له څو کلونو راهیسې د وسلوالو بریدونو له خطر سره مخ دي.

د روان کال په لومړیو میاشتو کې چې د باجوړ په قبایلي ضلع کې وسلوالو د پولیو ضد کمپاین پر امنیتي ټیم بمي برید وکړ او په نتیجه کې یې پینځه پولیس عسکر ووژل شول، تر شل زیات نور ټپیان شول، نو دا ډېره اندېښمنه وه.

فهیمې بي بي وي او اې ډیوه ته وویل، "کله چې زه له پولیو وېکسین ډلې سره بهر ځم، زه ډاډمنه نه یم چې بیرته به خوندي کور ته راستنه شم."

خو پر امنیتي خطرونو باوجود فهیمې بي بي د خپل کار لپاره کلک عزم ساتلی او وایي، "مقصد یې لوی دی ځکه نو لویه اراده او قرباني غواړي."

فهیمه بي بي د پولیو د زرګونو نورو ښځینه کارکوونکو غوندې خپل کلتوري خنډونه ماتوي او اکثره د پاکستان په پښتونخوا صوبه کې هغو سیمو ته د پولیو ضد کمپاین لپاره ځي چې ورته رسېدل ګران دي.

د پولیو ښځینه کارکوونکې په ساړه ژمي، په سخته ګرمۍ او د واورو په موسم کې کور په کور ګرځي او ماشومانو ته له وژونکې پولیو ناروغۍ د ژغورنې وېکسین ورکوي چې لا هم په پاکستان او ګاونډي افغانستان کې ختمه نه ده.

د فهیمې بي بي غوندې په زرګونو نورې هغه ښځینه طبي کارکوونکې هم دې ته ورته جذبه لري چې د صوبې په لرې پرتو او زوړپالو قبایلي پښتني سیمو کې ماشومان وېکسین کوي.

اسماء د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د پولیو وېکسین ته د انکاري خلکو هڅوونکې ده. هغه وي او اې ډیوه ته وایي:

"زموږ کار دا دی پر دې خبره د میندو پلرونو راضي کول دي چې خپل ماشومان وېکسین کړي، موږ هغو کورنیو ته ورځو چې د خپلو اولادونو په وېکسین کولو کې زړه نازړه وي."

د پاکستان د پوليو ختمولو د سرکاري‌ پروګرام له مخې، په ټولو 400,000 پولیو کارکوونکو کې 2,25440 ښځینه روغتیایي کارکوونکې د دې ډاډ تر لاسه کولو لپاره کور پر کور ګرځي چې په پاکستان کې هر یو ماشوم ته پولیو ضد څاڅکي ورکړل شي او هغوی له ټول عمري معذورۍ وژغوري.

په پاکستان کې د سږ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې تر اوسه پورې د پولیو 39 پېښې تایید شوې دي، خو په تېر 2023م کال کې په ټول هېواد کې یواځې شپږ پېښې رپوټ شوې وې.

په روان کار کې تر اوسه له بلوچستان څخه 20، له سیند څخه 12، له خېبر پښتونخوا نه پینځه او له پنجاب او اسلام آباده یوه- یوه پېښه مخې ته راغلې ده.

په پاکستان کې سږ کال په داسې حال کې د پولیو د پېښو شمېر په زیاتېدو دی چې د تشدد پېښو په ځانګړې توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې وسلوالو بریدونو د دې ناروغۍ د ختمولو هڅې له خنډ سره مخ کړې دي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې چارواکي وايي، د هغو ښځینه طبي کارکوونکو له مهم رول پرته د پولیو پروګرام د کامیابۍ تصور نه شي کېدای چې د وېکسین په برخه کې په کار بوختې دي.

په بلوچستان کې د روغتیا نړیوالې ادارې یو افسر ډاکټر نیر خان لوڼي وي او اې ډیوه ته وویل، له ښځینه وېکسینېټرانو پرته د پولیو وېکسین تر سره کول امکان نه لري:

"د ډېرو کورونو ښځې د پولیو له نارینه کارکوونکو سره خبرې نه شي کولای او ښځینه کارکوونکې په اسانۍ کورونو ته ورځي چې تر پینځو کلونو کم عمره ماشومان وېکسین کړي."

ډاکټر نیر وايي، له کله راهیسې چې د وېکسینېشن په ټیمونو کې ښځې شاملې کړای شوې دي د پولیو په ضد کمپاینونو کې ماشومانو ته د وېکسین ورکولو کار پرمختګ کړی دی.

