د فلمونو ستوری اصف خان د امریکا کانګرس، سپریم کورټ او وایټ هاوس مخې ته د خپل فلمي سفر حال تېروي مرکه ورسره رحمان بونیري کړېده
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا پر طالبانو ټینګار کړی چې ټولو بشري حقونو ته درناوی ولري، د نجونو بند سکولونه خلاص کړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي. غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي ویلي، طالبان دې د خلکو له ځورولو او غیرعدالتي وژنو لاس واخلي. تفصیل یې بارکوال میاخېل وړاندې کوي:
صدر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه وویل، امریکې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې په ډرون حمله کې وژلی دی. هغه د نړۍ تر ټولو مطلوب ترهګرو نه یو وو. د الظواهري نه پس به د القاعده مشر څوک وي؟ ثمینه احسن درته په دې رپورټ کې تفصیل وړاندې کوي:
د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر په تېره لږه څه موده کې ډېر په تېزۍ سره غورځېدلی دی. ددی علتونه څه دي؟ روپۍ به نوره هم بی قدره شي یا دمه پکې راتلې شي؟ او د پاکستان موجوده اقتصادي وضع څنګه ښه کېدی شي؟ د ډیوه ثمینه احسن د اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق سره پدی موضوع خبري کړي
اشرف غني کابل نه د وتلو وروسته په لومړي ځل په افغانستان کې د حالاتو په اړه د فېس بک دلارې وېنا وکړه او ویې وېل چې امید کوي چې د ناامیدۍ ورځې به زر ختمې شي.
پاکستان کې د کرونا د څار قامي ادارې سرکاري ودانیو ته د کارکونکو ورتللو لپاره د وېکسینو سند لازمي ګرځولی او ټولو سرکاري ملازمینو ته یې زر تر زره د دغه سند ترلاسه کولو ویلي. په خېبر پښتونخوا کې ډاکټرانو په عامو خلک غږ کړی چې د کرونا واېرس پرضد وېکسین دې زر تر زره ولګوي او احتیاطي ګامونه دې پورته کړي.
په سيند صوبه کې تنکی پښتون ځوان غلام حسېن پټهان د غټو غټو پهلوانونو سره دملاکهړې يا غېږې سيالۍ کوي. د پټهان پهلوان پلارنۍ علاقه شانګله ده، په تنکي والي د بلوچستان، کندهار او ايران پورې سياليو له تللی دی او غټ غټ څاربه پهلوانان يې راپرځولي دي
نور کتل