ډاکټر لوڼی وايي، دغه ښځینه کارکوونکو پر کلتوري او مذهبي خنډونو قابو موندلی دی او اوس په لرې پرتو او قبایلي سیمو کې کار کوي، چې وایي له کبله یې اوس شمېر هم د پخوا په نسبت زیات شوی دی.

له پولیو د پاک پاکستان هدف دوه کاله مخکې هغه وخت بېخي را نیژدې شوی وو چې د پولیو پېښې کمې شوې، خو په روان کال کې خصوصاً په روانه اکتوبر میاشت کې د پولیو پېښو زیاتوالي ټولو اړخونه اندېښمن کړي دي.

نړیواله ټولنه د پولیو ختمولو هڅو ته ځانګړې پاملرنه کوي او زیات وسایل ورته بېلوي ځکه چې پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یواځیني هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ناروغي لا ماشومان په ګوزڼ یا فالج اخته کوي.

د پولیو ختمولو نړیوال پروګرام د دې اوونۍ په پیل کې اټکل کړی وو چې د 2022 او 2029م د سټرېټیجیکې مودې لپاره د پولیو د پراختیايي پروګرام د ټولې بودیجې اړتیا 6.9 ارب امریکایي ډالر ده، چې د 2022 او 2026م تر اټکل شویو 4.8 ارب ډالرو زیاتې دي.

کراچۍ: د افغان کډوالو کېمپ ښوونځی د مالي ستونزو ښکار دی

کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول
کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان ګډوالو کېمپ کې يواځينی جوړ ښوونځی يا سکول په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د مالي ستونزو ښکار شوی او بندېدو د خطر سره مخ دی. د ښوونځي چلونکي وايي مالي مرستو ته اړتيا لري.

د کراچۍ په افغان کډوالو کېمپ کې د غازي امان الله خان په نوم جوړ ښوونځی کې، د ماتو کړکيو د زيانمن شوو تور تختيو او د بنيادي اسانتياو د نشتوالي باوجود نزدې 150 ماشومان زده کړې کوي.

يو زده کوونکی نصيب الله وايي، "زه چې د کور نه راځم زما سره بېګ نه و، په خلتې کې قلمان او کتابچې راوړم، بيا زه دلته راشم نو زمونږ کلاسونه هم وړوکي دي، ګرمي وي پکې، مونږ سره کتابونو هم ډير کمی دی او يو ملګري او بل ملګري نه يې را اخلو چې درس وايو".

کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول
کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول

دغه ښوونځی د 12م ټولګي پورې زده کړو دپاره جوړ شوی، خو دا وخت په شخصي مرستو کار روان دی.

د ځايي خلکو او ښوونځي د چارواکو په وينا، له دې وړاندې د جرمني يوې غير دولتي ادارې په مالي مرسته روان وو، خو په کال 2021 کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته هغه وخت د مالي ستونزو سره مخ شوی چې مرستندويه ادارو د طالبانو د حکومت سره د مرستو څخه ډډه وکړه.

د ښوونځي مشر، پرنسپل په وينا، هغه وخت د استازانو شخصي هڅو باوجود, د مالي ستونزو له کبله دغه ښوونځی د ډېرې مودې دپاره تړل شوی وو.

د سکول پرنسپل شېرزاد خان وايي، "د يو نيم کال پورې زمونږ ليسه بنده وه، او مونږ يو نيم کال پورې دلته استازانو بغېر د تنخا درس ورکړی دی، او له خپل شخصي جېب نه مو کرايه ورکړې ده، د هر استاز 15000 تنخا جوړېږي، په هغه باندې ډېر مشکله ده د کور چلند، اوس هم اکثره استازان قرباني ورکوي چې يو خدمت وشي د افغانستان دې بچيانو دپاره چې تعليم حاصل کړي زده کړه وکړي".

کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول
کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول

د افغان کډوالو په وينا، څو کاله وړاندې دلته د 700 نه زياتو هلکانو او جينکو زده کړې کولې، خو اوس د زده کونکو شمېره 150 ته راښکته شوې او د اتم ټولګي نه پورته جينکۍ زده کړو ته نه راځي.

افغان ګډوال وايي زياتر زده کوونکي چې پخوا دلته درسونو ته راتلل دا وخت مختلفو ځايونو کې په ورځنی مزدورو بوخت شوي دي.

يو افغان کډوال يحيا خان وايي، "دا د افغان کېمپ کې چې کوم سکول دی دغې ډير اهميت شته، مونږ غواړو چې دغه سکول دې پر مخ تګ وکړي، او دلته د افغانانو د بچپانو مستقبل سم شي، ځکه چې په دغه ټول کېمپ کې دا يو سکول دی او که دا سبا خدای دې نه کړي، د مشکل سره مخامخ شي نو بيا د دې ټولو افغانانو د بچيانو دپاره ستونزه ده".

غازي امان الله خان ښوونځی په کال 2006 کې جوړ شوی او د افغانستان د پوهنې وزارت د څار لاندې فعاليت لري، د افغان ګډوالو کېمپ زرګونو اوسېدونکو دپاره يواځينی د زدکړو مرکز دی، او د کډوالو په وينا که چرته دا بيا تړل کېږي نو ماشومان به یې د زده کړو څخه محرومه شي.

د توشه خانې دويم قضيه کې د بشرا بي بي ضمانت منظور، د خوشي کولو حکم یې شوی

د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ د توشه خانې دويم قضيه کې د پاکستان تحريک انصاف د باني، پخواني وزيراعظم عمران خان د مېرمن بشرا بي بي ضمانت منظور کړی دی.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه، نن په 23م اکتوبر جسټس ميا ګل اورنګزېب د بشرا بي بي د توشه خانې دويمې قضيه کې د ضمانت په خواست اورېدنه کړې، د اېف آی اې پراسيکیوټر عمرمجيد او بشرا بي بي وکيل سلمان صفدر عدالت ته وړاندې شوي دي.

ويل شوي، جسټس ميا ګل اورنګزېب پوښتنه کړې، چې بشرا بي بي ډالۍ، تحفې نه دي جمع کړي نو د پي ټي آی باني ولې ملزم جوړ کړل شوی؟ د اېف آی اې پراسيکيوټر ويلي، پبلک افس هولډر يا دفتر د عمران خان په واک کې وو.

بيا نوموړي جج ويلي، دا خو د قاضي عیسا د قضيې په څېر کېس دی، په هغه قضيه کې هم خاوند د ښځې د کړو زمه وار ګرځول شوی، او د اېف آي اې پراسيکيوټر ويلي، دا قضيه د هغې نه لږه بدله ده.

د اېف آی اې پراسيکيوټر ويلي، دا قضيه د داسې ډالۍ په اړه ده چې نه ده جمع کړل شوې او د هغې اقدام نتيجې دي. د رياست ملکيتي ډالۍ د اخستو نه وړاندې د ځان سره نه شي اېښودل کېدی.

او جسټس میا ګل حسن زېب ويلي، د توشه خانې د ډالۍ د قيمت سمه اندازه د نيلامۍ د لارې کېدی شي.

هغه د تفتيشي افسر نه پوښتنه کړې، ضرورت ورته پېښ شوی چې د بشرا بي بي نه تفتيش وکړي؟ په ځواب کې افسر ويلي، ضرورت ورته نه دی پېښ شوی.

وروسته بيا عدالت د بشرا بي بي د ضمانت خواست منظور کړی او د هغې د خوشي کولو حکم یې کړی دی. عدالت بشرا بي بي ته د لس، لس لکه روپو ضمانتي مچلکو جمع کولو حکم کړی دی.

لکي مروت او وزيرستان کې د هدفي وژنو پېښې شوي، بنو کې پرلت روان دی

د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو لکي مروت او شمالي وزیرستان کې په دوه بیلا بیلو هدفي بریدنو کې یو پولیس اهلکار او یو ځایي تن وژل شوي دي. بل لور په بنو کې د ناامنۍ پرضد او امن دپاره احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ دوام لري چې پکې په ګڼ شمېر کې خلک ګډون کوي.

‎پولیس چارواکي وايي د هدفي وژنې لومړۍ پېښه لکي مروت کې شوې او کور ته په رخصتۍ راغلی پولیس اهلکار په کور دننه په ډزو وژل شوی دی.

‎د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حیات وي او ای ډیوه ته وویل پولیس اهلکار منصور، بنو ضلعه کې یې په پولیسو کې دنده ترسره کوله، او په رخصتۍ خپل کور ته راغلی وو.

‎هغه وویل نوموړی د نورنګ تحصیل په نصرخېل سیمه کې د ماسخوتن لمانځه نه وروسته په خپل حجره کې نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

د لکي مروت پولیسو د ستمبر په میاشت کې د تحفظ لپاره احتجاجي مظاهره کړې وه خو د پینځو ورځو احتجاج وروسته د ځایي مشرانو په ډاډ یې احتجاج ځنډولی وو.

چارواکي وايي د هدفي وژنې بله پېښه د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان میرعلي سیمه کې شوې، يو ځایي تن د نامالومو کسانو په ډزو وژل شوی دی.

د میر علي تاڼې چارواکو ويلي، په موټر سایکل کسان راغلي او د بريد وروسته تښتېدلي دي. د دوی په وینا کورنۍ یې په چا دعوېداري نه ده کړې او پولیسو پلټڼې پیل کړې دي.

‎د پولیس اهلکار د وژنې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې خو د میر علي پېښې په اړه یې څه نه دي ویلي.

‎د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي چې پکې ګڼو پولیسو او پاکستاني پوځیانو ، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، فعالانو، حکومتي کارکوونکو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بنو پرلت

‎په هغو ضلعو کې د ناامنۍ پر ضد پراخې مظاهرې، لاریونونه، جلسې او جرګې شوې دي او تازه بنو ضلعه کې د اکتوبر پر 21مه د ناامنۍ پرضد بیا احتجاجي پرلت پیل شوی چې نن په دریمه ورځ دوام لري.

دغه پرلت د سحر اته بجې پیل شي او ماسپښن دوه بجې پورې روان وي چې پکې ګڼ شمېر کسان ګډون کوي، ګډون وال یې د ناامنۍ پرضد په حکومت او پوځ سختې نیوکې کوي او وايي د دوی خاورې ته ناامنۍ د یو پلان سره راوړول شوې ده.

په بنو کې د احتجاجي پرلت وروسته له هغې پیل شو چې د اکتوبر په 21مه ځايي خلکو د ولسي پاڅون په نوم لویه غونډې کړې او ویلي یې وو، د جولایې په میاشت کې د صوبې وزيراعلا علي امين ګنډاپور لخوا دوی سره شوې لوظنامې په یوه خبره عمل نه دی شوی.

دوی تور لګوي د ژمنو عملي کېدو په ځای د دوی خلاف کرېک ډاون پیل شوی، چې ترمخه یې انتظامیې د پاڅون 300 نه زيات کسان په تهري ایم پي او کې بندیوان کړي او د بند پرمهال پرې تشدد شوی دی.

دوی وايي، د پولیسو د شلو نه زیات پولیس اهلکار د پاڅون سره د اړیکو لرلو په تور له نوکرۍ لرې کړي او په سیمه کې ناامني دوام لري.

‎انتظامي چارواکو او پولیس د بنو پرلت په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې په ضلع کې د امن ټینګښت هڅې کوي.

‎دې نه وړاندې مرکزي او خېبر پښتونخوا حکومتونو او د پاکستان وسله وال پوځ په وار وار ویلي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

‎بنو کې د جولايۍ په مياشت کې د بنو پرلت 16 غوښتنې صوبايي حکومت ته وړاندې کړې وې، چې په کې د عزم استحکام عمليات نه کېدل، د ښه او بدو طالبانو مرکزونه ختمول او د هغو پرضد اقدامات کول، په کورونو او ديني مدرسو د پوځ چاپې نه وهل، د پوليس او سي ټي ډي قوت سېوا کول او د عملیاتو اختیار ورکول، د شپې په وخت د پوليسو ګزمې پيل کول، د بې درکه خلکو عدالتونو ته وړاندې کول، د بنو په معدني وسايلو ځايي خلکو ته حق ورکول او د افغانستان سره د تجارت دپاره د غلام خان لارې د خلاصولو په شان مطالبې وې.

‎په يادو غوښتنو بيا د وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې، د بنو سياسي مشرانو او تاجر مشرانو پکې ګډون کړی او دوی ته باور ورکړل شوی وو، چې غوښتنې یې ومنل شوې.

‎او بیا علي امين ګنډاپور په خپله بنو ته ورغلی او پرلت ته یې وينا کړې او پرلت نزدې يوه اوونۍ وروسته ختم کړل شوی وو.

‎بنو کې پاڅون او احتجاجي پرلت په داسې وخت کې کېږي چې هم روانه میاشت په خېبر ضلعه کې د پښتنو قامي جرګه شوې، او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين دغه جرګې ته په وينا کې ويلي، چې په پښتنه سيمه کې چرته هم د بدامنۍ کومه پېښه کيږي، ټول ولس دې یې پرضد راووځي.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG